تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲۳مه: یوناما د ټاکنو کمېسیون ته خبرداری ورکړی دی چې د مولانا عبدالله په تړاو دې د دوی په شکایت لیک سمه او جدي څېړنه وکړي.

یوناما په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د کمېسیون د بااعتباره مدیریت ملاتړي دي خو په هغه لیک دې جدي څېړنه وکړي چې یوناما په کې د ټاکنو له کمیشنر مولانا عبدالله څخه شکایت کړی چې د ډیټابیس مسوول ته یې د شیعه توب پیغور ورکړی، د هغه د قوم سپکاوی یې کړی او هغه یې په مرګ ګواښلی دی.

یوناما د مولانا عبدالله چلند نامناسب او د انتخاباتو له قانون سره په ټکر کې بللی دی.

یوناما همدا راز ویلي، دا لیک یې کمېسیون ته ځکه استولی چې په ټاکنیزو چارو کې احترام او قانون وساتل شي

یوناما څو ورځې وړاندې د ټاکنو له کمېشنر مولانا عبدالله څخه یو شکایت لیک د ټاکنو کمېسیون ته استولی و چې په کې هغه د یو خاص قوم او مذهب په سپکاوي او د یو کارمند په ګواښلو تورن شوی و.

سرچینې وايي، مولانا عبدالله په کمېسیون کې د عبدالله عبدالله د کمپاینر په توګه رول لوبوي چې وروستۍ ټولې لانجې یې جوړې کړې دي.

One thought on “یوناما: د مولانا عبدالله په اړه دې زموږ شکایت جدي وڅېړل شي”
  1. د بې ثباتۍ او همجنسګرایانو په ټیم هم بل انسان قحط شوی وو چې ملا عبدالله یې دخپل کمپاینر او د ټاکنو کمیسیون ته د کمیشنر په توګه معرفي کړیدی. ملا عبدالله ته لا تراوسه چا د انسانیت او نورو هېوادوالو سره د انساني معاشرت الفبا نده ورښوودلې.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *