د ننګرهار پوهنتون استادان او د دغه ولایت ویاند وايي چې د ننګرهار پوهنتون يوه محصل فضل کريم علمي په کيميا کې پنځه فارمولونه کشف کړي دي.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي د دغه خبر د تایید په ترڅ کې وویل چې دغه نوښتګر فضل کريم وايي، په کيميا کې ځینې فارمولونه ضعيف او ځنې يې نه وو، نو له دې امله ده دغه فارمولونه ايجاد کړل.
د ده په وينا د اروماتيکومرکبونو، الکايل هلايدونو، اوکسايدونو، پراکسايدونو او سوپراکسايدونو د دې نويو فارمولونو په ذریعه به، چې ده کشف کړي دي، د کيميا زده کوونکو ته زده کړه لا اسانه شي.
د ننګرهار پوهنتون د کيميا استاد خدايداد کوچی دغه انکشاف د کيميا په برخه کې لويه بریا وبلله.
دی وايي، که دې برخې ته پاملرنه وشي د ژوند په ډېرو برخو کې به له پرمختګ سره مرسته وشي.
د نويو کيمياوي فارمولونو د انکشاف کوونکي په وياړ د جوړې شوې غونډې ګډونوالو له پوهنې وزارته په پوهنيز نصاب کې د دې فارمولونو د ځایولو غوښتنه وکړه.
salamoonah;
Hamesha Bahaar Nangerhaar kho herwaxt de A`ilem aw Pohany zango paty shawi da.
Gran FazilKarim ta de dae nawisht tabrik wayim aw Afghan govt. bayed dasy Iste`daduna warozy aw Tashviq yi krri.
De zwanano la ziyato kashfiyato pa heelah.
Pa dranisht. Dr. Hamidullah Safpi z. de Nangraha Univ. 1 paxwany mohassil.
ډیر په زړه پورې نوښت دی الله پاک دې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې تلپاتې سوله راولي ترڅو دغه شان نور نوښتونه او پرمختګونه مو په برخه شي ددې ترڅنګ که دغه پنځه نويفورمولونه که تاڅو دلته له خپل دغه راپور او خبر سره لیکلي وای ښه به وو
له کوشش نه دزیاته مننه کوو الله پاک دنور هم توانایی درکری چی وطن ته دعلم په برخه کی نورهم پیشرفت ورکری