تاند- ګارډین ورځپاڼې د امریکا د پخواني دفاع وزیر رابرټ ګېټس په قول ویلي چې د امریکا حکومت په ۲۰۰۹ میلادي کال هڅه وکړه چې په انتخاباتو کې حامد کرزی ناکامه کړي خو په خپله هڅه کې بریالی نه شو.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پخوا لا ویلي و چې امریکا په انتخاباتو کې د ده د ناکامولو دسیسه جوړه کړې وه.

د رابرت ګېټس په کتاب کې، چې ژر به خپور شي، د افغانستان د جګړې تر څنګ د افغان ولسمشر د لېرې کولو لپاره د امریکا د حکومت د هلوځلو په باب معلومات شامل دي.

د فارن پالیسي مجلې د راپور له مخې ګېټس ویلي چې جګپوړي دیپلومات ریچارد هولبروک په دې هیله د کرزي د سیالانو ملاتړ وکړ چې کرزی به انتخابات وبایلي.

امریکا ډېره هڅه کړې وه چې د کرزي پر ځای عبد الله عبدالله واک ته ورسېږي ځکه چې اوباما له لومړي سره کرزی نه خوښېده.

ګېټس دا کار غندلی او هغه یې ناوړه بللی دی.

One thought on “ګېټس افشا کړه چې اوباما په تېرو انتخاباتو کې د کرزي د ناکامولو هڅه کړې وه”
  1. یوعجیبه حقیقی خبر

    په یولس کاندیدانو کی یوه کاندید ته یو افغان په اینګلیسی ژبه دامریکا څخه تلیفون کړیدی اوورته ویلی یی دی چه زه داوباما سکر تر یم، اواوباما غواړی چه په اینده انتخاباتو کی تاسی ولسمشر کړی اوهم یی ورته ویلی چه زما دغه خبری دځان سره خصوصی وساته، اوبل یی ورته ویلی چه زه به ډیر پټ یو نفردرولیږم اوهغه به تاته نوری خبری وکړی خو داوس لپاره تاسی دیوی راډیو او یا یوی معتبری ورځپانی سره خبری وکړی چه امنیتی تړون دافغانستان په ګټه دی او با ید زر تر ژره لاسلیک شی

    اوس دغه کاند پدی پوهیدلی دی چه داخوکوم افغان دریشخند او ټوقو نه تلیفون کړی وه مګر متآسفانه چه اوس دغه کاندید په خپل افغان سکرتر په قهر دی

ځواب ورکول جمال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *