اسحق ګیلاندي

تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹مه: د ثبات او همپالنې ډلې یو غړی اسحاق ګیلاني وايي، عبدالله عبدالله ولسمشرغني ته ټینګار کړی دی ته ولسمشر پاتې شه او ما په اجرائیه ریاست پرېږده.

نوموړی وايي، که ارګ له عبدالله سره هوکړه ونه کړي، عبدالله اړ دی چې د همه شموله حکومت د مشر په توګه د خپلې لوړې مراسم پر ځای کړي.

د ګیلاني په خبره عبدالله په اجرائیه ریاست د پاتې کېدو ټینګار کړی دی او دا یې منلې ده چې محمد اشرف غني د ولسمشر په حیث خپلې دندې ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله او ارګ تر منځ مذاکراتو نتیجه تر اوسه نه ده ورکړې او ولسمشر غني د هغه یوه غوښتنه هم نه ده منلې.

One thought on “ګیلاني: عبدالله له غني څخه د خپل اجرائیه ریاست دوام غواړي”
  1. کله به زموږ خوږمن وولس ددی انګریزی ګیلانیانو له شرّه وژغورل سی؟

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *