تاند- د ولسمشرۍ مخکښ کاندید اشرف غني احمدزي، په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ملګروملتو له لارې د افغانستان په انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله له لوري د راپورته شوي جنجال له حل کولو سره موافقه ښکاره کړه.

وروسته له دې چې د جمعې په ورځ ولسمشر کرزي وویل چې د عبدالله عبدالله دا غوښتنه مني چې د انتخاباتو د درغلیو مسله دې د ملګروملتو یو پلاوی وڅېړي، ملګروملتو وویل چې د دې لانجې حل ته تیار دي.

خو ملګروملتو شرط ایښی چې د افغانستان د انتخاباتو د مسلې په حل کې په هغه صورت کې مرسته کوي چې د پروسې مشري د افغانانو په مشرۍ وي او ټولې خواوې موافقې وي.

عبدالله عبدالله هم نن په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګروملتو له خاص استازي یان کوبیش سره وکتل او پر دې موضوع یې خبرې ورسره وکړې.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم نن وویل چې د ملګروملتو له لوري د انتخاباتي بهیر د څارلو او په دې پروسه کې د دې موسسې د رول هرکلی کوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس محمد یوسف نورستاني نن په یوه خبرې غونډه کې وویل، د انتخاباتو د قسمي پایلو اعلان ځکه ځنډول شوی چې په دې پروسه کې لا زیات شفافیت رعایت شي.

نوموړي وویل چېدانتخاباتوپهپروسهکېدراپورتهشوېستونزېدحللپاره دا مهال د ملګروملتونو، افغان حکومت او د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبداللهترمنځ خبرې دوام لري.

د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه غړي ظاهر زهیر بیا وویل چې انتخابات سم ترسره شوي او د انتخاباتي چارو مسوولیت د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او دغه راز د انتخاباتي شکایتونو په غاړه دی.

خو ده په عین حال کې په دې مسله کې د ملګروملتو له رول سره مخالفت ونه کړ.

له بلې خوا نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د ډاکتر اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه بل ویندوی صدیق پتمن وویل:«موږ د رایو په شمېرلو کې د ملګروملتو له څېړنې او څارنې سره کومه ستونزه نه لرو. هره موسسه او ټولنه چې غواړي په دې برخه کې څېړنه وکړي موږ یې هرکلی کوو.»

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه ویندوی وحید عمر وویل:«څه چې زموږ لپاره مهم دي دا دي چې پروسه باید اعتبار او مشروعیت ولري. ښاغلی عبدالله په دې موضوع د ملګروملتو له خاص استازي یان کوبیش سره خبرې کوي.»

د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي چې تراوسه 80 فیصده رايې سیسټم ته داخل شوي او یواځي 20 فیصده نورې رايې پاتې دي.

0 thoughts on “یوناما،کمیسیون او اشرف غني د م.م. له خوا د انتخاباتي بهیر له څارلو سره موافقه وکړه”
  1. Afghans had given their votes to Ashraf Ghani only and accepted him as a new president for Afghanistan and he had promised all Afghans not to share his power with Abdullah Abdullah because this decision will not be acceptable to Afghans; therefore Ashraf Ghani BABA is requested to stand on his promised and show his truth to all Afghan

  2. سلام!
    هرڅومره چی یی وشماری او هر څومره چی یی شفافی کړی بیاهم اشرف غنی بریالی دی ان شاالله

  3. بريالی دی خو که څوک یې پرېږدي او قدرت د قاطلانو او جاسوسانو په لاس کې دی !
    خبرې دې ته بيایې چې که څه هم غني ګټلې خو مجبور دی له شمالي ‍ټلوالو غلو سره قدرت او واک نيم کړي !

  4. بريالی دی خو که څوک یې پرېږدي او قدرت د قاطلانو او جاسوسانو په لاس کې دی !
    خبرې دې ته بيایې چې که څه هم غني ګټلې خو مجبور دی له شمالي ‍ټلوالو غلو سره قدرت او واک نيم کړي !

  5. څوک چې اوبه لاهو کړي بیا هر خس او خاشاک ته لاس اچوي خو هیڅ هم په لاس نه ورځي همدارنګه عبدالله عبدالله اوس اوبو پسې اخیستی دی او هیڅ هم په لاس نه ورځي او که خدای ج کول نو د خپلو بادارانو خواته به یي یوسي او د ورسک په ډیم کې به وروست شي.

    نور

  6. که چیری ډاکټر صاحب عبداله پخپله دی ډرامه کی کامیاب شی زه مطمین یم چی دا ډول ډرامی به په راتلونکی کی داساسی قانون یوه بله ماده اضافه کړی (ولسمشری ته هربایلونکی نوماند چی ماهرانه مکرونه او چلونه یی دهیله ګری .. په شان زده وی اونظامی لاپی او مانورونه د فلمی اداکارانو په شان تمثیل کړای شی دنوی راتلکونکی حکومت دریمه برخه واک د قانون له مخی ترلاسه کولای شی

ځواب ورکول Manan Durani ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *