تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازي یان کوبیش نن د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره وکتل.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما وايي چې یان کوبیش په دې کتنه کې، چې د افغان کاندیدانو په غوښتنه وشوه، هغوی ته د جون د څوارلسمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې په برخه کې د شوي پرمختګ په اړه معلومات ورکړل.

د یوناما په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سرمنشي ځانګړي استازي ښاغلیو غني او عبدالله ته د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د ملګروملتو د متخصصانو، چې د انتخاباتو د رایو د تفتیش پروسه څاري، د معلوماتو پر اساس د رایو د تفتیش د بهیر په باب وروستي معلومات وړاندې کړل.

په غونډه کې په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر جېمز کنینګم هم حاضر و.

تر دې مخکې نن د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې به ژر اعلان شي.

په همدې حال کې ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د اجرايي رييس د صلاحیت او واک پر سر د دواړو کاندیدانو او د دوی د کمېټو ترمنځ اختلاف لا حل شوی نه دی.

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د دوام او بدلون ټیم د اساسي قانون پر اساس د ولسمشر واک محفوظ بولي خو د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم وايي چې اساسي قانون په ډېرو نورو برخو کې نقض شوی دی، په دې برخه کې دې هم نقض شي.

د عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ټیم اجرايي ریاست ته د زیاتو صلاحیتونو غوښتونکی دی.

0 thoughts on “یان کوبیش دواړو کاندیدانو ته د رایو د تفتیش د بهیر په اړه معلومات ورکړل”
  1. دجمهوري رياست كانديد محترم داكتر عبدالله ؟
    داجه ته تر اوسه ريس جمهور شوي لا نهءي دقانون نقض كول غواري اوخبلي كتي به كي غواري كه جيري ريس جمهور شي اساسي قانون به وتري خه جه دي زره غوشتي وي هغه به وكري افسوس،صد ،افسوس به حال دداسي ملت جه نقض كونكي دقانون ءي رئيس جمهور وي
    به مدني قانون كي راغلي
    – دقانون نابو هي خبله يو جرم دي
    -بي خبري إز قانون جرم است
    عزتمندو هيواد والو بالخاصه دتداوم او هم باللي تيم ته جه دعبدالله دباره مبارزه كوي بوهيرم جه به تيم كي دير شه ،بوه او با وجدانه او وطن برسته خلك هم شته وكوري او قضاوت وكري دداسي أشخاصو به هكله جه اينده ضمامداري ديو ملت به غاره اخلي مخ كي درسيدلو دضمامداري قانون اساسي نقض كوي او ستاسي تولو دشخصيت دباره دايوه لويه ضربه نه ده نو تصميم ونيسي خبل شخصيت ته به خبله داحترام به ستركه وكوري تر خو نور خلك ستاسي احترام وكري ،دا انتخابات توكي نه دي دا يو تاريخي مسوليت دي خبل تاريخي مسوليت دحقايقو دلاري به مخ بوخي تر خو دهيواد خلك به تاسي حساب وكي

  2. سلا م دوستانو ز فکر کوم چي ټول وطنداران ددی حالت څخه ستړی شوی، زه فقط دومره وايم چي اساسی قانون ددی لپاره ندی چي هر څوک وغوأړی هغه دخپلو ګټو په خاطر نقض کړی ،بل په اوسنيو داسی حالاتو کی چي دوطن اقتصاد ی ټول مشکلات دبيرون څخه حل کيږی، دخيرات لاسونه مو هرچا ته اوږده دی ،خلک مو ديوی مړی ډوډی پسی سرګردان دی ،او جناب عبدالله پدی ښه پوهيږی نو بيا ولی دځان په خاطر ددا سی يو تشکيل پسی ځان کلک نيولی چي دوطن په ضرر دی ،نو دټاکنو فورمول خو داندی چي بايلونکی دی دځان دپاره مقامونه او چوکی فرمايش ورکړی ،نوده خو باخت ګړی، نوکله چي نوی حکومت جوړ شی بيا نو ديو اپوزيوسون په توګه کولی شی خپله مبارزه وکړی نو زما دعبالله جان څخه دا هيله ده چي قانون ته غاړه کيږدی اوبس نوردی ځان نه شرموی.

  3. د دوهم پړاو ټاکنی او د دواړو کاندیدانو تر مینځ اخلاف افغانانو او افغانستان ته په سیاسی، امنیتی، او اقتصادی برخه کښی لوی زیان رسولی دی افغانانو په ټاکنو کښی ددی لپاره برخه واخستله چی په ژوند کښی یی مثبت بدلون راشی خو د دوهم دور ټاکنو د افغانانو هیلی د خاورو سره خاوری کړی او اصلی علت یی نړیوال او دغه دوه ټیمونه دی تاریخ به د دوی اړه په راتلونکی کښی فیصله وکړی خو زه د دغه دوه نامزدان ملامت بولی او د افغانانو او افغانستان د بی ثباتی اصلی عاملین یی بولم

  4. . The people of Afghanistan have asked themselves several pertinent questions. Could we truly learn to trust this mafia again and work through the pain? Fortunately the answer this time has categorically been no to mafia. That is why they have thwarted Abdull Abdull and his team to vote instead in favor of Ashraf Ghani in a land slide victory. The majority of the people of Afghanistan voted for Ghani because they want solid and fundamental change and salvation of the statuesque of chronic insecurity, weak governance, the dominance of the culture of impunity and injustices, rampant corruption based on greed, top down, rampant corruption based on greed, top down, total dependence on foreign social, economic, political and military assistance, grinding poverty and massive unemployment, flagrant violation of human rights. That is why they have voted in favor of change and sustainability to expect in the next decade of transformation in the country.

ځواب ورکول Abidullah "Baidar" ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *