تاند- ګوګل کمپنۍ اعلان وکړ چې د نړۍ یو شمېر خلکو ته د وړیا انترنیټ د رسولو لپاره یې بالونونه الوزولو ته تیار دي.

ګوګل وايي چې په لومړي پړاو کې به د انترنیټي خدماتو بالونونه د مځکې د اتومسفیر په هغه برخه کې ځای پر ځای کړي چې ورلاندې د اندونیزیا هیواد دی. دا بالونونه به د دې سیمې خلکو ته له انترنیټ سره د وړیا ارتباط امکان برابر کاندي.

د اندونیزیا په ۱۷ ټاپوګانو کې نژدې دوه نیم سوه ملیونه انسانان اوسي او اټکل کېږي چې یوازې ۴۲ ملیونه تنه یې له انترنیټه کار اخیستلی شي.

د ګوګل له پروژې سره سم، بالونونه به ۱۸ زره متره لوړ د اندونیزیا دپاسه ځای پر ځای شي او د لوړ سرعت انترنیټ به لاندې مځکې ته ولېږي.

ګوګل د دې بالونونو د ځای پر ځای کولو مصرف له سوداګري اعلانونو څخه باسي.

د ګوګل د دې پلان اصلي هدف دا دی چې شاوخوا سل ملیونه انسانان، چې حاضردمه له انترنیټي خدماتو بې برخې دي، انترنیټ ترلاسه کړي.

ګوګل دا پروژه تر دې وړاندې په نیوزیلنډ، استرالیا او د امریکا د کلیفورنیا او برازیل په لېري سیمو کې ازمویلې وه.

One thought on “ګوګل د وړیا انترنیټ لپاره بالونونه الوزوي”

ځواب ورکول shams ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *