مریم منصف

تاند- د کاناډا په انتخاباتو کې یوه افغانه د دغه هیواد پارلمان ته بریالۍ شوه.

مریم منصف لومړنۍ افغانه ده چې د کاناډا پارلماني چوکۍ ترلاسه کوي.

دا د لیبرال ګوند له لوري کاندیده وه.

لیبرال ګوند، چې مریم منصف یې عړیتوب لري، د پارلمان د چوکیو اکثریت ترلاسه کړی او صدراعظم سټیفن هارپر د خپل محافظه کار ګوند ماتې منلې ده.

صدراعظم هارپر ویلي چې ژر به له صدارته استعفا وکړي.

د لیبرال ګوند له لوري دا ځل دوه ایرانیان هم پارلمان ته بریالي شوي دي. په کاناډا کې د ایرانیانو شمېر نسبت افغانانو ته څو هومره زیات دی.

تېر کال د سویډن په سیمه ییزو انتخاباتو کې یو افغان بریالی شوی و.

3 thoughts on “یوه افغانه د کاناډا د پارلمان غړې شوه”
  1. رسنيز دروغ هم يو حد لري. هغه څوک چې يوه بهرني هيواد کې پارلمان ته نومانديږي نو بايد د هغه هيواد تابعيت تر لاسه او د ژمنتيا لوړه تر سره کړي, ورسره د خپل پخواني تابعيت او ژمنتيا تير شي, يانې له افغانيته تير شي. نو بيا دا رسنۍ ولې دا کسان افغان بولي او د ملت سترګو ته خاورې شيندي?

    1. ملیار صاحب
      کاناډا، امریکا او ګڼ نور هیوادونه دوه تابعیته اتباع لري. زموږ خپل هیواد افغانستان هم په دې برخه کې قانوني مشکل نه لري چې یو افغان همزمانه د دوهم هیواد تابعیت ولري (د ټولو نه د یو شمېر هیوادونو)

  2. په نړۍ کی ډیر هیوادونه شته چی اوسیدونکی یی دوه تابعیته لری.

    د افغانستان اساسی قانون هم ټولو افغانانو ته چی له هیواده د باندی دی اجازه ورکوی چی خپل اصلی تابعیت وساتی او هم کولای شی د بل هیواد تابعیت ترلاسه کړی. اما یو تعداد هیوادونه شته چی یواځی یو تابعیت لری او د دوهم هیواد تابعیت له لاسه باید ورکړی. د منګولیا هیواد د نړۍ ټول مغولان خپل اتباع بولی ، اسراییل د نړۍ ټول یهودیان او ترکمنستان د نړۍ په هرګوټ کی میشت ترکمن د خپل هیواد اتباع بولی.
    زما په نظر آغلی مریم منصف به نه یواځی د کانادا هیواد په پارلمان کی د خپلی سیمی استازی وی ، بلکی هغه به د افغانستان د خلکو له خوا هلته د افغانستان واقعی سفیره هم وی . مونږ هغی ته د بریالیتوب اوخپلو هیوادوالو ته د ښه خدمت دعا ورته کوو.

ځواب ورکول hekmatullah Malyar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *