یو وخت کوچنی وم او کله کله به مې داسې فکر کاوه، چې زه خولوېیږم او بایدلوی لوی کارونه وکړم، د خپلو نیکونو او پلرونو ارمانونه به پوره کوم.
دا چې انسان لوېیږي، فکر یې هم بایدلوی شي او لوی لوی کارونه بایدوکړي.
دا چې انسان کې ورځ تر بلې تغیرات او تحولات راځي او هر څه یې نوي کېږي، دغه شان نړۍ هم باید لویه شي او د ژوند لپاره ارامتیاوې بایدزیاتې شي.
ښه مې په یاد دي، چې کله کله به زموږ د کور مشرانو او سپین ږیرو ویلې ( کل یوم البتر )، زه به بیا د دوی خبرې ته حیران شوم، چې دوی څه وایي. ایا دا هم امکان لري، چې ورځ تر بلې دي بتري وي.
خو اوس دې نتیجې ته ورسېدم، چې رښتیا هم د هغوی دغه تکیه کلام دلته صدق کوي.
هغه پخوانۍ مینه او محبت مو په اوسنیوخلکوکې نشته، پخوانی صداقت نشته، پخوانی انسانیت نشته، نه هغه مکتبونه شته او نه هغه درسونه شته. یعنې ډېرپخواني شیان موله لاسه ورکړي دي.
دلته مو د علم او پوهې کچه ټیټه شوې ده، د کمیت په لحاظ په هرې برخې کې کار شوی دی، خو کیفیت مو له لاسه ورکړی دی.
سیاسي شعور، د فکر لوړوالی، انساني کرامت او داسې نور ډېر څه موله پخوا نه خراب شوي دي.
زموږ هر څه په زړیدو دي، فکرونه مو زاړه، زړې ارزوګانې لرو او په زاړه خوب ویده یو، د یو انسان د خوب وخت معلوم وي، خوموږ په ډېر اوږد خوب ویده یو.
دمشرانو هغه تکیه کلام چې ویل یي: (کل یوم البتر) په نورې نړۍ کې برعکس دی او هلته ( کل یوم البهتر ) دی.
هلته نوي فکرونه دي او هر څه یې ورځ تر بلې نوې کېږي او هغوی نوي نوي کارونه کوي.
هغوی د خپل وخته استفاده کوي، علم او پوهه لاس ته راوړي او نوي نوي اختراعات کوي.
د هغوی لاس ته موږ احتیاجه او محتاجه یو، د هغوی له تکنالوجۍ استفاده کوو، د هغوی له برقه استفاده کوو. دلته ورځ تربلې بتري ده او هلته ورځ تر بلې بهتري ده.
ځوانانو په عام ډول جسمي کار او په خاص ډول فکري کار مو له یوم البتره یوم البهتر ته رسولای شي او کار وکړئ.
ګران او محترم استاد سید اصغر هاشمي ستاسو لیکنه د محتوا له لحاظه درسته ده اما د کل الیوم البتر خبره فکر کوم درست نه ده ، زمان یا وخت د الله ج په علم او قدرت سره منځ ته راغلی او دوام لری بنا هیڅ ورځ له بلی بدتره نه وی ، ټولی ورځی ښی دی . کوم شی چی بد یا بدتر وی هغه به د انسانانو رویه او عمل وی. له بلی خوا پورتنی عربی جمله له فارسی سره مخلوط شوی ده او بتر کلمه زما په فکر چی عربی نه بلکی فارسی ده . تر کومه ځایه چی زما په یادیږی یوه عالم او فاضل شخص ویلی وه چی دا یو حدیث شریف دی او اصلی شکل یی داسی دی چی: « کل الیوم بطرح الجدید» یعنی هره ورځ په نوی شکل سره وی. اما زه په احادیثو کی پوره معلومات نلرم هیله ده چی د پورتنی حدیث سقم او درست والی په باب کوم عالم او فاضل شخص مونږ ته پوره معلومات ولیکی. و من الله توفیق
وروره زما مطلب د ورزو نه دی.بلکی زما موضوع د تولنی ورز تر بلی بتری ده.او د معنا له مخی تولنیزی ستونزی می مطلب دی.یو وخت مو ولس گل پاچا الفت ته د ولسی جرگی لپاره رایه ورکوله او اوس یی چا ته ورکوی.مننه