تاند، دوشنبه، د قوس ۲۵مه: د ټاکنو کمېسیون پخوانی مشر او د مشرانو جرګې اوسنی غړی یوسف نورستانی د امریکا د فډرالي محکمې لخوا له ملي بودیجې څخه د پیسو د غلا په تور محکوم شو.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي، ښاغلي نورستاني د جنوبي کلیفورنیا محکمې ته منلې چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو کې یې د خپل اقامت او سفرونو په اړه درواغ ویلي دي او په غیر قانوني ډول یې د امریکا له خزانې څخه د ټولنیزې خیرښېګڼې د بودیجې تر سل زره ډالرو زیاتې پیسې ایستلې دي.
خبرپاڼه وايي، ښاغلي نورستاني په ۲۰۱۵ کې د امریکا دولتي خزانې ته غوښتنلیک ورکړی و چې عاید او خرچه نه لري او باید چې پیسې ورکړل شي.
په امریکا کې چې څوک د دغو مرستو مستحق ګرځي باید د دغه هیواد اقامه ولري او د خپلو یو میاشتنیو سفرونو په اړه دولت ته راپور ورکړي، خو نورستاني منلې چې د دغو پیسو په ترلاسه کولو کې یې درواغ ویلي دي، خو ویلي یې دي چې دا پیسې به بیرته د امریکا حکومت ته ور وګرځوي.
نوموړي ۲۷ زره ډالر نغد او ۷۳ زره ډالر د درملنې د مصارفو په نوم ترلاسه کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بیت المال څخه غلا ۱۰ کاله زندان او ۲۵۰ زره ډالر جریمه لري.
نوموړی په افغانستان کې هم سږ کال د ثور په میاشت کې په ۱۳ میاشتې زندان او یو میلیون افغانۍ جریمه شو، خو زندان یې تېر نه کړ.
ددی خبرو او مخکنیو ټاکنو څخه داسی جوتیږی چی دلته ټاکنی او ټولی ملی پروژی د امریکا د خاصو کسانو له لوری مخ ته ځی او چی کله د امریکا خبری ونه منی نو بیرته خپلی ورکړی پیسی تری غواړی او آن تر دی چی محاکمه کوی یی
را به شو دیته چی ولی ولس دا ډول کسانو چی لوړ چوکی کی کار کوی او بیا د امریکا یا ایران یا روسیی یا پاکستان اجنټ راوځی ولی مخالفت نه کوی او ولی په وړاندی لاریون نه کوی ځکه اوس هم په زیاتره اقتصادی او ملی پروژو په راس کی داسی مشران ګمارل کیږی او شوی دی چی برتانیی او امریکا او ایران او پاکستان ته ډیر ترجیح ورکوی باید دولت د دوی په نیولو کی اقدام وکړی ځکه یو وخت همایون همایون هم ویلی چی ایران او پاکستان د افغانستان په اوبو کی حق لری مګر تر ننه پوری خلاصی تڼی ګرځی
و دې شرمېږي، د دغه سړي خو دا څېره هم د ډېر بې غېرته سړي په شان ده. دومره دوی په پېسو مین دي چې پرته له غلا په بل شي هېڅ فکر نکوي. ده ته باید داسې سزا ورکړل شي چې نورو ته عبرت شي. مړه دې وي د سرلوړي افغانستان ډول ډول دښمنان