تاند- د امریکا د تېلو او ګازو یوې لویې کمپنۍ د افغانستان له لارې پاکستان او هندستان ته د ترکمنستان د ګازو په پروژه (ټپي) کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د امریکا شورون شرکت غواړي چې د ټپي پروژې د کنسورشیم مشري په غاړه واخلي.

که دې شرکت د کنسورشیم (د شرکتونو ټولګه) مسوولیت په غاړه واخیست د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته به د ګازو د نللیکې د جوړولو مالي پېټی او د جوړولو د چارو اداره هم په غاړه واخلي.

د دې نللیکې د جوړولو ټولې لومړنۍ موافقې شوي او ټول هیوادونه د دې پروژې اجرا ته تیار شوي دي خو د شورون په شان یوه لوی شرکت ته اړتیا ده چې کنسورشیم جوړ او مالي منابع پیدا کړي.

په اسلام اباد کې سرچینو نن وویل چې افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هندوستان د یوه کنسورشیم په جوړولو او د هغه د اداره کولو لپاره د یوه لوی شرکت پر غوره کولو غور کوي. د دوی په نظر دا شرکت باید د پروژې، چې څه باندې اووه ملیارد ډالره لګښت غواړي، د ډیزاین کولو او جوړولو مالي وس ولري.

پاکستاني سرچینې وايي چې د هند او افغانستان چارواکو په نوي ډیلي کې د شورون شرکت له استازي سره خبرې کړي دي.

شورون شرکت ویلي چې د دې پروژې د اداره کولو په بدل کې په ترکمنستان کې د ګازو او تېلو د موندلو په چارو کې د ګډون او د قراردادونو غوښتونکی دی.

ترکمنستان ویلي چې په وچه او ساحلي سیمو کې بهرنیو شرکتونو ته د استخراج او اکتشاف اجازه نه ورکوي خو د کسپین سمندرګي په تل کې شورون کمپنۍ ته د اکتشاف بلنه ورکوي.

د ټپي د پروژې د بشپړېدو په صورت کې به له ترکمنستان څخه هر کال هند ته د کال ۱۳۶۵ ملیاد فوټ مکعبه، همدومره پاکستان ته او ۵۰۰ ملیون فوټ مکعبه افغانستان ته صادر شي.

3 thoughts on “یوه امریکايی شرکت د ټپي نللیکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې”
  1. دا پورژه چې تر اوسه ټکنۍ وه یو دلیل ېې همدا و چې امریکاېې کمپنیو خپل ځان پکې نه لیده.
    شورون به سر له ننه د اوباما خوله ور خوږه کړي، هغه به د پنجاب خوله کې پتاسې ور واچوي او پنجاب به ملاعمر ته ووايي چې سم شه، کنه د محسود په څیر به دې د ډرون خوارک کړم.
    نو خبره به ختمه شي.
    سوله به راشي، او ټپي پروژه به پلې شي.

  2. یاره چې دا کار وشي نو افغانستان کې به هم د خلک کورونو ته ګاز ورورسي خو دا لا معلومه نه ده چې د دې به کلنی لګښت په افغانستان څومره وي

ځواب ورکول نوروز خان شینواری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *