د روح موسکا مې چېرته ورکه کړې؟ نه پوهېږم. خو داسې راته ښکاري چې مړه یم. ځان وینم چې د ژوند پر دېوال را ځوړند دی. باران راباندې وري لېکن ساه مې نه چلېږي. باد مې د خوځولو هڅه کوي. خو رګونه مې له یو بل سره ګنډه شوي، وچ ولاړ دي. 
زما ګرانه، که راغلې له ټټره مې اوښکې دروسپړه. له سترګو مې سندرې درواخله. د ټېکري له پېڅې مې ګنهکارې هیلې د غره پر یوې ډبرې کېږده. غواړم زما هیلې ها د پورې غره په زړه کې راشنې شي. د ډبرو په رګو کې غځونې وکړي. خاموشي یې لمس کړي او ستا تر څنګ لکه د وخت سیوری بې غږه روانې واوسي. دا هیله به مې ته پوره کړې؟

 
3 thoughts on “ګنهکارې هیلې/ اناهیتا روهي”
  1. متن په لوستلو خپل شعر را په زړه شو یو بند به تری ولیکم هیله ده څوک خوابدی نه شی

    د خاموشه محبت ګونګا فضا کی فلسفه ده
    د فراق د سرو لمبو په هره خوا کی فلسفه ده

ځواب ورکول Farmanullah Utmanzai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *