اکسفورډ، ۱۲۱۲۰۱۴

دا څه ښه يوه برابري وه چې تاند ووبپاڼې د بل تکړه ليکوال دوست نجيب منلي په غبرگون کې ما هم   له تاسره هممهاله د نووم چومسکي پسرغښتواله ورمخته کړه!

داماته بې توپيره ده چې ستا دغه ليکنه له کومې ژبپوهنيزې، ساپوهنيزې (ارواپوهنيزې) او يا کومې بلې سرچينې اوبه څښلي، خو ماته يې داپلمه پر لاس راکړه چې لا اوبه تر ورخه تېرې نه دي او ژبپو هنه راټينگه کړې، که څه هم په اوسني پښتو (پې اېچ.ډي) پروگرام کې د تاريخي ژبپوهنې له استاد دوکتور خليل الله اورمړ پرته بل رښتينی ژبپوه استاد نه لرئ. وايم گران ليکوال دوست اسدا لله غضنفر بس دی چې ځان يې راته ((غبرگ زمری)) کړی، خو ته ورته کانه و نه کړې او همداسې ((غبرگ ښکلی)) پاتې شې!

د ۶۸کلن نووم چومسکي(Noam Chomsky) هسې نوم سلاوي دی او په تېرکې اړوندې سرچينې (روسی) ښوولی دی. دی هغه امريکايي بل اندی يا ديگرانديش (dissident) فېلسوف، شمېر پوهانداو ژبپوهاند دی چې لا يو ستر انستېتيوت چلوي او د ايران، عراق، سوريې او … په دې لړکې يې پر موږ د راتپلې (شمالي اتلا نتيک + شمالي لږه کۍ) نا سپېڅلې ټلوالې په تړاو، د سياسي بلو سنو او لا سوهنو مرکې او غند نې يې سپينه ماڼي لړزوي.

د غه نابغه د پسرغښتې ژبپوهنې د سالار په توگه په يو گوتشمېر نښيرونو(اثارو) د نورو بشري پو هنو پسرغښتواله هم راوهڅوله.. په ځانگړي ډول د ساپوهنې دا چې رغښتوالې، په نورو ټکو، چلندوا لې يا رفتارگرايۍ (behaviorizm) او ورسره تړلې (criminalogy) يې پر خپل وار امريکايي پسر غښتي ژبپوهنه د ښندې تر بريده رسولې وه.

چومسکي بيا، لکه تاچې ورته نغوته کړې ، د پسرغښتې ساپوهنې پر بنسټ بېخبنايي، ذهني يادننۍ ژبه او مخبنايي، کړنيزه(عملي) يا بهرنۍ ژبه سره توپير کړه او د دال (ويي، غونډلې، متن…) له يوه يوازېني بېخبنايي او گرامري (( سوسوري)) دلالت سره يې شهود (intuition) هم را غوټه کړ چې تا د ساپوهانو په ترمينالوجۍ پليونۍ((احساس، حالت)) هم نومولی دی. هسې خو پکې استدلال، تداعي، قرينه، اندو واند ذهني کارندويۍ او د مراجعو(رېفرنتونو) په نامه ټولنيز، فرهنگي ارزښتونه ، ان کږنې انگېرنې هم رانغاړي چې په بهر نۍ نړۍ کې گړسره نومولی، مدلول يا مصداق نه لري.

پليونيو يې بيا د ماناپوهنې (semantics) په تړاو له لويه سره ((دلالت)) پر څو ډولونو ويشي، لکه: ټوليز، تت، حقيقت و مجاز، ټوليز اطلاق، څېرمه اطلاق او التزامي اطلاق او داسې نور.

هيله ده، د رغښتي لاڅه چې دوديزې ادبپوهنې، ادبي تاريخ يا يې تر ټولو اسانې څانگوړو متنپو هنې او اخځپوهنې پر ځای همدغه پسرغښتي ژبپوهنه راټينگه کړې!

په گرده علمي- فرهنگي مينه او مننه

2 thoughts on “گران او هڅاند اجمل ښکلی/ پوهانددوکتور م.ا.زيار”
  1. استاده خدای دې عمر درکړي.
    لیکنې مو لولم، خدای دې نور ژوند او د خدمت فرصت درکړي.

  2. استاده، تاسې دې راته خداى ژوندي لري.دا ستاسې پېرزوينه ده، چې ما د ژبپوهنې جوګه ګڼئ. ما ته هر ځل ستاسې هڅونې د ليکلو
    زړه راکړى. زه هڅه کوم، چې ژبپوهنه کې کار وکړم.
    خداى مو باعزته ژوند نصيب کړه
    اجمل ښکلى

ځواب ورکول Toorabaz Khan Babazai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *