تاند- د جمعیت ګوند له موافقې وروسته ولسمشر کرزي د مارشال محمد قسیم فهیم پر ځای د ولسي جرګې غړی یونس قانوني د خپل لومړي مرستیال په توګه ونوماوه او د تایید لپاره یې ولسي جرګې ته وړاندې کړ.

د ولسمشر د مرستیال یا مرستیالانو د مړینې یا استعفا په صورت کې د هغوی ځای ناستي د ولسمشر له لوري غوره کېږي او ولسي جرګه یې د تایید او رد صلاحیت لري.

یونس قانوني به په هغه صورت کې د ولسمشر لومړی مرستیال شي چې ولسي جرګه د تایید رایې ورکړي.

د جمعیت ګوند مشرانو پرون /دوشنبه/ د مارشال محمد قسیم فهیم په کور کې پرېکړه وکړه چې د ولسي جرګې غړی یونس قانوني دې د مرحوم فیهم پر ځای د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه ونومول شي.

ویل شوي چې دا پرېکړه د جمعیت او شورای نظار د مشرانو په غونډه کې وشوه.

تر دې مخکې ویل شوي و چې ولسمشر کرزی د څلورو جمعیتیانو؛ دفاع وزیر بسم الله محمدي، یونس قانوني، د بلخ والي عطا محمد نور او د سولې د عالي شورا ريیس صلاح الدین رباني له منځه یو تن د مارشال فهیم ځای ناستی نوموي او ولسي جرګې ته یې د تایید لپاره معرفي کوي.

د ولسمشر ویندوی ایمل فیضي وویل، د مارشال قسیم پرځای د لومړي مرستیال په توګه د یونس قانوني د نومونې پرېکړه نن په ارګ کې له جهادي مشرانو سره د ولسمشر حامد کرزي په غونډه کې وشوه.

ویل کېږي چې کرزي غوښتل چې د دفاع اوسنی وزیر جنرال بسم الله محمدي خپل لومړی مرستیال ونوموي او د دفاع پخوانی وزیر جنرال عبدا��رحیم وردک ته بېرته د دفاع وزارت چوکۍ ورکړي خو د جمعیت مشرانو په دې خاطر چې جنرال محمدي مهمه چوکۍ لري او یونس قانوني په اجراییه قوه کې رول نه لري غوره وبلله چې ښاغلی قانوني دا چوکۍ په اوسني حساس وخت کې ترلاسه کړي.

دا هم ویل شوي چې عبدالرحیم وردک د ولسمشر کرزي په غوښتنه له کاندیداتورۍ استعفا کړې ده.

2 thoughts on “یونس قانوني د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه ونومول شو”
  1. د کرزي د لویو جفاګانو څخه چې ددی هیواد او ملت سره یې وکړې یوه داده چې سیاست یې په افغانستان کې میراثي کړخو له نیکه مرغه د خپل ورور په هکله بریالی نه شو .

  2. درونو لوستونکو ته سلامونه وړاندی کوم
    که چیری شمالی ټلواله په رښتیا هم د واک غوښتونکی نه وای او په افغانستان کی د ورورولی فضا منځته راوستل یی غوښتل او دولتی چوکی یی د ویش په اساس نه وای بلکه د لیاقت او استعداد په لحاظ وای نو کله چی کرزی بسم الله محمدی یی غوښتل چی د لمړی مرستیال په توګه ومنی نو شمالی ټلواله به ورسره منلی وای چی دا کار یی ونه کړ معنی دادی چی فاشستان، قوم پرستان، د الله په غضب اخته او د یو افغانستان نه غوښتونکی خلک همدوی دی ځکه سره له دی چی د یونس قانونی دنده د معنویت او د عزت له لحاظه ډیره غټه چوکی او مرتبه وه خو د دنیایی کار وبار او فزیکی او جنګی قدرت له وجهی یوه خالی ځای وو نو ځکه دایی را میدان ته کړل او دری نور معلم عطاء، صلاح الدین ربانی او بسم الله چی په قدرتمندو چوکیو مصروف دی ونه غوښتل چی ددوی مقامونه له لاسه ورکړی، زه په ډاګه دا وایم چی دوی د پښتنو دښمنان دی په خدای قسم چی دوی کله هم نه غواړی چی د پښتون لپاره یوه غټه رتبه او چوکی په دولت کی وی، ددوی په دی نرمو او پستو ژبو مه تیر وځی ددوی په دی دروغو وعدو مه تیر وځی دوی که ټول دولتی واک ترلاسه کړی نو زه مطمین یم چی پر پښتنو به میچنی ګرزوی او د پښتنو ددی بی اتفاقی په وجهه چی همدا اوس روان دی دوی به نور هم غرک شی او خپل هر څه به له لاسه ورکړی

ځواب ورکول نسیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *