تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۹مه: یوناما د طالبانو لخوا د امریکايي پوهنتون د استادانو د خوشې کولو هرکلی کړی او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا هیله ښودلې چې دا کار د افغاني مذاکراتو لپاره ګټور ثابت شي.
یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نړیواله ټولنه د تاوتریخوالي د راکمولو او سولې لپاره د ټولو اقداماتو هرکلی کوي.
همدا راز عبدالله عبدالله بیا ویلي، هیله من دی چې د زندانیانو تبادله د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو برخه کې اسانتیا لپاره ګټور ثابت شي.
ښاغلي عبدالله په یوه بیانیه کې ویلي، د امریکايي پوهنتون استادان د افغان بچیانو په روزنه بوخت وو او د خوشې کېدو هرکلی یې کوي.
خو طالبانو بیا ویلي چې د زندانیانو تبادله یوازې له امریکا سره د خبرو لپاره لار خلاصوي او هیڅوک د افغان حکومت سره د مذاکراتو د پيلیدو لپاره نه دي خوشې شوي.
عبدالله دا خبره ددی لپاره نه کوی چی د سولی غوښتونکی ده ددی پخاطر چی امریکا څخه کریډیت واخلی چی زه هم د سولی غوښتونکی یم مګر خبر نده چی دده زیاتره پلویان د سولی مخالف دی مثال په ډول محقق،دوستم او فوزیه کوفی اوهمدارنګه زیاتره ملګری دده له افغانیت او افغان کلیمی سره مخالف دی که په یاد مو وی پخپله عبدالله هم تذکری په وړاندی غبرګون ښودلی وو مګر بیا وویل مشکل نلری مګر ځینی ملاحظات دی یعنی زما د ټیم ملګری او دده ویاند او سکرتر د افغانیت له کلیمی سره تضاد لری
پاکستان چی څه وایی او په څه چی خوشحالی دی او طالبان او حکمتیار یی مخی ته وړی