یو سف نورستاني/ د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشر غوره شو/ د ۲۰۱۳ کال د اګست درېمه

تاند- د انتخاباتو د خپلواک کمیسون اداري پلاوی، مشر او مرستیال نن د دې کمیسون د غړیو ترمنځ په رایو وټاکل شول.

یوسف نورستاني رييس، عبدالرحمن هوتکي مرستیال او ګلالۍ اڅکزۍ منشي وټاکل شول.

ښاغلی نورستاني په امریکا کې د ښوونې او روزنې په برخه کې لوړې زده کړې تر دوکتورا پوري کړيؤ  پخوا د دفاع وزارت مرستیال، د هرات والي او د ولسمشر کرزي سلاکار پاتې شوی دی. دی د فضل احمد معنوي ځای نیسي چې تر مشرۍ لاندې یې د ۲۰۰۹ م کال د ولسمشرۍ او ورپسې د ولسي جرګې انتخابات تسره شول.

دواړه انتخابات له جنجالونو او پرېمانو درغلیو ډک ول. معنوي په انتخاباتو کې د بې پرې توب په نه رعایتولو او فساد تورن شو خو د قوي قومي او سمتي علایقو په مټ یې د ټولو اعتراضونو په وړاندې مقاومت وکړ.

د ټولټاکنو د خپلواک کمیسون نهه نوي غړي تېره اوونۍ وروسته له دې ولسمشر کرزي له هغه ۲۷ کسیز لیست څخه خوښ کړل چې د غوراوي کمیسون د څو سوو کاندیدانو له منځه غوره کړي ول.

2 thoughts on “یوسف نورستاني د انتخاباتو د خپلواک کمیسون رييس وټاکل شو”
  1. ټول هیوادوال دپرځای او عادلانه ټا کنو دترسره کیدو لپاره هیله مند دي خدای ج دې ښاغلي نورستاني صیب ته وس ورکړي چې دخلکو دغه هیله پوره کړي

ځواب ورکول ahmad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *