تاند- د ملګروملتو له یوه تازه راپور سره سم په افغانستان کې تېر کال په جګړه کې د ټپیانو او وژل شویو ماشومانو شمېر په سلو کې ۳۴ زیات شوی دی.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما نن /شنبه/ وویل، په ۲۰۱۳ میلادي کال په داسي حال کې چې وسله والو طالبانو بریدونو ته زور ورکړ، په مجموع کې د ورتېر کال په پرتله ۱۴ فیصدي ملکي تلفات ډېر شوي دي.

د یوناما په وینا ۲۰۱۳ میلادي کال په تېرو ۱۲ کلونو کې د افغانانو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

د ملکي تلفاتو زیاتېدا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو ښودنه کوي.

د یوناما د راپور له مخې طالبانو تېر کال د دې لپاره حملو ته زور ورکړ چې هغه سیمې بېرته ونیسي چې د ناټو ځواکونو افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلې وې او له افغان امنیتي ځواکونو څخه په ځان باور او ډاډ واخلي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر په کالني راپور کې ویل شوي چې تېر کال ۲ زره ۹۵۹ ملکي افغانان وژل شوي چې په هغو کې ۵۶۱ ماشومان دي.

د راپور پر اساس په ۲۰۱۳ میلادي کال ۵ زره ۶۵۶ ملکي افغانان ژوبل شوي دي.

د دې په پرتله په ۲۰۱۲ میلادي کال ۲ زره ۷۶۸ ملکیان وژل شوي او ۴ زره ۸۱۲ نور ژوبل ول.

په ۲۰۱۱ میلادي کال بیا ۳ زره ۱۳۳وژل شوي او ۴ زره ۷۰۶ ټپیان شوي ول.

یوناما په خپل راپور کې خبرداری ورکړی چې په روان میلادي کال کې به هم د تېر کال په شان د وسله والو بریدونه زیات وي او په نتیجه کې به یې بیا هم  ډېرو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوړي.

ملګري ملتونه وايي چې د دوی له ثبت شویو شمېرنو سره سم تېر کال په ۹۶۲ جګړو کې ملکیانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي چې په متوسط ډول هره اوونۍ ۲۰ دا ډول نښتې شوي دي.

د ملګروملتو په وینا په دا ډول جګړو کې د ملکیانو تلفات د ۲۰۱۲ کال په پرتله په سلو کې ۴۳ زیات شوي دي.

4 thoughts on “یوناما وايي، په ۲۰۱۳ کال ۶۵۶ افغان ماشومان په جګړو کې وژل شوي”
    1. ګنډیری صاحب موږ تروسه وسه زړه بوږنوونکي عکسونه نه خپروو، مثلاً د وژل شویو کسانو عکس نه خپروو. خو دا ماشومه ټپي ده. په یوه وطن کې چې تشدد اوج ته رسېدلی وي، د ژوبلې ماشومې عکس به ښايي ډېر بوږنوونکی نه وي

  1. د تاند قدرمن مشرتابه ته سلامونه او نیکې هیلې! ځما په اند هر هغه ظلم زیاتی چه د افغان په کونډو رنډو خویندو میندو او یتیمانو شوی یا کیږی ښکاره کول یې ستاسو وجیبه ده که ډېر زړه بوګنوونکی هم وی. ځکه چه دا ټول زموږ د خپلو عملونو حاصل دی. که خدای(ج) همدا راته وسیله کړی چه عملونه مو ښه شی ، ځانونه وپیژنو ، د خپل هیواد له ورانولو او خرڅولو لاس په سر شو ، ورور وژنه بس کړو، خپلو کی سره غاړه غړې او پردوته پردی ووایو

    په درناوی

ځواب ورکول shpun ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *