په نړیواله کچه ژورنالیستان، څېړونکي، مشاورین، ناظرین او نور اړوند مسئول وګړي د خپلو ملي ګټو لپاره کار کوي، کله داسي هم کېږي چې له خپلو دولتونو او سیاسي حزبونو سره په ستونزو کې راځي، ژورنالیست، لیکوال او په ټوله کې مدني فعالان د ټولنې سترګې او د ټولنې هغه طبقه وګړي دي چې تر بل هر چا باید د خپل اولس او خاورې په اړه فکر وکړي، تر ډېره اولس هم د لیکوالو، ژورنالیستانو او ازادو سیاسي او مدني فعالانو پسي ځي.

په ۲۰۰۱ ز کال،  په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې له پيښو او بن کنفرانس راوروسته چې په هیواد کې حکومت د کرزي په مشرۍ په نسبتاُ ښه توګه خپل کار پیل کړ، هیوادوالو هیلي لرلې چې په کور دننه به سوله او ټیکاو راسي، خو تر دې دمه د هیچا دا خوب لا رښتیا سوی نه دی، دا چې ولي لا په افغانستان کې سوله شتون نه لري، او یا دا چې د سولي او ټیکاو پر ځای په هیواد او سیمه کې ستونزي نورې لا هم پسي ډېرې سوي، ځانته اړین لاملونه لري چې په لنډه توګه یې د امریکا او او دامریکا د متحدینو ترمنځ نه همږغي، د امریکا په ملکي او نظامي پالیسیو او په ټوله کې په ستراتېژۍ کې ستونزې،  د افغانستان د برخلیک تر څرګندیدو وړاندي د بوش د ادارې له لوري د عراق د جګړې پیل، په افغانستان کې ټوپک سالاران یو ځل بیا په واک کې اچول ، په افغانستان کې د ګاونډیانو پوره لاسوهني، او دې ته ورته نور یادولای سو.

له تېرو څه دپاسه ۱۱ کلونو راپه دې خوا، له افغان حکومت سره پر اپوزیسیون سربیره د لیکوال، سیاستوال او د مدني تولنې فعالان په دې لانجه بوخت دي چې ګواکي دولتي چارواکي په ځانګړې توګه د حکومت جګپوړې په فساد اخته او د بهرنیو څارګرو سره د خپلو ځاني ګتو په موخه د ګوډاګیانو رول لري.

په دې وروستیو کې افغان حکومت له امریکا سره د امنتي او دفاعي تړون د لاسلیکولو په برخه کې د مشورې لپاره مشورتي لویه جرګه راوبلله چې ټولټال پکې ۲۵۰۰ قومي مشرانو، د ملي شورا غړو، لوړ پوړو چارواکو، د مدني او سیاسي بهیر فعالانو، چارواکو، ځوانانو ، ښځو او نورو ګډون  کړی دی. د افغان ولسمشر په وینا یې چې د سیمي پر اړینو هیوادونو سربیره یې له روسیې، سعودي عربستان، چین او هند سره په دې اړه خبرې کړي، چې ټولو ورته د تړون کولو مشوره وکړې ده، یواځي ایران چې تل د خپلو ملي ګټو په لټه دی، په دې تړون ناخوښه دی،  او پر ځای یې په  افغانستان کې ناامني د خپلو ګټو لپاره خوښه ده.

د افغانستان ګاونډیانو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان هره ممکنه لار په کار اچولې، تر څو افغان حکومت له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، هغوی د مدني ټولنې ځینو فعالانو، سیاستوالو، لیکوالو او په ځانګړې توګه رسنیو او ژورنالیستانو ته پیسي ورکړي چې د تړون پر خلاف تبلیغ وکړي، د وحید مژده او حاجي فرید د کویټې له شورا سره لاس لرلو او له هغوی سره پر تلیفون د خبرو کولو څخه دا جوته سوه چې د ګوډاګیتوب بلا نه یواځي په چارواکو بلده سوې، بلکي په مدني ټولنو، سیاستوالو، لیکوالو، رسنیو او ژورنالیستانو هم بلده سوې ده.

که حقیقت درک کړو افغانانو ته له امریکا سره د تر تړون پرته کومه بله د نجات لار نه ده پاته، افغان اولس، افغان حکومت، ملګري ملتونه، اروپا اتحادیه او ددې ټولو په سر کي امریکا او متحدین یې  باید داسي ترخه تجربه ونه ازمايي چې په هیواد کې داسي اور بل سي چې سیمه خو څه،  نړۍ به  هم ولړزوي. امریکا باید د سپټمبر په ۱۱مه د ۳۰۰۰ امریکایانو وژل کېدل هیر نه کړي، افغان حکومت باید دیني او افغاني ارزښتونو ته په کتو له امریکا سره داسي تړون لاسلیک کړي چې په هیواد کې سوله او ټیکاو ته لار هواره کړي.

که د افغانستان ګاونډیانو ایران او پاکستان په رښتیا هم غوښتلای چې امریکا او متحدین دې له افغانستان څخه پر وخت ووځي څه دپاسه تېر دولس کاله (له ۲۰۰۱ تر اوسه) به یې افغان حکومت پرې ایښی وای چې خپل نظامي ځواک، ښه اداره او ملي او ګټور تاسسات یې جوړ ګړي او له طالبانو سره یې په ملي کچه سوله کړې وای، یوه هم ونه غوښتل چې طالبان دي له افغان حکومت سره سوله وکړي، نن افغان حکومت دې ته اړ دی چې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي، که نه یو ځل بیا به د میلیونونو بې ګناه افغانانو وینې توی سې.

افغان حکومت او افغانان باید له امریکا سره تر تړون وروسته چې ډېره تمه کېږي، ورسره لالیک به سي، باید پوره ګټه پورته کړي، داسي نه چې راتلونکي لس کلونه بیا راباندي په عشق او خوب کې تېري سي، ولس په وینو او بحران کې غرق دی، یوه د نجات لار یې همدا تړون دی، دا بیا په موږ اړه لري چې له دې تړونه څومره ګټه پورته کوو. دا سیمه چې د نړۍ تر بلي هرې سیمې په لوی ښکیلاک او ناامنۍ کې راګیر ده، سولي او ټیکاو ته اړتیا لري، باید د سیمې هیوادونه، نړیواله ټولنه او امریکا ورته پوره پاملرنه وکړي، که نه لسیزي څه، چې پيړۍ به یې نور هم عام وګړي په اور کې وسوځي.

پایله دا چې افغان لیکوال، سیاستوال، ژورنالیستانو او په ټوله کې د مدني تولنې فعالان باید خپلو ملي ګټو ته ژمن اوسي، هغوی چې ولس ورنه تر بل هر چا لویه تمه لري، باید د پردیو ګوډاکیتوب قبول نه کړي، چې نه د دین او نه هم د دینا ګټه پکې نغښتې ده.

4 thoughts on “ګوډاګی ژورنالیست/ آغامحمد قریشي”
  1. په زړه پوري لیکنه ده. ددي په هیله یم چي مطبوعات نور ګوډاګیان هم راڅرګند کړي چي نور له دي کاره عبرت واخلي

  2. قریشي صیب ډیره مننه چې د هیواد د ګوډاګیانو په هکله دې ټولو ته خبرتیا ورکړه لعنت پرخاینانو او دګاونډیو هیوادونو په ګوډاګیانو

    په درناوي

  3. موږنه پوهیږو چی اخیربه څکیږی ښه طالبه تاچی پرماباندی عمرونه کول دغه دچاوه ښه طالبه تاچی ماته مشوری راکولی دادچاوی ښه طالبه تاچی پماباندی مرګونه کول دا مشوری دچاوی ښه طالبه تاچی پمامکتبونه سوځول دامشوری دچاوی اخیرترکومه بداکارکومه
    موږنووخبر چی زموږرهبری دی یودامریکایی اسله مژده جاسوس کوی والله که حقیقت راباندی وایی دخپل ځان څخه می هم زړه تورشو ځکه زموږ دادومری مشران اوپوها ن اوجهادی رهبران ټول چرته دی ایادادمشوری خلګ ندی چی ددوی سره مشوری سوی وای ایادا مژده وتاسوته زموږترمشرانو زیات قدرمنداوپودی اوکه تاسوپدی باندی تیروتی یاست چی مژده زموږاوامریکایانو سره جوړجاړی راکوی دومری دالله څخه وهیره نری چی امریکایان زموږعقید ویی دښمنان دی ستاسوڅنګ پرامریکایا نو باندی تکه ده اوکه تاسو
    وایاست چی زموږحکومت هم امریکایانو راختم کړی هغه بی راجوړوی داهم غلطه ده ځکه ستاسوحکومت الله درړنګ کی چی دالله نوای خوښه والله که دچاه پوزه هم وینی سوی وای پردی خبره موعقیده شته کنه
    ښه وړنو زچی دامریکایی خبره منم ولی دخپل افغان ملی اسلامی فوج خبره نه منم .. بل یوخبره ده وایی دشپی هرڅوک وهیریږی څوک حال وایی څوک یی نوایی وس هم څوک دامریکایانو سره په ښکاره ملکرس دی اوڅوک په پټه بانو موږولی دکرزی سره جنګیږو خوټولوته دیوځایی څخه ډوډی راروانه ده
    په اخیرکی محترم مولوی صاحب اغاجان معتصم صاحب موږډیراحترام لروالله دی دصلحی په لاره کی ډیرتوفیق ورکړی چی ټول افغانان وړونه دوروری لاس سره ورکړی اوپریو ټغرسره راټول شی چی په افغانستان کی یوښه اسلامی اومحکم حکومت جوړی
    کړی چی دټولوافغانانو په خوښه وی

ځواب ورکول نور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *