تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازي امنیت شورا ته په خپل راپور کې وویل چې د افغانستان لپاره د ملي یووالي تر حکومت ښه لار نشته.

یان کوبیش، چې د پنجشنبې په ورځ د ویدیو کنفرانس له لارې له کابل څخه د امنیت شورا غونډې ته راپور وړاندې کاوه، خبرداری ورکړ چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدان باید په یوه یا دوو ورځو کې د ملي یووالي پر حکومت جوړجاړی وکړي څو هیواد د کړکېچ له خطره وژغوري.

ملګروملتو د افغانستان د درغلۍ د تورونو د څېړلو لپاره د جون د څوارلسمې نېټې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د ټولو رایو په تفتیش کې رول ولوباوه. او ټاکل شوې ده چې د دغه تفتیش پر اساس د انتخاباتو نتیجه ژر اعلان شي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي یان کوبیش د ملګروملتو امنیت شورا ته وویل:«که د رایو د نتیجو د تصدیق تر وخته موافقه ونه شي، نوي محرکونه به رامنځته شي چې نورې بې اطمیناني ته به لمن ووهي او حتي د کړکېچ خطر هم شته. وخت لږ پاتې دی، ویلی شم چې یوه یا دوې ورځې پاتې دي.»

یان کوبیش همداراز وویل چې د ملي وحدت نوی حکومت به افغانستان ته د ملیاردونو ډالرو مرستې تضمین کړي.

ده تاکید وکاوه چې د انتخاباتو څو میاشتني جنجال په افغانستان کې د جګړو له زیاتېدو سره مرسته کړې ده.

0 thoughts on “یان کوبیش: د ملي یووالي حکومت د کړکېچ د خطر مخه نیسي”
  1. No maturity has been shown by Abdullah.He wants and he sees his interest in insurgency and crises.And on the other hand UN and USA with their allies including the neighbouring countries are not sincere to resolve the issue they left Afghanistan in a miserable condition and that it will turned out be catastrophic for the West and for afghan.

ځواب ورکول arsala safi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *