تاند – یوه افغان چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د شنبې د ورځې /د جنورۍ ۲۷مې/ پېښې سخت خواشینی کړی وو له اسلام سره خدای په اماني وکړه.

په فیسبوک خپره شوې یوه ویډیو کې نوموړی په ژړا وایي، «… نن چې ما د هغې ماشومې پښه لیدلې، که اسلام داسې وي، زه درته سپینه خبره کوم، زه بالکل له اسلام نه وځم،»

دغه افغان ځوان، چې نوم یې نه دی یاد شوی، د فیسبوک په یوه ژوندي پروګرام کې د خپل نظر د څرګندولو پر وخت، په داسې حال کې چې مرکه کوونکی هڅه کوي هغه له خپل هوډ نه راوګرځوي، ورته وایي چې وروره اسلام داسې نه وي، لاکن یاد شخص ورته وایي، «… زه د دوی د عملونو له امله له اسلام نه ووتم، دا کوم اسلام دی، زه صفا خبره کوم، زه کافر یم، زه له دین نه واوښتم،»

نوموړي په مکرر ډول وویل، چې هغه نور کافر دی، او وایي چې د دې ځواب به همدغه کسان ورکوي.

د چارو پوهان وایي، چې د پاکستان استخباراتي ادارې په سیمه کې د خپل واک د پراخولو په مقصد له خواوشا څلورو لسیزو راهیسې افغان تنکي ځوانان په افراطي نظریاتو تربیه کوي او بیا یې افغانستان ته د جهاد په نامه رالېږي چې هغوی په خپل وار سره افغانان وژني او د افغانستان ملي تاسیسات ویجاړوي.

ویل کیږي چې په افغانستان کې د افراطي فکر د روزنې لومړۍ پروژه چې په پخوانیو جهادي تنظیمونو تطبیق شوه د پاکستان د جماعت اسلامي ډلې له خوا، چې د کارپوهانو په نظر له پوځ او آی اېس آی سره نژدې اړیکې لري، ترسره شوه، د طالبانو د تربیه کولو لومړۍ او دویمه پروژه د سمیع الحق او فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام دوه ډلو له خوا تطبیق شوه، او د داعش سیمه ییزه پروژه د حافظ سعید په مشرۍ د یوې افراطي ډلې له خوا تطبیقیږي چې په افغانستان کې بې رحمانه بریدونه ترسره کوي.

ویډیو:

https://www.facebook.com/qarieisamohammadi786/videos/1599028703467856/

12 thoughts on “یوه افغان ځوان د کابل د پرونۍ وحشیانه پېښې له امله اسلام پرېښود”
  1. نوموړی شخص اوس هم مسلمان دی. . کوم عمل چی دغو وحشیانو وکړ. دا د مسلمانانو کار نه وه. هغه په خپله څو ځل شرطه وویل که دا کار د اسلام وي نو بیا زما د دې اسلام څخه توبه ده

  2. دا کومه پیښه چې تیره ورځ وشوه د اسلام سره هیڅ اړیکه نه لری، همدغه کس چې د همدغې پيښې په پلمه يې اسلام پریښودلی دی له اسلام څخه مالومات نه لری.
    نوموړی ته پکار ده چې لومړۍ اسلام مطالعه کړی بیا د اسلام په پريښودلو نه پريښودلو باندې غور وکړي.

    1. ډیر ساده نه یی ؟؟؟؟ ټول خلک باید د اسلام دومره زیاته مطالعه ولري؟؟؟؟ ناممکنه دی…. بس د به وایو چه خدایه خلاص مو له مولا یانو کی……

  3. اصلی خبره خو داسی ده چه که څوک اسلام په پریږدی او یا یی نه پریږدی خو دا بی اصله مسلمانان په داسی ‌‌‌‌‌‌ډيرو وحشیانه اعمالو لاس پوری کوی او دا نور هیچاته هم د زغم نه ده.

  4. در کتابچه راهنمای ماشین لباسشویی آمده است که وقتی ماشین را استفاده نمی‌کنید، لین آن را از ساکت بکشید. شرکت ماشین‌ساز این جمله را واضح و ساده نوشته تا کسی دچار سردرگمی نشود. این جمله نیاز به تفسیر ندارد. نمی‌خواهد کسی بیاید ده صفحه‌ی دیگر تفسیر بنویسد و بگوید که منظور شرکت ماشین‌ساز این است.

    خدای مهربان اما این توانایی را نداشته. وی طوری از طریق پیامبرش با ما سخن می‌گفته که ما نفهمیم و بعداً نیاز شود تا گلبدین حکمتیار و دای فولادی و مولانا فضل‌الرحمان بیایند و سخنان آن جل‌و‌جلاله را برای ما تفسیر کنند. یکی اسلام رادیکال بسازد و دیگری اسلام معتدل. سومی عشقش گل کند و صوفی‌ازم را از آن بیرون آورد که مثل آوکادو نرم و ملایم باشد. هم ضیاالحق و برهان‌الدین ربانی و ملا عمر را شاد کند، هم محمد بن سلمان و آریانا سعید از آن خوشش بیاید. هم انتحاری در وقت منفجر کردن آن را تلاوت کند هم قربانی در وقت جان دادن. بعد خوش هم باشد و بگوید کسی در کلام من دخل و تصرف نمی‌تواند. دخل و تصرف!! جِیرد!! بقول ایتالیایی‌ها «فٙن‌کولو».

  5. زما نظر هغه دا نه دی ویلی چی زه د اسلام سره همغږی نه یم هغه وویل که چیرته اسلام داسی وی نو زه تری تیر یم دا خو معلومه خبره ده چی اسلام د صلحی دین ده او اسلام هیڅکله د داسی کړنو او اعمالو اجازه نه ورکوی د هغه زړه د هغه مسلمانانو څخه تور ده چی داسی کړنی ترسره کوی او فخر هم پری کوي.

  6. اولاً ډېر متأسف یم چه دا بې خونده او حتی ځوروونکی خبر چه اصلاً صحت او سقم ئې تائید شوی ندی په ټاند کی خپور شویدی چه البته په کوم بل هیڅ وبسایت کی ندی لیدل شوی چه هیله ده تاند دا مسئله او د هغې حساسیت جدّاً په نظر کی ونیسی
    امّا ددې ځوان د بیان په اړه عرض شی چه
    دښمن یو بد ښکار تر سره کړ یعنی یوه مظلومه او معصومه هوسۍ ئې ځله څیری کړه
    کفتاران یا همهغه وحشی او خیرن او بدشکله سپیان هم د ښکار پر بقایاوو راټول شوه، هر چا هر څه وزبېښل یعنی وویل، یوه کفتار چه اصلاً خارجی وجود نلری د خلګو غوږونو ته ورورسول چه ګواکی هغه له مسلمانۍ پښېمان او منکر دی
    !ښاغلی
    هیچا د هیچا مخ ندی نیولی کولای شی هر هغه څه چه زړه دی وی خو نه په عام محضر کی
    که ته دومره زړه سواند ئې چه ددې فاجعې پخاطر دی منفی عکس العمل ښکاره کړ نو داسی معلومیږی چه د امپریالیسټی او استعماری جنګونو د قربانیانو د صحنو په لیدلو به حتماً څلوېښت ځله د دموکراسی او حقوق بشر د ادبیاتو څخه متنفر شوی ئې
    یوازی باروتی او آهنی بمونه ندی چه موږ وژنی بلکه پدې ډول ډیجیتالی او مرموزو بمونو مو د فرهنګ او عقیدې ځاله هم را ورانوی دا نړیوال صهیونیزم

  7. بس ګناه ټوله زمونږ دی چه په جاهلانو پسی اقتدا کوو او د جاهلانو په خبرو اعتبار کوو….زمونږ مولایان له یوی مخی جاهل دي ځکه چی د اسلام غلطه معنی کوي….مسلمان باید د معاشری د پاره یوه نمونه وي نه چه مسلمانان په انتحاریانو کی الوزی…. هغه ورځ لری نه دی چه داسی ډلی ډلی له اسلام څخه منکر شي او زمه به یی ټوله ددی جاهلانو پر غاړه وي…..

  8. هغه ویدیو تولو ولیدله. تاند هم کله کله د طالبان په شان سمدستی عمل کوی

ځواب ورکول سجه مسلمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *