خبریال: ابوبکر جبارخېل:- د افغانستان ملي تحریک سلګونو غړو، فرهنګیانو، ځوانانو او مېرمنو د شنبې په ورځ ما ښام ناوخته د وږي نهمه له پښتنو او بلوڅو ورونو سره د پیوستون ورځ ونمانځله.

په یاده نمانځنه د ملي تحریک مشر پوهنوال استاد محمد اسمعیل یون په خپلو خبرو کې د دې ورځې څخه موخه د ملي ارزښتونو پالل، ساتل او ځلول وبلل او په کابل کې د پخوانۍ شمالي ټلوالې نوی ټاکنیز اتحاد، ډیورنډ کرښې، د افغانستان جهاد، په افغان دولت کې د قومونو د نا انډولې ونډې، او د شمالي ټلوالې د غړو کړنو په اړه تندې څرګندونې وکړې.

ښاغلي یون ډیورنډ کرښې ته په اشارې سره او پاکستان ته د ولسي جرګې د غړي محمد محقق وروستي سفر په اړه وویل،  چې ښاغلی حاجي محمد محقق، څه موده وړاندې اسلام اباد ته په جلا جلا سفرونو کې د تور پنجاب سپينې پۍ ورودلې، کله چې مستۍ واخيست، نو په واز کومي يې وويل: ((موږ له پاکستان سره د ډيورنډ د کرښې پر سر څه مشکل نه لرو، موږ حق نه لرو چې دا مسايل ياد کړو او يا د هغې دعوه وکړو.))

هغه زیاته کړه، چې دا ډول ښاغلي( محمد محقق) خو له هېڅ خارجي سره مشکل نه لري، اکثرو ته يې لبيک او مرحبا ويلي، مشکل خو زموږ دی، ډيورنډ واحد پښتون بدن پر دوو ټوټو وېشلې، د ظلم ددې قمچينې داغونه  د پښتون پر ملا لګېدلي، نه پر محقق، محقق خېلو او ډيورنډ خېلو.

یون وړاندې وویل: ((  نه ډيورنډ شته او نه يې کرښه، ډيورنډ يو انګرېز و، لاړ مړ شو او خړ شو، کرښه يې هم مړه شوه،  که احياناً څوک ځان ته د ډيورنډ وارثان، لمسيان او يا ډيورنډ خېل وايي، د هغه لاره تعقيبوي، نو د هغه د وارثت سند دې راوړي، چې موږ ورسره خپل نور حسابونه هم تصفيه کړو.))

استاد یون د روسانو پر وړاندې د افغانانو جهاد یادونه وکړه او ویې ویل  د افسوس خبره داده، چې هغه څوک د جهاد د وراثت چغې وهي، چې د جهاد په وخت کې يا ماشومان وو او یا هم تر جهاد وروسته د پخوانيو مجاهدينو له کوم ټولګي سره يوځای شول، او هغه د چا خبره جنګ سوړ شو، ميری تود شو.

هغه د بیلګې په توګه د امر الله صالح په اړه وویل: ((  دا ښاغلی د جهاد په شپو او ورځو کې ماشوم و، د روسانو تر راتګ وروسته (۳۵) کاله او تر وتلو وروسته يې (۲۵) کال تېرېږي، د ده سن وارزوئ چې هغه وخت کې څو کلن راته؟ خو په سیاسي غونډو او ميټنګونو کې دا او دېته ورته ښاغلي د جهاد د وراثت دعوه کوي، او ښاغلی ډاکتر عبدالله عبدالله په ۱۳۶۷ل کال له پوهنتون څخه فارغ شو، همدا کال و چې روسان له افغانستانه وايستل شول، دې ښاغلي لکه چې تر جهاد وروسته جهاد پيل کړ؟ دا او دېته ورته څېرې هغه کسان دي چې د يو نيم مليون شهيدانو پر حماسې يې خېټه اچولې ده.))

د یون په وینا  جهاد حکمتيار، مولوي محمد نبي، حاجي عبدالقدير، حاجي عبدالحق، اسمعيل خان، تورن امان الله، کريم کره باغ،  انور خان هردم شهيد، عبدالسلام راکټي، شیخ محمد اصف محسني، عبدالرب رسول سياف، ملا نسیم اخوندزاده، کشمير خان کړی، بشير بغلاني، احمدشاه احمدزي او جهاد ټول مظلوم افغان ولس کړی، نه دې څو غوړ سرو او ښوی سرو.

استاد یون د ۱۳۹۳ لمریز کال ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د شمال ټلوالې د ټاکنیز اتحاد یادونه  وکړه چې په خبره یې د دې اوسنيو ائتلافونو اصلي زړی، د پنجشېر په دره کې د نظار شورا پخوانۍ ډله ده، چې په تېرو (۱۲) کلونو کې يې تر (۱۲) زياتو عنوانو لاندې کار کړی، خو ماهيت کې يې کوم تغير نه دی راغلی، ملي جبهه، تغير و اميد، جريان سبز، افغانستان نوين، نهضت ملي، ائتلاف ملي، شورای متحد ملي او نور نومونه.

نوموړی دارنګه وايي پنجشېر دره کې ټول وګړي د افغانستان د ټول نفوس (۰،۳) فيصده جوړوي او جغرافيايي حدود يې تر دې هم کم وي، خو په حکومت کې مطلق واک لري او د تصنعي ابوزېشن سرليکونه هم د همدې درې له وګړو څخه دي.

د هغه په خبره تر (۱۸۰۰) زيات جنرالان، (۱۷) معينيتونه، (۳) وزارتونه، تر (۱۰۰۰) زيات مهم ریاستونه، د جمهوري رياست مرستيالي، مارشالي، (۸) اداري واحدونه، په بهر کې د افغانستان ګڼ شمېر سفارتونه او په زرګونو واړه رياستونه او مديريتونه. له همدې (۰،۳) فيصده خلکو څخه د همدې شمېر ښاغلو په لاس کې دي.

هغه دغه راز وویل د نړۍ په هېڅ هېواد او هېڅ حکومت کې د واک داسې نا انډوله او ناقانونه وېش نه دی رامنځته شوی، خو په اصطلاح سياسي اپوزېشن هم له همدوی سره دی، ښاغلی قانوني، عبدالله، امرالله، منصور، احمدضيا مسعود، احمدولي مسعود، عتيق الله بريالی او نور په اصطلاح  اپوزېشن کې دي، فهيم خان، بسم الله خان، دين محمد جرئت، حسام الدين خان، شريفي او نور په سلګونو بياپه پوزېشن کې، اپوزېشن او پوزېشن دواړو په يوه محدوده جغرافيي دايره کې، يونس قانوني په اپوزېشن کې، ورور يې شريفي صيب په پوزېشن کې، يو وخت يې خسر په اپوزېشن کې و، زوم يې په حکومت کې، بيا يې خسر حکومت ته لاړ، زوم يې اپوزېشن ته!

د ده له نظره: ((  د ((انتخاباتي اتحاد)) په نامه چې کوم نوی ائتلاف جوړ شوی، دا هم هغه اومغلن ماشوم ته ورته دی، چې اول خو دا ژوندی نه پاتې کېږي او که پاتې هم شي تر اخره به معيوب وي ، دا هغه ډول اپوزېشنونه دي، چې امتيازاتو ته منتظر دي، يوازې دوړې ولي او کوم واقعي قوت نه دی، دوی د ولسمشر کرزي د ضعف پر ټکي تر هر چا ښه پوهېږي، کله چې خپلې سينې وډبوي، چغې او نارې سورې پورته کړي، نو کرزی صيب پرې پۍ پرېږدي، سملاسي څوکۍ ورکړي، دا ډله بيا غلي شي، بيا بله ډله پيدا شي.))

یون  د پنجشیر په يوه دره کې د (۱۰) جبهو او (۱۰) ګوندونو مشرانو څخه وغوښتل او هغوی ته یې په خطاب کې وویل: (( مهرباني وکړئ پر يوه ورځ غونډه جوړه کړئ، چې د هر چا خپل خلک معلوم شي، چې کوم يو څومره خلک لري او څومره درباندې رسېږي؟ يو سړی (۱۲) ځله مه خرڅوئ! تصنعي او کاغذي زمريان هېڅکله د اصلي هغو په شان نه دي، که دوی هر څومره ائتلافونه او د اوسپنې کلاګانې ځانته تاوې کړي، خو بیا وېره يې په زړه کې ده او د حامدکرزي په شان طلايي مرغه بيا په لاس نه ورځي.))

 

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

32 thoughts on “یون: د شمال ټلوالې نوی ټاکنیز اتحاد، ډیورنډ کرښه او په افغان دولت کې نا انډولي د منلو وړ نه دي”
  1. سلامونه اړونیکی هیلی تاندوالو.تاندلوستونکواوپه خاصه توګه سترمشرښاغلی محمداسماعیل یون ته وړاندی کوم په ریښتینی ډول سره ستر مشردپښتنودزړه خبره کړیدی الله پاک دی ټولوافغانانو یوالۍ ورپه برخه کړی دمحمداسماعیل یون دنوروبریاوو .سرلوړۍ اوتلپاتی ژوند په هیله.

  2. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د افغان ولس يووالی او په تېره بيا د افغان ولس د شمزۍ رغېدنه يعنې د پښتنو يووالی د سيمې د ټولو ولسونو په ګټه دی او د سيمې ټول ولسونه به له پرونيو او اوسنيو بدمرغيو وژغورل شي، نو ځکه پښتون ټبر دې لومړی اتحاد وکړي او په يو ټولنيز غورځنګ کې دې د افغان ولس د ادري سيستم جوړولو لپاره لاسونه سره ورکړي، چې د ملي تحريک سره يو ځای کېدل يا تفاهم ته رسېدل کېدی شي ټول ولس ته ښه وږمه وي.
    دا څرګندونې چې ګواکې د پنجشېر دره کې ټول وګړي د افغانستان د ټول نفوس (۰،۳) فيصده جوړوي او جغرافيايي حدود يې تر دې هم کم وي، خو په حکومت کې مطلق واک لري او د تصنعي ابوزېشن سرليکونه هم د همدې درې له وګړو څخه دي.
    په دې برخه کې بايد ياده شي همدا د پنجشېر د دري وګړو اتحاد کړی چې په نورو واک وچلوي او همداسې په نورو ټبرونو کې يوه سيمه ده، چې په ټولو واک چلوي. افغانان بايد د ټولنې د چارو لپاره په ټولو برخو کې د مسلکيتوب زمينه برابره کړي او پښتانه که يوځای نه شي، نو په هېواد کې به د ملکلطوايفي يا سيمه ييز ذهنيت انګازه به ژوندی وي او نننی ناورين به روان وي.
    معه سلاموکم الاهلول مجاهدين

    ملا ميوند آخوند

    1. ماشالله ملا مړونده خیټه د غوټه شه
      تا سو هم لکه چې په سیاست را پیل کړه

      پښتانه خدای وهلي آن ملایان او خیټور ېې په یوه لاره نه ځي. خیټور او ډنګر په لاره نه ځي، پښتانه په هر څه کې افراط کوي تر ټولو لوی سخت دریځه ملا هم پښتون او بیا تر ټولو بدبخته او بې دینه ځوانان هم پښتانه دي

      پښتانه نه جوړیږي هسې خپل سبقونه دې وایه ملاصاب

  3. سلامونه اونیکی هیلی تاندوالو.تاندلوستونکواوپه خاصه توګه سترمشرښاغلی محمداسماعیل یون ته وړاندی کوم په ریښتینی ډول سره ستر مشردپښتنودزړه خبره کړیدی الله پاک دی ټولوافغانانوته یوالۍ ورپه برخه کړی دمحمداسماعیل یون دنوروبریاوو .سرلوړۍ اوتلپاتی ژوند په هیله.

  4. سلامونه اونیکی هیلی
    ښاغلو هیڅ تشویش مکوی یومثال شغالان غونده یا زموږ په محلی لهجه غوټه وکړی چی راځی کلی ړنګوو خوچی کلی ته راشی اوچیغی ووهی نوسپی پسی وغاپی دوی بیا وایی راځی اوس یی پریږدی بیابه ورسره ګورو نودا اتحاد دشغالانو غونده وبولی وسلام

  5. یون صاحب ډېر ې پر حقیقت ولاړي خبرې کړي دې او دغه ټولې ریښتیا دي. زه ښاغلي یون صاحب ته اوږد ژوند غواړم او هیله لرم چې د ځان خیال هم وساتې. کوم خلک چې ده یاد کړي لکه سپې غوندې دي چې خوله ور وانه چوي. زما نظر دا نه دی چې موږ وډار شو، بلکې نور یې هم رسوا کړو او د سپیو د خولې اچولو نه هم ځان وساتو او ښه تدابیر ځانته ونیسو.

  6. زه په دې باندې نه پوهنيږم چي اسماعيل يون د افغانانو د يو والي لپاره کار کوی او که تعصباتو ته لمن وهی نوموړی د پوهنتون یو استاد دي د پوهنتون استاد بايد داسی نظر و نلری. دی په دې هڅه کي دي چي د پښتنو په منځ کي محبوبیت تر لاسه کړی او شهرت ترلاسه کړي نوموړی د پښتنو لپاره هیڅ نه کوی زه ښه پيږنم خو مظلوم پښتون ولس باید پوه وي چي دا موضوعات زموږ په ګټه نه تماميږي خو نوموړي یو ضعیف انسان دی کېدای سی شهر ت ترلاسه کړي او یو تعداد کسان د ده ملاتړ و کړی او زموږ د پاکو احساساتو څخه ګټه اخلی.
    دا د دیموکراسی لړۍ دی هر څوک کولای سي اتحاد او ايتلاف وکړی خو د ټاکنو په ورځ په خپله هر څه پخپله څرګنديږي. زه په دې ويريږمه چي نوموړي يو ځل بیا پښتانه پر پاکستانیانو تباه نه کړي.

  7. !سلامونه هيوادوالو
    ديره مننه محترم يون صاحب، گرده افغانان او پشتانه په د پوهيژي چه دا ظلم او نااينصافي په د خلكو له ٣٠كلو رواته ده، د نزارشورا هغه شورا ده چه له روسانو سره قرارداد امضاء كه او د كابل د مظلوم ولس يي مالونه يا توكي يي تاراح كول دا خلك معتاد دي په هيچ شي سرپه نكوي. نو پكار ده چه افغانان او پشتانه لاس يو كي او د كسيفي پديدته د پاي تكي كيدي . په هيله د افغانانو د يوالي او سمسور افغانستان

  8. September 1, 2013 په 14:44 تبصره
    سلامونه اونیکی هیلی تاندوالو.تاندلوستونکواوپه خاصه توګه سترمشرښاغلی محمداسماعیل یون ته وړاندی کوم په ریښتینی ډول سره ستر مشردپښتنودزړه خبره کړیدی الله پاک دی ټولوافغانانوته یوالۍ ورپه برخه کړی دمحمداسماعیل یون دنوروبریاوو .سرلوړۍ اوتلپاتی ژوند په هیله

    درنو لوستونکو! په موږ ملايانو کې هم لکه چې سره کرښه رامنځ ته شوې، دغه پورتنۍ تبصره ما د چارسدې ملا ميوند آخوند نه ده ليکلې، دا کوم ملا ميوند دی، خدای دې خير ورکړي.
    زه يون صيب ته درنښت کوم، خو د شخصيت غوښتنې پوړنی په هېچا نه اچوم! زما آند او ايډيال د يو اداري سيستم جوړېدل دي، نه دا چې موږ پر شخص راټول شو او د شخص له لرې کېدو سره د ټولنيزې ادارې له ستونزو سره مخامخ شو. زما وړانديز يون صيب، ليوال صيب، خوشال صيب او داسې نورو سټو ته دا دی، چې لوی افغانستان په خپل فکري تحول کې سره يو ځای کړي، نه دا چې زه په يو ګل د پسرلي شعار ورکړم!

    ستاسو ټولو د بري پته، ستاسو خادم د چارسدې ملا ميوند اخوند

  9. سلامونه اونیکی هیلی
    ښاغلی یون صاحب لمړی داچه الله تعالا دیی ستاسی او زمونږ دټولو دسر بلاګانی په کرزی ورواچوی، ځکه دانن چه مونږ کړیږو، سپکیږو او ورکیږو داټول دکرزی دلاسه، همداکرزی وه چه ددغه څوکسانو څخه یی نن میلونران جوړ کړل اونن زمونږ اوستاسی دوطن سرنوشت کی ګوتی وهی،

    خیر په هرصورت زه دیو وړوکی افغان په صفت دغو څو تنو شغالانو اوګیدلانو ته وایم چه مونږ ستاسی دنیکه ګانو او بادارانو (ایران، پاکستان اوتاجکستان) موجودیت په منطیقه کی نه منو پاتی خو دا ستاسی دخیال اوخوب اتحادونه…..، په احساساتو نه غږیږم خوتاسو جاسوسانو ته دومره وایم چه دامریکایانووتل حتمی دی ګوره لږ فکر وکړی نه بیا تاسی پنجابیان او اخوندان ساتلی شی اونه مو بیا کولابیان ساتلی شی لږ فکر وکړی اخر په دیی وطن کی څوک اوسیږی.

    په اخر کی تاسو ړندو، بی مغزه اوپه فساد تورنو جنګی مجرمانو ته وایم که زما لیکنه درته سیاسی اویوطرفه ښکاری نو دخپلو….دانډیوالانو( انګریزانو، روسانو او امریکایانو) څخه پوښتنه وکړی چه ددیی وطن اصلی وارثانو تاسو ته څومره مړینه، ژوبله ، تباهی اومالی ستونزی دراړولی دی.
    فکر اوسوچ وکړی خپل بچیان مه خواروی.

    دافغانستان دټولوورونو قومونو اتحاد او یووالی په ننی حالاتو کی باید دبل هر وخت څخه مظبوت اومحکم وی، اوپرینږدی چه یوڅو کسه بهرنی جاسوسان، جنګی مجرمین اوپه فساد او فحشاوو بوخت خلک زمونږ دورونو قومونو په مینځ کی ملی یووالی ګدوډ کړی لکه (زوړ او بوډاعلومی، محقیق، عطآنور، دوستم اویوڅونور.
    والسلام
    م. افغان

  10. ښاغلی یون ته سلامونه اواحترامات وړاندی کووم، الله ج دیی زمونږ دسره مه کموه
    وروره په شغالانو اوفسادیانو کی ځینی واړه واړه بچی اوګوډاګیان هم شته دی، چه دیوڅوروپوپه خاطر وړل راوړل او دخپلو ورونو شیطانی کوی، خومونږ اوتاسو به خپل کار ته ادامه ورکوو اوددغه شیطانانو تر اغیز لاندی به نه راځو. لکه دعلیزی په نوم چه یومجهول کس پورته تبصره لیکلی ده زه یی پیژنم ډیر بی غیرته پښتون دی اوخپلوی یاښځه یی هم دتاجکو ورونو څخه کړیده.
    په درناوی
    ع. علیزی

  11. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي احمدالله عليزي ته نېکې چارې. سربېره پر دې چې په اشخاصو غږېدل سم کار نه دی، مګر ستاسو تبصره هم سمه نه ده او شننې ته اړتيا لري، ځکه له انصافه ډېره لرې ده، موږ بايد د اشخاصو په سپکولو او تاريخي وژنو نور لاس پورې نه کړو او برعکس په واقعيتونو ځان پوه کړو.
    ښاغلي اسماعيل يون د کابل پوهنتون د پښتو څانګې استاد دی او په پښتو يې تر څلوېښتو (۴۰) ډېر کتابونه ليکلي دي، د ژوندون تلويزيون بنسټ يې اېښودلی دی او فعال کړی یې دی او د دې ترڅنګ يې په وروستيو ۲۵ کلونو کې د پښتو په خپرولو کې نېغه ونډه اخيستې ده، چې له منلو يې څوک انکار نه شي کولی.
    په افغانستان کې د تاجک، ازبک، هزاره استازيتوب يو څو داړه مار يا جنګي مجرمين نه شي کولی، مګر ټول افغان وروڼه قومونه د يو او بل تر څنګ ژوند کوي او د سوله ييز ژوند پلويان دي، مګر نننۍ ټولنيزې انارشي داسې حالت رامنځ ته کړی دی، چې د بېلابېلو ټبرونو يو شمېر شغالانو او يو شمېر ماجراجويانو سر راپورته کړی دی او د افغان ولس په برخليک ملنډې وهي، مګر يون او يون ته ورته افغانان د پښتنو په اتحاد کې د ټولې سيمې نېکمرغي ويني!!!
    د افغان ولس د نېکمرغي او هوساينې په تمه
    معه سلاموکم الاهلول متحدين و الاخوتالافغانيون
    ملا ميوند آخوند

  12. السلام علیکم. د تاند درنو ښاغلیو! کارونه انسانان کوي او غارونه(سوړې) مږې او موږکان باسي. یو څوک خو باید ولرو، چې د مشر په توګه د وړاندې تګ لارښوونه راته وكړي. الله (ج) انسان خپل اشرف المخلوقات (د پیدا شوو غوره) یاد كړی دی. دی نه باید په ځان او نه په نورو ظلم وکړي، د حق ملګری وي، ځان او نورو ته سمه لاره وښیي. دا چې یون څوک، څنګه او د کوم فکر عملي کوونکی دی؟ دا هغه خبرې دي، چې پښتانه څه چې د هېواد ټولې پرګنې پرې باید پوهې وي، تر هغې دې په ښکاره او پټه د ده او د ده په څېر نورو افغانانو ملتیا وکړي، تر څو یې چې نا انډولي او بې لاري په کې نه وی لېدلي، ځکه د ده او ده ته د ورته څېرو کړنې هغه څه دي، چې د دې هېواد وګړي ورته له بل هر وخت څخه ډېره اړتیا لري. انشاء الله ډېر ژر به لوی افغانستان جوړ شي.

  13. سلام او نیکی هیلی
    زه وایم یون صاحب تر خوله او پښتنی غیرت دی جار شم. انشاالله چی ستاسو عالی قدر با احساسه پښتون او د خدای پاک په فضل سره به ددغه جعلی رهبرانو کمبله زموږ د پاکی خاوری څخه په خیر ټوله شی. نور نو بس دی نمک حرامیانو سره باید حساب وشی

  14. وایم دواد شه یون صاحب خدای خو د تر ډیره ژوندی لره چې ددې غلو او ډاکوانو د سترګو خار یې بس وایم په پاچاهۍ ارزۍ خو ارمان ارمان چې د تا غوندې زمریانو ځای ګیدړانو نیولی او خدای د په خپل فضل او کرم سره دا وطن لدې فاسدو نه خلاص کړي .
    په درنښت
    نجیب الله پیمان

  15. ده تاند درنوچلونکو او ګرانو لوستونکوته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کووم
    دتاسو ټولو پښتنی احساسات ده درناوی وړدی.خو له بده مرغه دا ښاغلی احمدالله علیزی ده که علوی ده یا خو بیده دی یا ده شمالی ټلوالی لاس پوڅی ده او یا هم کیدای شی چی ده یون صاحب کووم تنبل شاګر د ووی چی هغه ممکن ده ټیټ لیاقت له کبله ناکام کړی ووی.دویلو ده چی موژ پښتانه باید دخپل رواع او حقه حقوق ده لاس تر راوړنه لپاره باید خپل غژ پورته کړو. که چیرته ده څو شیبو لپاره ده ښاغلی علیزی استدلل ومنو چی یون صاحب غواړی شهرت ته ورسیژی نو په ده کی خو څه مشکل زه نه وینم که موژ خپل مشران مطرح نشی او شهرت ته ونه رسیژی نوبیا خو ده هغوی مشرتابه نه څه نه حاصلیژی.پښتنو ده مصلحت مآب کرزی ملاتړ وکړخوپه بدل کی دغه ملاتړپښتون ملت ته څه ورپه په برخه کړل؟ پرته له تباهی حق تلفی ، پښتو او پښتانه یی دواړه ده تاریخ کنده ته واچوول. له ټولو پښتنو وروڼواو خویندونه می دا هیله ده چی خپله ریښه په تیښه مه وهی. ده یوبل منلو ته حاضر شی ده خورا تاسف ځای دی چی ده علیزی په څیر غافلین راپاسیژی او پوه ، اکادمیک په وطن مین او ملی شخصیتونه په اړه نا مناسبی او غیر مسوولانه خبری کووی.که چیرته ده هیواد لژکی کولای شی چی فاسقین غله او داړه ماران لکه دوستم محقق، مسعود، خلیلی،قانونی ،غټپزیی فهیم او داسی نور نا اهله نا پوهه بی سواد او هیواد اوملی ګتوته نا متعهدشخصیتونه خپل مشران ټاکی او هغوی په اکثریت پښتون قوم تپی نوبیا خو ده ملا ده هغو پښتنو ماته شی چی لکه یون صاحب او هغه ته ورته نور ملی مشرانو ده منلو عقل او منطق نه لری

    په درناوی
    مسافرورور مو

  16. یون صیب ستا د کړنو او هلو ځلو نه یو نړی مننه خدای دی ژوندی لره ، ته یو رشتنی پشتون یی او یوی رشتنی پشتنی زیژولی یی ، هیله لرم چه مخته حرکت دی ونه دروی
    او مونژټول پشتانه زوانان تاسره ولاړیو، هر وخت خدمت ته حاضریو ، او هغه سوک چه وایی چه بدی وخت کی داسی خبری بکار ندی او ملی وحدت خرابیژی نو زه پوهیژم چه بدی ملی وحدت کی ستا شخصی خرابیژی نه ملی وحدت ، داسی ملی وحدت دی به اور وسوزی، او داسی پشتانه دی هم خدای هلاک کړی چه دی ته ملی وحدت وایی

  17. په سرکې باید ووایم چې اسماعیل یون ته مونږ ستر مشر نشو ویلای او هرڅوک چې دغه لقب یون ته ورکوي هغه ناپوه او له حالاتو او اوضاعو ناخبردی. حقیقت دادی چې مونږ( پښتانه) تل تیروتي یو او ډیرزرغولیږو. مونږ باید د یون په خبرو چې تل ګیلې کوي او هیڅ کار یې له وسه پوره نده ونه غولیږو. یون سل په سله تعصب ته لمن وهلی او وهي په ښکاره یې د هیواد له نورو قومونو سره دښمني اعلان کړی چې کولای بده پایله به ولري. یون چې کوم تحریک شروع کړی د پښتنو د تباهی لپاره یې شروع کړی او د خپلو شخصي ګټو لپاره یې مخته وړي. په لومړي سرکې مونږ باید پښتانه له بې سوادی وژغورو، له بې وزلي یې وژغورو او لدې اوسنی ناورین څخه چې هره ورځ لسګونه پښتانه وژل کیږي. مونږ باید ګیلې ونکړو چې پلانی قوم پیسې لري او مونږ یې نلرو، پلانی قوم څوکی لري او مونږ یې نلرو، پلانی قوم مکتب لري او مونږ یې نلرو. مونږ باید سالم تعصب ولرو نه منفي. زه یون ته دا وایم چې پښتانه هڅې هم ډیر ډښمنان لري نو لطفا زمونږ پښتنو ته نوردښمنان مه پیدا کوه او کوم تحریک دې چې پیل کړی د ملي کلمه ترې لرې کړه ځکه دا ملي تحریک ندی دا ځکه نورقومونه پکې شتون نلري او دا تحریک به هیڅکله هم کامیاب نشي دا ځکه چې ته پښتانه استعمالوې او دا کار هیڅلکه مه کوه. وسلام.

  18. شاغلی استاد اسماعیل یون واقعین چی پشتون وو او پشتون دی او اوسی به هرسری دا زره نه شی کولای چی ددغه قاتلانو پروراندی خپل غژ پورته کری اوپه دی نظام کی حقیقت ووای زمونگ اکثریته پشتانه دنور ویری دنور غلامی کوی واقعین دادوه اتلان دویارولو دی یو یی شهید عبدالقدیر اودابل یی استاد یون صاحب

  19. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ټولو دوستانو ته احترامات او ښاغلي نيازي صيب ته ځانګړې نېکمرغي تمه کوم! له بده مرغه چې موږ په خپلو کړو وړو کې معيارونو ته مخ نه اړوو، مګر د احساساتو په هنداره کې هر څه راسپړو، خو عاقبت ته يې پام نه کوو، چې دغه کار د تاند پاڼې زما له تبصرې سره هم کړی، مګر موږ مجبور يو، چې خپل ملت ته د روڼاند ذهنيت پېلامې وريادې کړو.
    د يون صيب په شخصيت بحث کول سم نه دی، مګر په وروستي، څو لسيزو کې يې په پوهنيزو کړيو کې نوم پېژندل شوی دی او د افغانستان په رسنيو کې يې په زغرده خپل دريځ ياد کړی او د پښتنو جنګ ځپلې سيمې او د هغوی حقوقي ناورين يې په ګوته کړی او د جنګسالارانو سره يې مناقشه و مبارزه کړې ده، چې موږ او تاسو ټولو ته معلومه ده.
    په افغانستان کې که اماني خوځښت ته پام وشي او که د ويښ ځلميانو تحريک ته پام وشي، نو دا راته په ګوته کېږي، چې هر حرکت له يوې ډلې څخه پيل کېږي، چې کېدی شي په کابل کې وي او يا د افغانستان په بله سيمه کې، نو قومي انډول يې په پيل کې حتمي نه دی، ځکه د يوې سليقي او يا ملي ارزښتونو تعبير په يوې جنګ ځپلې ټولنه کې يو شان نه وي، نو اړتيا پيدا کېږي، چې لومړی تحريک رامنځ ته شي، بيا له نورو ډلو او يا بهيرونو سره د يووالې هڅې پيل شي او وروسته له دې به د ملت ذهنيت جوړېږي او پايله به د مملکت اداري سيستم ته کار کول وي، مګر زموږ يو شمېر سفسټه پال غواړي، چې يو او دوه، نو بيا پسې واده!!!
    د افغانستان په چارو کې، څنګه چې ما په يوه مخکنۍ تبصره کې هم ياده کړې، چې افغاني تحريکونه بايد د زغم، پوهاوي او يووالي زمينه رامنځ ته کړي او د ملي ارزښتونو او د افغانستان اداري پياوړتيا لپاره مبارزه وکړي!
    روايت دی، چې وايي: په حرکت کې برکت دی، نو ملي تحريک، ملي غورځنګ او نور ورته بهيرونه بايد د يووالي ذهنيت لپاره کار وکړي، ځکه د افغان ولس په نېکمرغي کې د ټولې سيمې او ټولې نړۍ نېکمرغي ده!!! نو سپکې سپورې مه ليکی، مګر رغنده وړانديز وکړی!
    معه سلاموکم الاخوتالافغانيون
    ملا مي،ند آخوند

  20. يون صاحب ستاسو حًرگندونو سره مو خپل وطن ته بيرته تمه پيدا كيژي، اميد مو د سر نه را ژوندى كيژي، كه نه د دومره لاشخورانو د چنگال نه دا زده او زخمي ولس راويستل ، او د پشتون قوم بي اعتنعاي او چوپه خوله مو اميدونه زرونو كى وژلى
    الله پاك دى ستاسو غوندى روشانه مشر د پشتنو سرخيل كرى، او پشتون قوم دى خداى پاك د درانده او اوژده خوبه رابيدار كرى
    او نور د روند، او كون، پكولي او لنگوتى او قره قل د اقتداره آزاد كرى

  21. دتاند ویب سایت ته سلامونه او نیکی هیلی وراندی کوم
    یون صاحب الله دی په خلو برکت کره داغوندی نر پشتون بیا پدغه افغانستان که رواخلیده مونر تاسره یو او ستا ملاتر به همیش کوه الله دی کامیاب لره !

  22. گرانه او محترم ریس صاحب ”
    باور په الله و کره چی زما اصلاً د خپل ژوند حخه زره تور و حکه چی تیرو 10 کلونو کی د پشنتو لپاره هیح کوم رهبر او هیله و جود نه درلودله ولی بیا به هم مونژ له حانه سره ویل چی خیر یو ورح خوبه راشی چی لر او بر پشتانه هم یو خپلواک او مینه وال په قوم پشتون رهبر پیداشی په همدی تمه او امید مو شپی او رحی تیرولی کوم چی نن سبا داسی معلومیژی چی هم هغه هیلی او ارمانونه ته می رسیژم حکه چی نن مونژ ملی تحریک لرو او محمد اسماعیل یون په شان یو سپیحلی او پاک پشتون مشر لرو و سلام دیر ه مننه ستاسو نه د ژوند تولو چارو کی بریالی اوسی
    مننه ستاسو ورور محمد نبی مهمند د معلوماتی تیکنالوژی انجنیر

  23. the every thing before i say to you hello if allah willing you will make best unity among pashton and we need leader like you if Allah willing you will win inshaalah we will vote to you you are the best person and we select you before should try to have trip to every pashton province to attract his idea

  24. د ښاغلي یون د څرګندونو په اړه د تاند په فیسبوک پاڼه کې دا تبصرې شوي دي:

    Write a comment…
    Afghan Wattan Youn Sahib der takra aw yaw reshtani nastionalist di
    Like · Reply · 8 hours ago
    Arian Zazai دروند دی وی پشتون دی وی.سوک چی وی پشتون،پہ شان د یون دی وی.ستابری زموژ ھیلہ!
    Like · Reply · 1 · 15 hours ago via mobile
    ميا حيران زوندي دي وي يون صيب
    Like · Reply · 18 hours ago
    Din Muhammad ای رونو خدای مہ کرہ کہ چیرتہ شمال تلوالہ خپل واک تہ ورسیگی ہر سہ ر مینزہ زی رونو پختو بہ ختمہ شی دیورند کرخہ بہ رسمی شی پختونولی بہ دمینزہ لارہ شی ہی ہی ہی ہی رونو ما تہ خو بہ ژوند خوند رانہ کی پہ دنیا کی
    Like · Reply · 1 · 23 hours ago via mobile
    Afghan Young Pashton زنداباد اسماعیل یون صیب پختانه تول یوبدن مثال لری
    Like · Reply · 1 · Yesterday at 7:59pm via mobile
    Sharif Khan Pukhtana bayad yaw musalman aw watan dost kanded wataki
    Like · Reply · about an hour ago via mobile
    Qaim Mullakhil یون صاخب ایا نشی کیدی چی دپشتنو گوندونو دیوزی کولولپاره تاسو لاری ولٹوئ لکہ خزب اسلامی طالبان افغان ملت اوداسی نور ترسودٹلوالی سرہ خه په نره مقابله وکڑو اوخپلو کی یوبل تہ قایل شی اودٹولوپر زی عوشتنی ومنل شی زکہ اوس اتیخادتہ ظرورت دی
    Like · Reply · 2 hours ago
    انجینرعبدالله احمدزی هو په ټول افغانستان کې همدا يو یون لرو بل څوک خو نشته
    Like · Reply · 3 hours ago
    ګران افغانستان کیدای شی چه ویډیو هم راسره شریکه کړی
    Like · Reply · 12 hours ago
    Asmat Ahmadzai ایا دډیورنډ کرښی منل او یا نه منل کومه منعی لری یا خیر باید ددغه کرغیړنی او منحوسی کرښی ددایمی حل دپاره لاره ولټول شی .
    Like · Reply · 12 hours ago
    Jan Mohammad Stanakzai سلامون او احترامات وړاندی کوم . دین محمد ه وروره دو مره زر هم خپل روحیات مه بایله پښتانه دومره خوار او بی څه ندی دداسو ډیرو ګږو خولی یی دتاریخ په اوږ دو کی ور سیخی کږی ………..
    Like · Reply · 12 hours ago
    Aminullah Nasery یون صاحب د یر ې په خاې تکو ته ګوته نیو ینه او واقعیتو نه یی ځرګند او بر بند کړې وې،
    Like · Reply · 14 hours ago
    Shajjan Syed هغه د پارسی شعر دی
    کند همجنس با همجنس پرواز کبوتر با کبوتر باز با باز
    Like · Reply · 15 hours ago via mobile
    Jahan Ghani Zmaryal yoon sab zhwandai oosi
    Like · Reply · 15 hours ago via mobile
    Ahmad Ahmad ډیره مننه یون صیب، مونږټول افغانان درسره یو
    Like · Reply · 16 hours ago
    Namatullah Enam خدایه پښتون قوم نور په اتفاق كړه
    Like · Reply · 17 hours ago
    Burhannudin Usmani ژوندی دی وی یون ژوندی دی وی پختون
    Like · Reply · 18 hours ago via mobile
    Waris Khan Zindabad Ismail youn
    Like · Reply · 22 hours ago via mobile
    Amanullah Khan Mashallah
    Like · Reply · 23 hours ago via mobile
    Rahmatullah Rahmat یون صیب ستاده لابریاپه هیله
    Like · Reply · Yesterday at 8:02pm via mobile
    Abidullah Abid واقعیت دی مګر په خبرو سه نه شو کولی لالا…….
    Like · Reply · Yesterday at 7:57pm
    Sayed Mukhtar Hashimi nope! Youn Sahib is a real Afghan Muslim and supporters of all Afghans on the earth. Allah give him a long life!!!
    Like · Reply · 7 hours ago
    ببرک سایل ژونددی دی وی استاد اسماعیل یون او الله دی اوبخشی شهید حاجی عبدالقدیر
    Like · Reply · 12 hours ago via mobile
    Ahmad Hamed ژوندی دی وی یون صیب !
    Like · Reply · 16 hours ago

ځواب ورکول Ajmal,l salamona ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *