د ژېړو ویښتو او شین بخونو سترګو یوه عسکر پر مټ د خدای، وطن او دندې شعار ټومبلی.  د ټټر پر چپه خوا یې په توش قلم د افغانستان د یوه فقید جمهور رییس مشهوره وینا:(وطن یا کفن) لیکلې ده. د وطن یا کفن انتخاب له ملي پوځ سره د عسکرو د رسمي تعهداتو برخه نه ده. دې عسکر څه د پاسه درې کاله مخکې د افغانستان له تمامیت د دفاع سوګند یاد کړی.

د پروان د شیخ علي ولسوالۍ رستم اوس د پکتیکا په نکه ولسوالۍ کې د سولې لپاره جګړه کوي. د ده په ګومان په نکه ولسوالۍ کې سوله د افغانستان ټولو خلکو ته مهمه ده او دې هدف ته د رسېدو لپاره رستم د رسمي ماموریت ترڅنګ ملي ذمه واري هم لري. د رستم لپاره د نکې او شیخ علي ارامي یو ډول ارزښت لري.

رستم په هغه وطن کې د سولې لپاره جنګ کوي او د هغه وطن ملي بشپړتیا ساتي، چې په پلازمېنه کې یې محدود شمېر سیاستوالو د هویت پر سر د شخړو له امله وېرونکی حالت رامنځته کړی دی. د کابل کوڅې او لارې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د مدني بهیر د یوه نا طبیعي لاریون شاهدې دي. هغه عسکر، چې  د پروان د شیخ علي ارامي د پکتیکا د نکې ولسوالۍ له سولې سره تړلې بولي، د سیاسیون دا سناریو د خندا وړ ګڼي.

پوځ ته معمولاً سیاسي بهیرونه او حکومتونه د قربانۍ او سرښندنې انګېزې ورکوي. په نورو داوطلبو پوځونو کې هم د قربانۍ  انګېزه او د هېوادنۍ  دفاع مشترک هدفونه د مهمې ملي برنامې په توګه مطرح وي. د افغانستان پوځ د ګومارنې له ټول نا متوازن وضیعت سربېره هم، د وطن او ارزښتونو د ساتنې لېونۍ تنده لري. دا تنده د دې پوځ امتیاز او ځانګړتیا ده. هغه پوځ چې عسکر یې یې د زابل او بدخشان د ناموس ساتل یو ډول ملي دنده بولي، د سیاستوالو د ناکردو له امله ځورېږي. د پکتیکا په نکه، د بدخشان په وردوج او د کنړ په دانګام کې عسکر د یوه هویت د استقرار او د یوه وطن د سولې لپاره جنګ کوي.

د کابل هویتي لاریونونه له بحرانه په یوه وتونکي ملک کې د مدني بې نظمۍ زېږنده دي. لس کاله وړاندې د دنیا کومک او د افغانستان قوانینو د مدني فعالیتونو لپاره له سانسور څخه ازاد بستر رامنځته کړ. هغه ټولنه چې اخلاقي ظرف یې لا له داسې ازادیو د سمې استفادې جوګه نه وي، کېدلای شي دا وړ ازادۍ پکې د پرمختګ پر ځای د بحران سبب شي. په داسې ټولنو حکومتونه مسوولیت لري، چې د عمومي بې نظمۍ د مخنیوي په هدف د مدني ازادیو د تنظیم لپاره نوې تګلارې رامنځته کړي.

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې نه نا خلفه اولاد درلود او نه غېرې افغان تبعه. دا دواړه بحثونه د افغان ولس لپاره په زړه پورې نه دي. په افغانستان کې ستونزې د هویت بحران نه دي زېږولې، بلکې د سراسري عدالت نه تامین زېږولې دي. زه په دې کې هېڅ شک نه لرم، چې د افغانستان د خلکو مختلف قشرونه دې ته ضرورت لري، چې پر لویو مسلو یو سلسله منطقي بحثونه وکړي، څو ګټورو توافقاتو ته سره ورسېږي. خو اوس د دې جغرافیه یي خطې د سلامتیا ژغورل اساسي الویت دی. زه باور لرم، چې هېڅ هویت به په کوچنۍ جغرافیه کې خوندي پاتې نه شي او هېڅ هویت به په کوچنۍ جغرافیه کې ځانته نوی او با عزته تعریف پیدا نه کړي.

د هویتي لاریونو په ترڅ کې له بده بخته د ځوانانو له پاکو احساساتو ځینو اجیرو سیاسیونو ناوړه استفاده وکړه. دې سیاسیونو ملت همېشه بدې ورځې ته یوازې پرېښی دی. زه فکر کوم، چې د نړۍ په بل هېڅ هېواد کې به ځوانان له داسې یوه سرنوشت سره نه وي مخ، چې هم د جنګ د سون توکو او هم د مدني بې نظمۍ د عناصرو په توګه کارول کېږي.  د هویت ناندرۍ د هغه ملت په بده ورځ پسې د سیاستوالو جدي پوزخند دی، چې د وخوره او مه مره په تعامل ډوډۍ ورته رسېږي.

د تبعیض دا مرحلې له بحرانه وتلیو هېوادونو تېرې کړې دي. د تبعیض د له منځه وړلو او د ملي هویت د نهادینه کولو لپاره د مشترکو اقتصادي ګټو او تشبثاتو رامنځته کول معاصره حل لاره بلل کېږي. د افغانستان د طبیعي سرچینو وېش د داسې ګټو د رامنځته کولو په موخه یوه کامیاب حکومت ته ښه فرصت ورکولای شي. که د بامیان هزاره ته د پکتیکا د کټواز په نفتي حوزه کې او د  پنجشېر تاجک ته د عینک په کان کې د پانګونې زمینه برابره شي، د هویت ناندریو ته ځای نه پاتې کېږي.

افغان ولس یو مشترک لومړیتوب او یو مشترک دښمن لري. د دې لومړیتوب سره د هر فرد د ژوند څرنګوالی تړلی دی او د دې دښمن په ځپلو هر فرد سوبې ته رسېږي. مشترک لومړیتوب ثبات دی او مشترک دښمن ترهګري ده. که د افغانستان خلک د اجیرو او وارداتي سیاستوالو له نېرګونو سره سنجیده چلند ونه کړي، نه به ملي لومړیتوب ته ورسېږي او نه به پر دښمن برلاسي شي.

3 thoughts on “یولومړیتوب، یو دښمن/ تواب غورځنګ”
  1. د غورځنګ صاحب په قلم برکت خدای دې تل داسې هڅاند لره چې د ولسونو د ذهنیتونو د لا روښانتیا لپاره داسې په زړه پورې لیکنې خپرې کړې

  2. و غورحنگ ساب ته سلامونه وراندي كوم.
    يو تبصره مي په انگريزي كى ستاسو د نظر په تاييد ليكلي وو. خو داسى مالوميژي چه د ايديتر په خوش نه وو. حكه يي دلته ندي نشر كري.
    خداى دي د رشتيا ملت جورونه همت دي لا نور زيات كي. ديره په زره پوري مطلب دي ليكلي دي.

    كاميابه اوسي

ځواب ورکول احمد فرید قیومی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *