پسرلي نوې لمن پر ښار غوړولې وه، هغه ښار چي له مودو څخه یې اسمان ګردنو اخيستى وو.

خلګو نوي سباته نوي تمي درلودې، مرغانو هم ځالي نوي کولې. غرنيو ګلانو او چمنونو هم د هسکوغرنو لمني سينګارولې. طبيعت هري خواته د ښکلي نسيم وږمې خپرولې، چي یو نا څاپه یوې لويې او وېروونکي څپې د بلبلانو شور، د پېغلوټو خنداوي او د جنتي موسم د ترنم ږغ خاموش کړ. ټولو و اسمان ته کتل، د اسمان سینه له خړو تورو دودونو څخه ډکه وه، وحشت سپېرې منګولي د تک شنه اسمان پر ښايسته وجود ښخي کړي وې. لنډ سکوت د کايناتو په چيغو او غلبلو مات سو ـ

آه، خدایه بیا د چا پر کور ناورين را پرېوت!

بيا کوم باغي د خالق پر خلقت تېرى وکړ او د ستر رب د عظمت نښي ئې ړنګي کړې.

چا د بام له سره، چا د کور له درو ازې او چا پر سپين ميدان د هغه چا د وحشت ننداره کوله، چي د ښکلو حورو په ارمان کي ئې د جنسي غريزې د سړولو لپاره پر انسانانو قيامت جوړ کړى وو.

هلته په وينو کي لژند د يوې تنکۍ پېغلي په نکريزو سره، پرې سوې خپړه، د نوي ځوان پرنازکو برېتو پرېوتې د ونيو داره، د يوې خوږې مور په غيږ کي د شېر خوره کوچني جسد، د بوډا سوځېدلي وجود، پر جنتي مځکه دوږخي فضا خپره کړې وه.

د نازلي رب، د ې وژونکي او قاتل بنده ته په حيرت کي وم، چي ناڅاپه مي یوه څېره تر سترګو سوه، فکر مي وکړ چي زخمي دئ او غواړي له ځایه پورته سي، د مرستي لپاره ور نژدې سوم ، چي د خپل وجود تر څنګ یې یو بل لاس بغل کي نیولې وو، غوښتل مي ويې ګورم چي زخمونه ئې چیري خوړلي . خو دې بې رحمه څېرې په قهرجن انداز داسي راته وکتل لکه د سترګو تر بڼو لاندي چي ئې د سرو وینو پیالې وشرنګوې.

…. زه جوړ یم د نورو غم کوه!

په ډېره بېړه یې ځان زما له مخي چپ کړ، چي تر بغل مي ورته وکتله دتنکۍ پيغلي په وينو سره خپړه ئې په بغل کي نیولی وه اوپه تلوار ئې ئې ورځيني له ګوتو ګوتمۍ ایستلې.

One thought on “ګوتمۍ/ لنډه کیسه/ یتیمه سلګۍ”

ځواب ورکول لاروی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *