عکس له هفنګټن پوسټ څخه

تاند – د جرمني رسنیو نن د یوه افغان ځوان امیر نجارزاده په هکله مطالب خپاره کړي او ستایلی یې دی چې د جمعې په ورځ یې د دغه هېواد د بایرن ایالت په مونشن ښار کې خواوشا ۲۰۰ کسان د یوه ترهګریز برید پر وخت خوندي کړل.

ویل کیږي چې په یادو کسانو کې یوه امېدواره ښځه او ګڼ شمېر داسې ماشومان هم موجود ول چې لویان ورسره نه ول.

د جرمني د دویچه ویلي له انګلیسي څانګې سره په مرکه کې ښاغلي نجار زاده ویلي چې دا زما له پاره فرق نه کوي چې یو څوک جرمنی دی که کډوال، زما له پاره ټول انسانان دي. نوموړي ویلي، «که زما په وس پوره وای ما به له وسله وال کس نه وسله اخیستې وای او اجازه به مې نه وای ورکړې چې څوک ووژني. څه چې زما په وس پوره وو هغه مې وکړل او دا خلک مې خوندي کړل.»

امیر نجارزاده چې یو شمېر رسنیو یې کورنی نوم نجف زاده یاد کړی دی د امنیتي ساتونکي په توګه کار کاوه، او هغه وخت چې یوه جرمني – ایراني ترهګر په مونشن ښار کې په اولیمپیا پلورنځي کې په یوه رسټورانټ کې په خلکو ډزې وکړې امیر نجارزاده په لسګونو کسان یوې تاکاوۍ ته رهبري کړل، او د څو ساعتونو په مخه یې هلته خوندي وساتل.

ویل کیږي چې، امیر نجارزاده په ۲۰۱۴ کال کې جرمني ته تللی او هلته د کډوال په توګه ژوند کوي.

په اروپایي هېوادونو او په ځانګړې توګه په جرمني کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو له پیل راهیسې د کډوالو او په ځانګړې توګه د مسلمانانو په وړاندې د اروپایانو غوسه را پارېدلې وه، خو په رسنیو کې د امیر نجارزاده کیسې نن د خلکو توجه د کډوالو له بحران څخه بلې خوا ته واړوله.

One thought on “یوه افغان ځوان په جرمني کې خواوشا ۲۰۰ کسان له مرګه وژغول”

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *