پښتو متل دی وايي، غوا توره ده او شېدې سپینې دي، د ټولنې هغه قشر چې ځان روڼ اندي (روشن فکره) ګڼي او یا هم روڼ اندي دي؛ نو دا ډول خلک که په واقیعتونو او حقایقو سترګي پټوي، خدای دې په غبرګو سترګو ړانده کړي. ځینې خلک د ولس د تېراېستنې او غولولو لپاره د خپلو ټولو هنرونو، مشروع او غېر مشروع لارو څخه کار اخلي او ځان هدف رسوي. دغه ډول خلک له ولس سره ظاهرأ خواخوږي لري؛ خو په زړه کې د ولس درد او ناخوالې نشي درک کولی. دغه ډول کسانو ته د نورو غولول او د خپلو فریبونو په ځواک د نورو ګټي را خپلول یو ډېر غوره کار ښکاري او ویاړي پرې هم.

وايي، ړوند یو ځل امسا ورکوي، د ولسواکۍ راوړنکو او د ولسواکۍ پالونکو د ولس په نامه ډېرې ګټې تر لاسه کړې؛ خو ولس لا هم له درده زګېروي کوي. د ولس هغه ستونزو ته چې ورځ تر بلې د ولس د بدبختۍ، وروسته پاتې والي، بې علمۍ، په نړیواله کچه د مفسدو خلکو په نامه اوڅارېدل، د یوه ګولې مړۍ د تر لاسه کولو لپاره خپل وطن پرېښودل او د نورو په خاوره کې پر ځان د هر ډول جبر او ناخوالو زغمل او ځان له لوږې ژغورول، د طالب او تروریست په نامه بې ګناه په توره شپه له تودې خونې ویستل او پرته له کوم جرم او خطا کلونه کلونه په زندانو کې تېرول، خپله خوښي په هغه شان چې لازمه ده نه نمانځل، دا د دې ولس هغه ناخوالې دي چې اساسي او د تل لپاره خپل ولس له دغه رنځ ژغورل پکار دي.

د وروستیو معلوماتو پر اساس ویل کېږي چې له ۲۰۰۱ م کال تر ننه په افغانستان کې ۶۷ میلیارد ډالره لګول شوي؛ خو له مصلحتونو جوړ او د واک د متوازن وېش دغواګير دولت تر اوسه په دومره پېسو کې دېرش میلیون نفوس په خیټه نه دی موړ کړی. مظلوم ولس له دولته د خیټې د مړخت غوښتنه هم نه کوي؛ خو هغه څه چې اساسي اړتیا ده او د انساني ژوند د بقا اړینه اړتیا ده، هغه رواني او فزیکي امنیت دی، تر کومه چې رواني او فزیکي امنیت تامین او ټینګ نشي. نو د تل لپاره د یوه ملت د بدبختي او وروستوالي عمده لامل همدغه پدیده ده.

خو افسوس چې د ولس خواخوږي په دې خاوره کې د ګوتو په شمار دي او په هغې کې هم زموږ د ناپوهۍ له وجې داسې څه پېښېږي لکه هغه د کوچي اوملغلرې کیسه وايي، کوچي ملغلره بیامونده او ګومان وکړ چې ګوندې پچه ده، ایسته یې په اور پسې کړه.

موږ بیا دومره ناپوهه او بې علمه ملت یوو چې د لال او کوتي لال توپیر هم نه شو کولی.

د افغانستان په سیاسي تاریخ کې یوه ډېره نادره شېبه را روانه ده. په لومړي ځل په دیموکراتیکه فضا کې واک له یوه ولسمشره بل ته لېږدول کېږي. د نوماندانو تر منځ ټاکنېزې سیالۍ ښه په درز کې روانې دي، هر نوماند په خوبونو کې د ارګ ماڼۍ ویني؛ خو ښه دی چې خوبونه رښتیا نه وي.

وايي: (عیان ته څه بیان) په واقیعتونو سترکې مه پټوئ، لا هم  د هغه چا سره پوره وخت او موقع شته چې یا له بل نوماند سره دي او یا تر اوسه بې طرفه دي.

هغه چې له نورو سره دي او هغه چې بې طرفه دي، موږ هغوی ته دعوت ورکوو راشئ فردي ګټې هېرې او ملي ګټې لوړې وګڼئ، د هېواد د ابادۍ او د کړېدلي ولس د نیکمرغۍ هڅې پېل کړئ.

لاهم پوره وخت لرئ!!!

راځئ لومړی دا وڅېړۍ چې په دومره شمېر کې خلک ولې غنې غواړي او په غني کې کوم جوهر دی چې ځوان، زوړ، ، پېغله، خان، غریب، محصل، استاد، لوستي او نالوستي غوره کړی دی.

زه غني ولې غواړم؟

ځکه یې غواړم چې د غني ماضي او اوسنۍ تګلارې زه قانع کړی یم چې په دې کې د افغان ملت خیر، ابادي، سوکالي او یووالی نغښتی دی.

د اشرف غني ماضي: په کورنیو جنګونو کې یې هېڅ ونډه نه وه، د پوهې نړۍ دوهم مفکر دی، په تېره دیارلس کلنه موده کې بیساري خدمتونه کړي، قاطع او ژمن، تر بل هر نوماند لوړه کاري تجربه، په اقتصاد او پوهنه کې تر بل هر چا ښه ِغښتلی…

اوسنۍ تګلاره او د ټیم جوړښت:

د غني ټیم د هېواد د وېش مخنیوی وکړ، تر نورو نوماندانو یې په ټیم کې قومي، سمتي، او ژبنی جوړښت خورا ښه، تر بل هر نوماند په ملت کې د پراخ نفوس او محبوبیت څښتن، دوامداره بدلون او دوام، د ځوانو قدرونو ګومارنه، ټولو ملي، غنعوي، مذهبي او کولتوري ارزښتونو ته پوره ژمنتیا، دا هغه څه دي چې زه او زما په څېر زرګونه ځوانان یې د غني ملاتړ او ننګې ته هڅولي دي.

نو راځئ چې تاریخ جوړ کړو او اوږد مهاله ناخوالو ته د پای ټکی کېږدو.

د غني د بریا په هيله

2 thoughts on “ګورو به رقیبه میدان څوک ګټي/ خالد تکل”
  1. غني بریالی کوو او زموږ راتلونکی ولسمشر دی. د غني په ولسمشرۍ کې به سر لوړی او پرمختللی ملت او هېواد ولرو.

  2. دا دمنولو نه بولم چی ته داسی وایه لوستونکی ویونکی خان مسکین بزګر دهکان دا دی ټوله وغواړی ته نعوذبالله خدای نه یی چی دهر چا په زړه خبر یی ستا پر څنګ ستا ملګری یی نه غواړی ستا سره پر لار روان دی مګر زړه ته می نه لویږی چی دی دی خپله رایه دی ودی شخص ته ورکړی چی تا ملایکه ځنی جوړه کړیده اول ته په سترګو ړوند شی چی نواقص یی نه وینی هغه نواقیصات داسلام دنیګاه سه دافغانیت دنګاه سه نو رلا څه کوی چی دی قدرت ته ورسیدی اول اداری قساد باندی څه کوی نن په ګمرکاتو کی اخستل کیږی دده پر کمپین باندی مصرفیږی دحرامو خوړو زوی حرام زاده دی نن دی قدرت ته نه دی رسیدلی درشوت په بیسو دځان لپاره خلګ دعوت کوی پریږه خدای دی دا هم نه راولی
    ای زه مخالف نه وم زه یی دغه کار په تشویشکی کړم چی دی کامیاب شو دهغه کسان چی دده ناری وهی دغه ټو ل هغه کسان دی چی اوس یی رشوت یوه قانونی کار ګرځولی دی سبا داکسان دی محاکمه کوی ایسته کوی یی بندیانه وی که چیری ددسه دد داسی کار کولو امید ولری هیڅوک دځان لپاره څاه نه کاږی او نه خپل په لار کی دده کار دممانعت عامل پیداکوی

ځواب ورکول پسرلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *