تاند- یوه افغان چې وايي ۱۱۰ کلن دی، په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې ده.

دی له ۸ میاشتې سفر او د ۳ زره مایله لارې له کچ کولو وروسته جرمني ته رسېدلی دی.

عبدالقدیر عزیزي له خپلې شپېته کلنې لور او د کورنۍ له ۸ نورو غړیو سره، چې په دې ستونزمن سفر کې یې له ده سره مرسته کړې ده، جرمني ته پناه وړې ده.

د انډیپندنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، کله چې د جرمني مامورینو د عزیزي له کورنۍ څخه د عزیزي د عمر په اړه وپوښتل، هغوی وویل چې نوموړی په ۱۹۰۵ م کال زېږېدلی دی.

دی کوم سند یا د زېږېدو سرټیفیکېټ نه لري چې عمر یې تایید شي او پولیس هم نه دي توانېدلي چې عمر یې تصدیق کړي.

خو په دې کې شک نشته چې عزیزي د ټولو هغو ۸ لکه پناه غوښتونکو په منځ کې چې سږ کال جرمني ته تللي دي، تر ټولو د زیات عمر خاوند دی.

One thought on “یوسلو لس کلن افغان له جرمني پناه غوښتې”
  1. دا حرامیان ټول درواغ وایې ! ټول یې خپل غمرونه ۱۷ کلن اچوي خو په حقیقت کې غتې ګیرې لري چې چپه او راسته یې پاکې په تېزه چاړه خرېیلي وي !

    !

ځواب ورکول pattang ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *