کلونه وړاندې چې ما په بي بي سي کې په کار پیل وکړ دا مې په ځان منلې وه چې ښې او بدې خبرې به هرومرو اورم او همداسې وشو چا ستایلم چا غندلم، په پیل کې راته سخته وه خو د وخت په تېرېدلو سره ورسره روږدې شوم.

نه په ستایلو غره کېدلم نه په رټلو مې روحیات کمزوری کېدل، که چا ستایلم مننه مې ترې کوله او که چا راته بد ویل مخ مې پسې نه اړاوه، کور دې د ځینو پښتنو ودان وي چې د میوند د ملالې لقب به یې راکاوه، د هغو نورو ورنو دې هم ودان وی چې زما پر پښتونولۍ به یې شک کاوه او زما نصب چې هغه د الله پاک له خوا ټاکل شوی او زما پکې اختیار نشته پر ما نه پېرزو کېده، زما کورنۍ یې هم په کرار پرېنښودله بدرد یې پسې ویل ، دا دبلې ژبې خلک نه و زما خپل هډ زما پښتانه وروڼه و زه ترې ګیله نکوم شاید هغوی ته به د بل په سپکاوي کې ځان دروند ښکارېده، تر ټولو په زړه پورې خو لا دا وه چې یوه ورځ راته چا په فارسي ژبه ایمیل راولېږه، لیکلي و چې پښتانه دې پښتنه نه ګڼي او ته پرې سر ورکوې . خیر تیر په تیر هیر په هیر . نن مې ولې زړه راډک شو او دا خبرې ولې لیکم؟

لامل یې فیسبوک دی. څو کاله وړاندې راته چا وویل فیسبوک لرې ما وویل نه نو هغه حیران شو ویل یې نو دا څوک ده چې ستا په نوم یې فیسبوک جوړ کړی، ما ویل نه پوهېږم خو پروا مې پرې ونکړه، اوس له پینځو زیاتې فیسبوک پاڼې او ای ډی زما په نوم شته خو یوه هم ما نده جوړه کړې خدايي خدمتګارانو زما په نامه جوړې کړي. زه یو فیسبوک لرم چې ډېر کم دوستان مې پرې خبر دي هغه هم زما د بشپړنوم لاندې نه دی جوړ ځکه نوم خو نورو غلا کړی، سر به مو څه خوږوم نن زما یو فیسبوکی دوست چې ماته د کشر ورور غوندې ښکاري د یوې پښتنې او تنکۍ پیغلې په نوم جعلی جوړه شوې پاڼه لایک(خوښه) کړې وه، دغه دروغجن شخص د ځوانې شاعرې له خولې یو د دروغو ډک پیغام لیکلی وو، بیانو ځینو پښتنو ورلاندې د پښتو په درنه ژبه سپکې سپورې لیکلې وې، که ریښتیا ووایم وشرمیدلم، چې ارمان د داسې سپکو خلکو پښتو ژبه نه وی زده.

هغې معصومې پښتنې نجلۍ ګناه څه ده ؟ په پښتو ژبه د خپل هېواد لپاره د شعر ویل؟ له هغه دروند پښتنی پلو نه یې هم ونه شرمېدل له هغه احساس نه یې وجدان ونه لړزېده چې د هغې په شعر کې و. نن مې د خپلو پښتنو خویندو لپاره زړه ودردید چې کله قلم په لاس کې واخلي د ځینی پښتنو نارینه و له خوا په بیلابیل ډول توهینېږی، رټل کېږی او ځورول کېږی خو خپله بیا له پاکستان او نورو ملکونونه راغلو ډمانو ته لستوڼی باسي او ګډیږی. که مونږ خپل احساس په شعر کې بیان کړ بد دی ګناه لری شرم دی خو که نارینه د ستژ پر سر ګډیږي څوک پرې بد نه وايي. زه نه پوهیږم چې ولی ځینی خلک د نورو او خصوصٱ د ښځو په نوم ځانته په فیسبوک یا نورو انترنیت سایټو کې ای ډی جوړوی ښایې خپله به هیڅ د پیژندګلوۍ وړ شخصیت نلری. یوازې همدومره وایم خدای دې داسې فقیرانو ته کم ترکمه د دې جرات ورکړي چې په خپل نوم ونه شرمېږي او ځان د نورو د نومونو شاته پټ نکړي.

ټولو ته په درناوی ملالۍ(شینوارې)

14 thoughts on “ګیله/ ملالۍ شینوارې”
  1. درنی او خوږی خور سلامونه
    دومره مه خپه کیږه چې دا نا اهله همدغه غواړی جې موږ
    خپه او خوار وزار ووینی. دا قوم ته ښیری شوی جې خپل به سپکوی او نور به ستایی
    هغه ملاله جې د افغان تاریخ اتله ده د هغی قبر به خوار پروت او د پردی په صفتونو به
    مړیږی نه خپلي درنی درنی هستی به په کاڼو ولی او دنورو دا به راولی دلته به محفلونه
    ورته جوړوی. کنفرانسونو ته به یی را غواړی او خاصی غونډی به ورته نیسی
    دا خو مو هغه تعلیم یافته قشر شو د هغه قشر نه خو ګیله نشته چې ښځه په انسانانو کې نه شمیری
    الله دی داسی کسانو ته هدایت ورکړی
    امین

  2. درنی خوری، بلکل درسره موافق یم. داسی ډیر بی لاره او بی تربیه شته دی چی د بل چا په نوم فیسبوک پاڼه او یا هم ای ډی جوړوی. په تبصرو کی خپلو خویندو او ناموس پسی بد رد وایی او ښکنځی یی. افغانان او په ځانګړي ډول زمونږ باتور پښتانه شاه زلمیان د دلیل او حقیقت په ځای په ټاپو کی ډیره میړني دي خو یو شی به تاسی ته ووایم تر څو چی زه او ته او همدارنګه نور ځوانان په نیکه او غوره او د حقیقت په لار روان یاستو نو بیا باید د دی نورو په خبرو باندی ری هم ونه وهو. کور ودان. بریالۍ اوسی. .

  3. ډیرې قدرمنې ملالی شینوارې

    هغه خلک چې په خپلو خویندو، میندو لوڼو پسې بدرد وايي هغوي پښتانه نشي کیدالی له داسې خلکو ګیله هم نده پکار
    ما د ټولو پښتنو لوستو خځینوو څخه هیله ده چې خپل همت د یو څو رزیلانو له لاسه ورنکړي

    د افغانستان په تاریخ کې پښتنو خځو هماغسې ویاړ رابښلی لکه سړیو

    له دې مدرسیو تالیبان خو بیا له سره په پښتو نه پوهیږي چې پښتو څه ده له دې تالیب څخه چې پوښتنه وکړې ابو ابو څوک دی ښه ورته مالوم دی خو که ورڅخه د میرویس نیکه پوښتنه وکړې له سره یې پیژني نه داسې ځوانانو څخه زمونږ نالوستې پښتنې پیغلې سله ځه ښې دي
    زه خووایم
    له شازلمیانو پوره نشوه… ګرانه وتنه جنیکی به دې ساتینه
    په احترام

  4. Ta de afghan khazo ta yawa namona ye che sta pa qadm rawane she .mong pa ta wyaro malalai shinwari rekhtene pokhtane aw ba shahamate .nen che za ta pa kheze pa jasem ke wenama za ham eftekhar kawoma che kheza yema .

  5. ګیله دی په ځای ده
    خدای مهربانه ده دومره چی پښتانه پوه شول چی خپلی خویندی یی مکتبونو ته ولیږلی نور به هم ښه شی او څومره چی ستاسی غوندی پوهه او درندو پوښتنو شمیر په جامعه کی زیاتیږی هومره به دا خلک ستاسی عزت کول او ستاسی شخصیت ته په درنده سترګه کتل هم زده کړی.
    نا امیده کیږو به نه خدای به ورته هدایت وکړی

  6. درنې اوآغلې ملالۍ!
    ستا گيله په ځاى ده ته مه خواشينې کېږه.
    تر هغه ځايه چې زهپوهېږم پښتو او پښتانه ځانته مانا او مفهوم لري . نه دا چې په پښتو ژبه خبرې کوي هغه پښتون شو . مونږ در سره يو.

  7. که می دا خدمت پښتو لره پکار شی
    پښتانه پری هم له خوبه رابیدارشی
    نوهله به می محنت ونیسی ځای څه
    څه ناڅه به می زړګی هم په قرار شی
    « رښتین»

    پښتانه تل د ميرمنو درنښت كوي.
    شنبه 1390/12/20 ساعت 1:18

    »»

    د ښاغلي زرغون شاه شينواري په نوښت د آريانا نړيوال تلويزيون د څېرو او خاطرو د پروگرام له لارې ډاكټر نورزي، امام الدين ساپي، ډاكټر ثرياخادم او سيد سليمان شاه اشنا ميلمانه كړي وو او د پښتنو په دود، دستوراو كولتور يې رڼا واچوله.
    كله چې د ټايمز ورځپاڼې د يوې ميرمنې داسې انځور خپور كړ، چې پزه او غوږ ترې پرې شوي وو. كله يې چې اصلي حقيقت څرگند شو نو په لويديځ كې ځينو تلويزيونونو دغه پېښه پښتنو پورې وتړله، چې د آريانا تلويزيون د پښتنو څخه د دغه تور د ليرې كېدو په اړه د يو پروگرام زمينه برابره كړې وه.
    ډېر دروند پښتون زرغون شاه شينواري صاحب سلام د الله په عزت كې اوسي او هم ستا قدرمنو ميلمنو او د پروگرام ليدونكو ته سلامونه ډالۍ كوم.
    دروند پښتون شينواري صاحب ! غواړم چې لاندې څو ټكي چې اړين دي له تاسو سره راوسپړم او رڼايي ته يې راوباسم.
    ١_ پښتو : د پښتو بابا ارواښاد وزير صاحب محمد گل خان پخپله لنډه كۍ پښتو كې يې پرې پوره رڼا اچولې ده. پښتانه، د پښتو اطلاق يوازې په هاغه څرگنده ژبې، چې پرې گړيږي نه كوي، بلكې د پښتنو د وړاندې د پښتو معنا او مفهوم د ژبې دود او دستور په درستو ولسي خصايلو، خصايصو او مزاياو شامل دي، چې دې وروستنۍ ته يې پښتونواله وايو. پښتو يعنې صله رحمي، مهرباني، مروت، عفت، ښېگړه، زينت او ښكلا ده. پښتو دين، وطن او ولس ته خدمت دي. د پښتنو نارينه و پگړۍ او د ښځو ټيكري او پوړني د پښتنو د ښځو ستر دي.
    په پښتو كې ناروا، ظلم، سپكه، لويي او پوچه نشته او حتي چې د سرزورو او بې زوره سره زور پښتو نه ده، نو د دغه ټولو صفاتو خاوند ته پښتون وايي او پښتونواله يې اصول دي مگر په ډېر افسوس سره بايد ووايو، چې په دې برخه كې د ډېرو عزيزانو پاملرنه جدي نه ده. الله تعالي دې په مونږ ورحميږي.
    پښتونوالي : په دې برخه كې پياوړي او د قدر وړ ليكوال حداد صاحب د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي يوه رساله ليكلې او ډېر څه يې روښانه كړي دي.
    پښتونولي بې دولته دولت دي كله چې احمد شاه بابا په كال ١٧٤٧ع كې د افغان ولس په مشرتابه وټاكل شو د هغه ټول كړه وړه په پښتونواله ولاړ و نوسربېره په هغو ټولو فرامينو يو هم د انسان د اندام پرې كول يې منع كړل ځكه چې دا د انسان ښكلا او زينت ته نقصان رسوي.
    نو د انسان بدرنگول پښتونواله نه ده او كله كله داسې پېښې، چې د كلتور د اصولو سره هيڅ تړاو نه لري پېښېږي لكه په اتريش كې په كال ٢٠٠٩ع كې د لور سره ١٨ كاله تېرول او د هغې څخه د اووه ماشومانو زيږونه چې دا هم د غربي كلتور برخه نه ده.
    دريم : ښځه يا ميرمن : په پښتنو كې ميرمن يعنې د كور خاونده، اختيارداره او په مجموع كې د ننگ او غيرت شملې ته ويل كيږي.
    په پښتنو كې د ښځې مقام دومره لوړ دي چې نارينه كله د ضرورت په وخت كې خپل سر پرې وركوي او خپل خوږ عمر او ژوند پرې قربانوي او يا د ښځې په ټيكري كې دوكانونه، ځمكې، باغونه او كورونه وركوي او يا يې په پلو كې د بدل مړي بخښل كيږي. بنديان د بنده خلاصيږي.
    د بېلگې په توگه كله چې نادر افشار په كال ١٧٣٠ ع كې د هوتكو حكومت ته په ايران كې خاتمه وركړه نو بي بي زينبې د اعليحضرت شاه محمود هوتك عزتمنده خور نادر افشار ته ورغله او پلو يې ورته ونيوه. كله چې نادر افشار د پلو په مانا پوه شو نو بي بي زينبې ته يې د هغې د كورنۍ ټول بنديان خوشي كړل اويا په هغې خپل منځي اوقومي شخړو كې كله چې ښځه د جنگ ډگر ته وځي نو جگړه ودريږي د صلحې د فرښتو په نامه يې يادوي. يا د ملالۍ بي بي په يوه ناره خواره وار غازيان بېرته سره راټول شول او بايللې جگړه يې وگټله او فرنگي عسكر يې تار ومار كړل. برعكس په غربي نړۍ كې چې د ښځو د حقوقو ټيكداري كوي او ښځه دلته د لوبو د وسيلې په توگه استعماليږي حتي د تجارت وسيله ده. د مال او متاع په توگه د ماركيټ د پيدا كولو په خاطر يې په ښكلو ښيښي كوټو كې بې عفته ودرولې وي او يا د سيكولر د نظريې ځينې علماو د ځمكو، مال و دولت سره جوخت اجتماعي ملكيت گڼي. البته بيا وروسته د ځينو ملحوظاتو په خاطر د ځمكو او مال څخه جدا شوه. د دې لپاره چې د ښځې اجتماعي ملكيت اجتماعي فسادونه زيږوي او طبي ناروغۍ ترې پيدا كيږي. په هر صورت يو بل څه چې د يادولو وړ يې بولم هغه د گران هېواد افغانستان اوسني اشغال دي. دا چې د ټولو نړيوالو نورمونو سره په ټكر كې دي ځكه نړيوالې ټولنې پرېكړه نه و كړي چې امريكايي فرغونيان دي په نړۍ كې نظامونه بدل كړي. فيصله دا وه چې امريكا كولاي شي چې د سپتمبر د يوولسمې پېښې عاملين ونيسي او محكمې ته يې راكاږي. مگر د افغانستان د نظام ړنگول د سپتمبر د يوولسمې څخه مخكې د جرمني په غونډه كې شوې وه. دا ځكه چې دوي غوښتل د پخواني شوروي اتحاد څخه د آزاد شويو ملكونو طبعي زيرمې تر خپلې سلطې لاندې راولي او بيا يې د تېلو او گازو نلكې د افغانستان له لارې د دنيا ماركيټونو ته ورسوي چې په دې لاره كې يوازې پښتون باتور قوم د دوي د سترگو اغزي گرځيداي شي نو اړينه وه چې اسلامي امارت ړنگ كړي او د خپلې خوښې گوډاگي حكومت رامنځته كړي او د دې سره جوخت يې د پښتنو نسل وژنه پېل كړي څو دا باتور قوم له منځه يوسي او په اقتصادي، معنوي، اجتماعي لحاظ نابود او په نړۍ كې يې په مختلفو دسيسو او اقسامو بدنام كړي مگر دوي ته په ياد نه دي چې د دې غيرتمنې خاورې اصلي بچيانو د سكندر څخه نيولي تر پخواني شوروي اتحاد پورې د ماتې په ډېر بد برخليك اخته نه كړل او امپراطوري يې ړنگې نه شوې ولې نه د سكندر په مقابل كې مقابله كوونكيو ته يې غازيان ويل او د انگريزانو په جگړو كې ملي آزادۍ غوښتونكي، د پخواني شوروي اتحاد په مقابل كې يې مجاهدين او د اوسني غاصب او خونخوارې امريكې او ناټو مقابله كوونكو ته طالبان وايي مگر په مجموع كې سره يوه معنا لري. په هر تقدير اوسني يرغلگر هم د پخوانيو يرغلگرو په لاره سيخ شوي او هغه ورځ ليرې نه ده، چې د نيكونو ياد راتازه كړي. په پاي كې زه خپلې خبرې د حمزه بابا په شعر راټولوم.
    پښتو تورسرو ته درانه كاته دي
    د پېغلو نجونو د عصمت نوم دي
    خو د فرنگ د ملا هم واوره
    وايي پښتو د جهالت نوم دي
    خو په ځواب كې درته وايي حمزه
    پښتو خو گرانه! د جنت نوم دي
    ليكوال: امام الدين ساپئ .
    http://www.afghanbalana.com/News.aspx?Parameter=1839

  8. ګرانې خورې
    ته مه ګېله منه کېږه هغه دې نه دي اورېدلي چې دریاب د سپي په خوله نه مرداریږي ستا پښتونولۍ احساس او وطنپرستي ټولو ته مالومه ده موږ درباندې ویاړو
    الله ج دې مه خفه کوه

  9. شینوارې خوری نیکی هیلی او سلامونه می ومنه
    په لیکوالۍ نه پوهیږم چه عبارت جوړ کړم یا یی املا او انشا او نورو ته پام وکړم، د زړه خبره درته کوم
    ما په پښتو کی ځینی نومونه اوریدلی وو خو په معنی یی نه پو هیدم
    په ۲۰۰۰ میلادی کال کی می په سوات کی دنده لرله په هاغه ځای کی ددوه لغاتونو په معنی پو شوم چه یو یی ( دوتر) او بل یی ( پښتون) وه
    راځم خپلی خبری ته ، په سوات کی ټول خلک پښتو وایی خو هغوی ټولو ته پښتانه نه وایی یواځی هاغه خلک پښتانه بولی چه اصل نسب او هر څه یی معلوم او د کورنۍ خاوند وی او دی نورو ته بیا فقیران وایی ، نوستا تر لیکنی پور ی د سوات خبر راپه یاد شوه ، نو خوری ګیله دی هم په ځای ده او هم بیځایه، په ځای په دی ده چه لیکنه او چټیات ویل په پښتو ژبه لیکي خو بی ځایه په دی ده چه فقط پښتو وایی خو پښتانه نه دی نوچه څوک پښتانه نه وی ګیله تری په کارنه ده ، خو کاش داژبه داسی شی وای چه چا په بله ژبه چټی خبری نشوای کولای او لاس اوژبه یی بندیدای
    په درنښت
    الله نواز خیرخواه

  10. ګرانې خورې
    ته مه ګېله منه کېږه هغه دې نه دي اورېدلي چې دریاب د سپي په خوله نه مرداریږي ستا پښتونولۍ احساس او وطنپرستي ټولو ته مالومه ده موږ درباندې ویاړو

ځواب ورکول Jafar Asar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *