ګلبدین نایب توپ نیسي

اول ټولو لوستونکو ته د هانګ په وړاندې د افغان لوبډلې د بریا مبارکي وایم. او بیا……

په دې باندې ټول پوهیږي چې لوبه ده ګټل او بایلل دواړه په کې وي خو بایلل داسې نه وي لکه مونږ چې د نړیوال جام په لومړئ سیالۍ کې بنګله دیش ته لوبه وبایلله. له دې وړاندې په اسیایي جام کې هم زمونږ سیالۍ د پاکستان، هند او سریلنکا په وړاندې د بیټنګ په برخه کې ډیر کمزورې وې او صرف بالنګ مو ښه وو. په هر حال اوس هم مونږ د زده کړې په حال کې یو زه خپل نظر په لاندې ډول شریکوم هیله ده چې له مفیدو ټکو څخه یې کرکټ بورډ ګټه واخلي.

1. د نوي او پیاوړی کوچ اړتیا: کبیر خان ډیر ښه سړی دی، او زمونږ لوبډلې ترې ډیر څه زده کړي خو د نوموړي چې څه زده ول هغه ترې زمونږ لوبغاړو یاد کړي. که پروني ګټلي میچ ته هم زیر شو نو وبه ګورو چې د کوچ د نیمګړتیا له وجهې زمونږ لوبډله ډیرې خامئ لري. نو  تش په نوم د کوچ لرل مو هسې په اوږو بار دی ښه یې خوشحاله کړئ، مننه ترې وکړئ او نور یې رخصت کړئ او یو بل پیاوړی کوچ راولې چې لږ تر لږه ۵۰ نړیواله لوبې یې کړي وي.

2. یواځې د ځان لپاره لوبه کول: زمونږ ځینې لوبغاړي یواځې د ځان لپاره لوبه کوي د بیلګې په ډول به درته زه د شهزاد محمدي نوم واخلم. هغه د بنګله دیش خلاف په اول بال شپږیزه وهل غوښتل تر څو خلک ووایي چې د نړیوال جام په لومړي بال یې شپږیزه ووهله. کرکټ بورډ باید ددې کارونو مخه ونیسې او لوبغاړي وپوهوي چې داسې غلط کارونه په لوبډله څومره منفي اغیزه لري.

3. کپتاني: که څه هم کپتاني تر یوه حده ښه وي خو بیا هم ډیرې ستونزې لري د بیلګې په ډول د هانګ کانګ خلاف لوبه کې دوهم اوور ګلبدین نایب ته ورکول. مونږ ولیدل چې ددې نه وړاندې په دوه وارم اپ لوبو کې ورته بیخي بالنګ ورنکړل شو او پرون بیا دوهم اوور ورکړل شو. زه منم چې ګلبدین ښه آل راونډر دی او شاید په منځنی اورونو کې ښه بالنګ هم وکړي مګر هغه ته دوهم اوور ورکول ما ته سم کار نه بریخی. بله دا چې په اسیایی جام کې څو ځله محمد نبي خپل اورونه کول او تری به یې ډیرې منډې کولې په داسې حال کې چې په هغه میچونو کې به نور بالرانو تر هغه ښه بالنګ کړی وو.

4.د لوبډلې ټاکنه: اکثره وختونه زمونږ د لوبډلې ټاکنه سمه نه وي زه نه پوهیږم چې دا زمونږ د کرکټ بورډ د چارواکو د ناپوهئ څخه وي او که واسطه او واسطه بازي به پکې وي. زه به دوه مثالونه وړاندې کړم اول یې د 19 کلنو په نړیوال جام کې د فرید په درې لومړیو لوبو کې نه شاملول حال دا چې هغه مخکې ټوله پاکستانئ لوبډله په 56 منډو سوځولې وه او 7 لوبغاړي یې په واځې ځان اوټ کړي ول. دوهم یې په شل اوریز نړیوال جام کې چې نورعلی ځدران یې نه دی اخستی. خاصتا د بنګله دیش خلاف په لوبه کې. زما دلته د کرکټ بورډ نه یوه پوښتنه ده چې کریم صادق   او افتاب عالم دوي ولې په لوبډله کې شامل کړي؟ دوې خو هیڅ کله هم ښه لوبه نه ده کړې نو بیا ولې دوې د افغانانو د احساساتو سره لوبې کوي او خپل خپلوان یا د چارواکو خپلوان لوبډلې ته راولي؟

5. د بالرانو په بیټنګ توجه: زمونږ ځینې بالران بالران بیخي بیټنګ نشي کولای د مثال په ډول شاه پورځدران، دولت ځدران او حمزه هوتک باندې د بیټنګ په برخه کې لږ توجه وشي ځکه کله کله ضرورت پیدا کیږي چې دوې هم د یو څو منډو د جوړولو صلاحیب ولري.

6. د اوټ او فام بیټسمنانو لوبول: کله کله زمونږ ځینې لوبغاړي اوټ اف فام وي نو کرکټ بورډ یې تل په لوبډله کې لوبوي او هغه په یوه لوبه کې هم ښې منډې نشي کولای نو دوی ته پکار دي چې هغه کسانو ته وخت ورکړي او څومره وخت یې له لوبډلې لیرې کړي تر څو خپل فام کې راشي او بیا یې لوبډلې ته راولي.

7. فیلډنګ: زمونږ لوبډله د فیلډنګ په برخه کې خورا کمزورې ده همیشه دوی نه کیچونه غورزیږي خصوصا شهزاد محمدی چې ویکټ کیپر هم دی مګر دوې منظم ورزشونه نه کوي وزنونه یې ډیریږي او ژر ستړي کیږي. شاه پور خپل لومړني اوورونه ښه کوي مګر وروسته چې ستړی شي بیا په آخرو اورونو کې ډیرې منډې ورکوي.

دا صرف یو څو نقطې وې چې زما ذهن ته راغلې کیدای شي نورې هم ډیرې خبرې وي. الله دې وکړي چې کرکټ بورډ ټولو ټکو ته پاملرنه وکړي او یوه ورځ داسې راشي چې افغانان نړیوال جام وګټي.

ستاسو کشر

انجنیر نورآغا همدرد

تویوهاشي، جاپان

0 thoughts on “ګټل او بایلل په لوبه کې وي خو…/ انجنیر نورآغا همدرد”
  1. ډېره په زړه پورې لیکنه دې کړې ده، زه درسره موافق یم. زمونږ زیاتره لوبغاړي د منډې تمرین نه لري . ټول چاغ شوي دي لکه اضغر ستانکزی چې مخکې یې ښه شاټ وهلو اوس شاټ نه شي وهلی، مسینګ ډیر کوه او بله دا چې با ل ته سترګې پټوي. شهزاد کم عقل هم دی او ځان ښودونکی هم دی، شهزاد د هېواد لپاره لوبه نه کوي بلکه د خپل ځان د پاره لوبه کوي. شاپور چاغ شوی دی او ده ته پکار دي چې وزن کم کړی او منډه ووهي ترڅو بالنګ یې ښه شي. کریم صادق او افتاب عالم دې له ټیمه وویستل شي دوي دې د تاج ملوک عالم سره تبلیغ ته لاړ شي. ګلبدین نایب باډي بېلډر دی او هېڅ باډيلډر نشي کولی چې ښه بالینګ وکړي ځکه چې د اوږې عضلې یې غټیږي چې دې سره یې د بالینګ سفیډ یې هم کمیږي او وایټونه ډېر ورکوي او سم بالینګ نشي کولی. نه ده ته پکار ده چې په خپل بېټیګ توجه وکړي.

  2. ۸- د کریکټ بودجه دې په بېځایه سفرونو نه مصرفیږي، بلکې د روزونکو او همدارنګه د لوبغاړو په روزنه ، هغوی ته د ښو سهولتونو په برابرولواو د کریکټ د پراختیا او پرمختګ په لاره کې په کار واچول شي. د کریکټ بورد چارواکي دی په خارج کې د بیځایه وخت ضایع کولو پر ځای په هېواد کې د ننه خپلو درنو مسولیتونو ته متوجه شي. ۹ـ د بېټېنګ او یا هم د بالېنګ په برخه کې چې هرڅوک ښه وځلیږي باید له پامه ونه غورځول شي. د دې تر څنګ لوبغاړو ته په انګلیسي ژبه پوهیدل او خبرې کول هم مهم دي.
    د نویو استعدادونو او بریالیتوبونو په هیله

  3. ډیره سمه لیکنه ده. دا حقایق باید د کرکټ بورد چارواکی درک کړی او ورته اړین کارونه وشی

  4. اوس هغه وخت رارسیدلی چی شهزاد له ټیمه وویستل شی، ځکه دا هغه څوک دی چی په افغان لوبډله کی ماتی راګډوی. که اوپننګ سم ونه شی نو ټول ټیم تر فشار لاندی رازی. مونږ د جاوید احمدي په نامه پیاوړی اوپننګ بیټسمین لرو او د افسر ځاځي په نامه پیاوړی ویکټ کیپر. زما په شخصی اند چی دا ټیم د چا شخصی میراث ندی، هغه زاړه لوبغاړی چی لوبه نشی کولای باید له ټیمه وویستل شی لکه :- شهزاد، کریم صادق، نوروز منګل، نجیب ځدراڼ او ځینی نور

ځواب ورکول د . ا . عثمان . ر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *