خبریال:( ابوبکر جبارخیل):- په داسې حال کې چې د افغانستان د بیرته خپلواکۍ د ګټلو د ۹۴ مې کلیزې په ویاړ په ټول افغانستان کې یو لړ کم رنګه نمانځغونډې جوړې شوې، خو د ملي تحریک په نوښت دغه غونډه په خورا شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.
د سې شنبې شپه د کابینې یو شمیر غړو، مدني ټولنو، سلګونو ځوانانو، فرهنګیانو، ادیبانو او عامو افغانانو د دې ورځې په ویاړ په ویناوو، د شعرونو په زمزمو، د هنرمندانو په سندرو، اتڼونو او په چکچکو تیره کړه.
په سر کې د ژوندون تلویزون مشر او د ملي تحریک موسس پوهنوال استاد محمد اسمعیل یون په خپلو خبرو کې له انګریزانو څخه د شاه غازي امان الله خان او افغان ولس د خپلواکۍ مبارزه وستایله.
یون وویل له تیرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د واقعي او ریښتینو اتلانو پرځای یو شمیر جعلي اتلان نمانځل کېږي او په دغو ورځو د بیت المال ډیرې پیسې مصرفیږي چې دوی نور د دغو نمانځلو زغم نه لري او له اړونده چارواکو غواړي ترڅو د دغو جعلي اتلانو د نمانځلو لپاره مالي امکانات برابر نه کړي.
هغه وړاندې زیاته کړه: (( باید داسې یو نوښت رامنځته شي، چې واقعي اتلان ونمانځل شي، مونږ د محدودو جعلي اتلانو د نمانځلو لپاره چې د ملت په وینو یې لاسونه سره وي د بیت المال د امکانو د مصروفو زغم نه لرو.))
د غونډې ګډونوال او د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېوال په افغانستان کې د یو شمیر کورنیو او بهرنیو دسیسو یادونه وکړه، چې په وینا یې لا هم د افغانستان د بدبخت کولو لپاره روانې دي او پر وسله والو مخالفینو یې نیوکه وکړه، چې د پنجابیانو ټوپک یې پر اوږه خپل ښوونځي سوځوي او افغانان وژني.
هغه ډیره کړه: (( تاسو وګورﺉ د ننګرهار په چپلیار کې د ښوونځي مدیر وژل کیږي، آیا دې ته جهاد وايي؟ له هاخوانه پنجابی راوستل کېږي زمونږ مکتب پرې سوځول کېږي، نو هغه خلک چې دا جنګ د پنجابي د ګټې لپاره کوي باید خپل ټوپک له اوږې لرې کړي.))
دغه راز د پوهنې وزیر ډاکتر فاروق وردګ وینا وکړه او ویې ویل چې د خپلواکۍ ګټل اسانه دي خو ساتل یې ګران کار دی او وردګ په هیواد کې د خپلواکۍ د دوام لپاره پر ښوونې او روزنې ټینګار وکړ او له ځوانانو یې وغوښتل ترڅو په خورا تدبیر سره په متحده توګه سره افغانستان له دغو ستونزو وباسي.
وردګ همداراز وویل: (( سیاسي ازادي لرو خو اقتصادي ازادي نه لرو، میوه او اوبه لرو خو ترې استفاده نه شو کوی، له اوبو څخه مو ګاونډیان ګټه پورته کوي، معادن لرو خو متخصص نه لرو، نو د دې ازادۍ ساتل ښوونې او روزنې ته اړتیا لري او کولی شو په ښوونې سره له دغو ستونزو ووځو.))
همدارانګه د سوداګرۍ وزیر او د افغان ملت ګوند مشر ډاکتر انورالحق احدي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته اشاره وکړه، او له افغان ولس یې غوښتنه وکړه چې خپل راتلونکی مشر د بهرنیانو له خوښې پرته وټاکی چې ګوډاګی نه وي.
احدي ډیره کړه: (( د خلکو ذهنیت دا دی چې ټول کارونه د بهرنیانو په لاس کې دي، خلک باید بهرنیانو ته د دې اجازه ور نه کړي ترڅو ورته ګوډاګي مشر وټاکي، د دې ازادۍ ساتل د نسلونو قربانۍ ته اړتیا لري.))
د خپلواکۍ د نمانځغونډې وروستۍ ګډونوال د ولسمشر کرزي سلاکار وزیر او د کرکټ بورډ مشر شهزاده مسعود وویل په تیرو دیرشو کلونو کې د افغانستان د ورانولو او خرابولو تجربه شوي څیرې نور په افغانستان کې نه شي چلیدلی.
هغه زیاته کړه: (( ملت نور دغو کسانو ته وخت نه ورکوي دا د قدرت یو شمیر لیونیانو افغانستان دې حالت ته راوست، مونږه افغانانو ته یووالی اوحدت په کار ده، دغه څیرې نور ناکامې دي، په افغانستان کې نور چلش نه لري.))
پوره ۹۴ کاله وړاندې د زمري په اته ویشتمه ۲۸ د افغانستان پخواني پاچا غازي امان الله خان له انګریزانو د خپلواکۍ اخیستو اعلان وکړ.
سږ کال د خپلواکۍ نمانځلو مراسم د تیرو کلونو په څیر تر ډیره ناامنۍ ښودل شوي خو پنځه کاله مخکې کله چې د مجاهدينو د بري د ورځې په نمانځغونډې بريد وشو او درې تنه پکې ووژل شول، نو دغه غونډې محدودې شوې.
یاده دې وي، چې ۹۴ کلونه مخکې برتانوي امپراتورۍ د يوه تړون په پایله کې د افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژنده او امان الله خان دغه خپلواکي د کابل په عيدګاه جومات کې اعلان کړه.
له کلونو کلونو د زمري اسد ٢٨ نېټه په افغانستان کې عمومي رخصتي وي، د جګړو تر کلونو مخکې دا ورځ په خورا شاندارو مراسمو نمانځل کېدله.
Yara afghanano soomra chalak ao makar khalak ye.Watan mo pa khpal lass tabah krro ao prra pa Punjabiano arrawai.Sahi che Punjabian kha khalak zaka che taso la ya da staso da takleef pa wakht ke da rorwalai lass darkerre wo.Taso kho ka sok sal kala pa sha wagarzawee bia ba hum wayai che wai kuna de rata khoog krra.Pa taso da da Allah Pak laanat wee
محترمو د تاند اداری کارکونکو اومید وار یم روغ او جوړ اوسی لوی څښتن مو په خپلو کارونو کی کا میاب لره محتدازه د افغان ملت حزب نه خپره وی او کوم یو چی کله راخلی هغه هم صحی نه وی محترم پوهاند دوکتور انوارلحق احدی صاحب د افغان ملت د حزب افتخاری مشر دی نه انتخابی افتخاری مشر د امتیازی نوم دی حزب وس خپل انتخابی مشر لری رمو تاسو چی څومره د نورو احزابو مدنی ټولنو خبرونه خپره وی او د نورو میډیا نه یی اخلی په هغه ان
سلامونه هيوادوالو !!!
ژوندي د وي افغانان او خپلواك د وي افغانستان، د غازي امان الله د افغانستان په هيله.
ژوندی دی وی په هیواد اوپه پښتون قوم مین رهبران اوژوندۍ دی محمداسماعیل یون
یون صاحب خو دی تل ژوندی مونږ یی ملګری یو خو یو خواست لرو چه باید ورسره همکاری وشی ترڅو د پښتنو دیو مخلص مشر ځای ونیسی او ټول پښتانه خپل وروڼه وګڼی ترڅو د پښتنو حقوق وساتی
دتاند درانده مشرتابه او دتاند ټولو لوستونکو او لیکونکو ته دروند درناوی او ښې هیلې
یون صاحب ژوندی اوسی سره له رښتینو یارانو او نومیالیو اصیلو افغانانو ! ستا هر یون او حرکت په نظم او سیستماتیک تو ګه پرمخ ځی ، بریالی یی او اوسی ، خبره د اتلانو ده ، ،لمر په دوو ګوتو نه پټیږی ، څه چی په دیګ کی بلاخره دسترخوان ته راوزی ، اصیل اصیل دی او جعلی جعلی ، په هر حال ، احدی ، ، فاروق وردک ، زاغ خیل وال او شهزاده په خپل وار سره د احدی د پیر، وردک د ګل بدین ، زاغ خیل وال د کرزی او شهزاده دکوم بل مزد بیګیر دی ، دا ټول هغه څوک دی چی په تیرو دوو لسو کلنو کی یی خپلی خیټی او خپلې خیل خانی ډپښتون په نوم تر ستونی ډکی کړی او دادی اوس په همدی انه بهانه غواړی دپیاوړی او زړور یون تر خوا اوښان په بډه کړی او ځان داسی څرګند کړی چی ګویا دوی د افغانستان دپښتنو غمخوار وه او دی ، یون صاحب ډیر رسوایی او اسنادو شواهدو ته حاجت نشته ، ښه سند د همدی ، بی پدره زاغ خیلوال دی چی په پیښور کی البته ۱۹۸۵ او رواوروسته د یونس قانونی تړلی سپی وه او ۲۴ ساعته به په راحت اباد کی د شورای نصوار ددفتر په دروازه کی ولاړ وه ، او په همدی توګه را وروسته بیا په کانادا کی داتاوا دښار په یوه کوچنی دښاروالی ناحیه کی د احصایی کاتب وه ، دا چی څنګه داتمر په اږو سپور د احمدولی کرزی دربار ته لار پیدا کړه ، تاسی پلټنه وکړی او دا چی څنګه بیا داحمدولی په اوږو سپور څان یی دشاشجاع حامد کرزی دربار ته وراسوه دلته نور اسناد او شواهد هم شته ، پاته شوه د احدی ، وردک ، او شهزاده خبره دوی په خپل وار ځانونه دبیلابیلو استخباراتی چینلونو سره همدا اوس داسی پټ بربنډ اړیکی لری چی يوازی هوښیار پښتانه یی درک کوالای شی ، احدی د ۴۵ کالو یو کلک او منظم ملی حزب افغان ملت د پیری له سره جار کړاودادی نن هم دپوبل او احدی تر مینځ لانجه روانه ده چی څنګه څو پاتی افغان ملتیان چی په هیچا نه دی خر څ شوی په کرزی یا احمدزی یا خلیل زادیی خرڅ کړی ، او ان تردی چی ګلبدین او ملا عمر سره یی هم سودا ته لاره هواره کړی چی که چیری خدای نا خواسته دا دوه دپنجاب چرګان قدرت ته رسیږی یو وزارت او یا ریاست تر لاسه کړی ، نو ښاغلی یون صاحب او نورو په خدای وطن او ولس مینو مشرانو هیله ده چی دا اذمویل شوی کثیف رانج نور دملت له سترګو لیری وساتی بری ضرور دخوارو پښتنو ده البته دهغو چی تر همدی شیبی به جیب کی دامریکی ، کانادا او ای اس ای باسپورتنو او شناختی کاردونه نلری ، یون صاحب لوی لښکر درپسی دی ، دا څو دکوتو په شمار دچا خبره مطرح غله له مخی لری کړه ، ته بریالی یی ولس درسره دی ، بری د په مخ کی دی .په درڼښت
د محترم یون صیب څخه دیره مننه واقعا چه یون صیب یو رشتینی افغان او رشتینی پشتون دی زه تری په خپل وار ملاتړ اعلانوم ، خدای دی داسی رشتینی افغان دتل لپاره ژوندی لری
ده تاندوزینی ویب پاڼه یی چلوونکو او لوستونکوته سلامونه
په رښتیا هم چی ښاغلی یون یوازینی پښتون ده چی ده داسی پښتون دښمن رژیم په واکداری کی ده پښتون ملت ده واقعی غوښتنوغژ په پرله پسی ټوګه مطرح کړی. که چیرته په غورسره ده نورجنابانو ویناوته وکتل شی یوه یی هم ده هیواد او پښتون ملت لومړیتوبونو ته حتی اشاره هم نه ده کړی او حتی احدی صاحب خو یوڅل بیا هم دا موقع ده څان ده انتخاباتی کمپاین لپاره استفاده کړی.خو بیا یی هم کور ودان چی ده خپل آمرصاحب یادون یی نه ده کړی. په رښتیا هم چی په دی څوتیرو کالونه کی ده کارمل، مزاری، مسعود او نورو ملی خاینینو تلینونه په شاندارو مراسم لمانځل کیژی او شاید یو دلیل یی هم دا وویی چی دغو خاینینوده هیواد اقلیتونه یا لژکی غولوی او ځان ده هغوی ده واقعی مشرانو په توګه مطرح کړی. لژکی دا جرات لری چی خپل مجرم او ناوړی مشرانو تلین ولمانځی خو زموژ نا مرد مشران ده خپلو واقعی مشرانو او ارزښتونه لمانځل له یاده ویستلی او صرف ده خپل ځان او خپلی کورنی ده ګتوده خوندی کوولو په سوچ که دی او بس.که موپه یاد وویی څو کاله وړاندی خبیت پدرام په صریع الفاظو غازی امان الله خان ته توهین وکړ، او په دی وروستیوکی ده سرپل خبیت نماینده ټول پښتون ملت ته لوی توهین وکړخو زموژ مصلحت مآب کرزی د ه دوی په څواب کی څه وکړل؟ کله چی ځینی پښتونوهڅه وکړه چی دغه وروستی توهین موضوع څارنوالی ته ورسوی غټ پزی مارشل ده دغه خایین ننګی ته راو دانګل او هغی وژغوره خو ژموژ ناپښتون مشران له مصلحت مآب نه بیا تر نورو ناپښتون وزیرانو ټولو پټه خوله اختیار کړه. په اخر کی له ټولو بادارک با احساس څوریدلیو پښتنو نه غواړم چی دا داسو نا پښتون اراکین ترسیوری لاندی له ملی شخصیتونو لکه ښاغلی یون صاحب نه په کله ملاتړ وکړی که نه کرزی او دهغه حاکم تیم چی خپل مقامونه او منصبونه ده پنجشیر او نورو شمالی ټوپکیانو او لنډه غرو احسان ګنی پرته له بربادی او تباهی نه پښتون ملت ته بل څه نه شی ورپه برخه کوولی. ژوندیی ده وویی میړنی او سر لوړی پښتانه ، مړه ده ووی هغه پښتانه چی ده خپل مقام اومنصب ته ده رسیدو لپاره یی خپل پښتونوالی ارزښتونه ته ړندی سترګی اړولی
په درناوی
ستاسوکړیدلی پښتون ورورمسافر
In response to Alamoona,
You seem to be a mere idiot, either you are a Paki or their slave and poppet otherwise no wise human being will think that cat catches the mouse for God’s sake, nor Pakies sheltered Afghan Refugees for God’s sake. If you happen and unfortunately to be an ignorant Afghan, do not forget that Pakies and Punjabies were about to be smashed and sent to the hell by Russians, we sacrificed our lives and saved Pakistan……………….. Pakies and Punjabees owe Afghans big time not vice versa. The painful ass that you mentioned must be Pakies’ and Punjabies’ but neverever Afghan’s. You may share it with your Paki and Punjaby brothers but we proud Afghans neither share the painful ass nor owe them any favour.
My apologies to the rest of readers for using a rough language, in response to an ignorant comment.