«افغانستان د نجونو تعلیم لپاره څلورم ناوړه هېواد»

«…د دوی ډیوې دې خدای ولگوي،

موږ به د زیارت ډیوې بلوو.»

(استاد الفت)

څو ورځې مخکې (۲۰۱۷/۱۰/۱۱) د «نجونو نړیواله ورځ» ورځ ولمانځل شوه او زمو میډیا هم لږ و ډیر ونډه په کې واخیسته. ځینو هسې یاده کړه، ځینو په ښو تورو سره د نجونو د قدر داني له پاره یو څه ولیکل، یوه نیمه مقاله خپره شوه، د نجونو د ژوند د خرابوالي په باب گزارشونه… او ځینو لا ولیکل چې دا ورځ بیا له کومه شوه.

په هر ډول چې و، د نجونو په باب یو غږ اوچت شو او یو ځل بیا د هیوادوالو او نړیوالو تر غوږونو پورې دا خبر او دا چیغه ورسول شوه چې په افغانستان کې د نجونو ژوند له هره اړخه خراب او تریخ دی او ډیره سلنه له تعلیم، ښوونځي او پوهنځي نه لرې دي.

د نجونو د ورځې د لمانځلو په لړ کې داسې تایید شوي او نا تایید شوي ارقام هم وړاندې شول چې د دوو میلیونو په شا و خوا کې نجونې ښونځي ته د تگ له حق نه محرومې دي او د دې محرومیت تر څنگه د تاوتریخوالي له ظالمانه ډولونو سره هم مخ دي. که ښوونځي ته لاړې هم شي، اویا سلنه نجونې په لږ لوړ سن او لږ جگ ټولګې کې نه پریښودل کیږي چې ښوونځي ته ادامه ورکړي؛ د دغو عیني ستونزو سره، سره د ښوونې او روزنې وزارت هم په ټاکلي وخت د نجونو ورځ ولمانځله.

وروسته له دې چې په میديا کې د نجونو د ورځې درز دروز لږ غلی شو، بي بي سي داسې یو رپوټ خپور کړ چې هر بادرکه او با احساسه انسان ته ټکان ورکوي. د یاد رپوټ سرلیک داسې وو:

«افغانستان د نجونو تعلیم لپاره څلورم ناوړه هېواد»

د بي بي سي په یاد راپور کې افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې څلورم ښودل شوی دی چې نجونې په کې د تعلیم نا وړه حالت لري. د رپوټ په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

«په هغه ورځ چې ملګرو ملتونو د “نجونو ورځ” اعلان کړه، د one په نوم یوې پراختیايي مؤسسې د هغو هېوادونو یو لیست او رپوټ خپور کړ چې د نجونو تعلیم پکې ډېر ګران دی.

د شخړو سیمې

په هغو لسو هېوادونو کې چې د وسله والو شخړو شاهدان دي، نجونې په ښوونځیو کې د زده کړو له نعمته بې برخې ګڼل کېږي.

په دغو هېوادونو کې چې کورنۍ د کورنیو جګړو او شخړو له کبله له بې وزلۍ، خوارځواکۍ او په کور د ننه له کډوالۍ کړېږي، حکومتونه یې هم په څپ څپانده حالت کې دي.

په دې هېوادونو کې له نجونو نه ښوونځیو ته د تګ پر ځای د کار کولو تمه ډېره کېږي. ډېری یې په کم عمر کې ودېږي، چې له تعلیم نه د پاتې کېدو او د خپلو هیلو پوره کولو مخنیوي کې یې یو ستر لامل همدا هم ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو شمېرې په ډاګه کوي چې هغه نجونې چې د تعلیم فرصت له لاسه ورکوي، په کورنیو شخړو کې د ښکېلو هېوادونو له زده کړو نه د پاتې ماشومانو پرتله ډېرې دي.

ملګرو ملتونو په ترتیب له تعلیم نه د نجونو د پاتې کېدو لاملونه په نښه کړي:

  • په لومړنیو ښوونځیو کې د محرومو نجونو کچه ډېرېدل
  • په منځنیو ښوونځیو کې د محروومو نجونو د شمېر ډېرېدل
  • یوازې کمې نجونې ابتداییه ښوونځی بشپړولی شي
  • په ښځو کې د لوستو هغو ډېروالی
  • د وړ ښوونکو کمښت
  • حکومت پر تعلیم سم لګښت نه کوي

هغه لس هېوادونه چې نجونو ته پکې تعلیم کول ګران دي:

  1. جنوبي سودان
  2. منځنۍ افریقا
  3. نیجر
  4. افغانستان
  5. چاډ
  6. مالي
  7. ګیني
  8. بورکینا فاسو
  9. لایبیریا
  10. ایتوپیا»

د نړۍ په هر گوټ کې چې یو منفي لست خپریږي، له بده مرغه چې افغانستان په کې وي او دا دی اوس مو په دې لست کې هم توره کړې، څلورم یو او دا په هیڅ وجه پټیدای هم نه شي. ملامتیا چا ته ور له غاړې ده، دا هم څوک نه مني، که ثابته هم شي چې ډیره سلنه موږ خپله افغانان ملامت یو، بیا خو جنگ او د جگړې نوم شته چې پړه ور له غاړې کړو او ځانونه سپینې کوترې معرفي کړو، خو هغه شیبه مو هیره وي چې د غیرت، شرم او ځینو نورو دلایلو له مخې خور، لور وهو ټکوو او دې ته یې اړ باسو چې له ښونځي څخه  لاس په سر او د کور بندیوانه شي، ښونځي ته د هغې (نجلۍ) په نه تگ چې څومره نورې ستونزې را ولاړیږي، هغه موهیرې وي.

پخوا ما په خپلو مقالو کې د نورو ولایتونو مثالونه ورکړي و، خو همدا اوس په میډیا کې داسې خبرونه راځي چې لا د ننگرهار غوندې فرهنګپاله ولایت کې هم په څلورو ولسوالیو کې یوه ښځینه فارغه نه شته. دغه رپوټ ته پاملرنه وکړئ:

«د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې تر اوسه یوه جلۍ هم له دولسم ټولګي فارغه شوې نه ‌ده.

د پوهنې ځای ناستي رییس سید عیسی سادات سلام وطندار ته وویل، چې په یو شمېر ولسوالیو کې ان ځینې کورنۍ خپلې لوڼې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته نه پرېږدي.

د پوهنې رییس وايي، چې دوربابا، اچین، نازیان او لالپوره ولسوالیو کې د دولسم ټولګي یوه فارغه هم نه ‌لري.»  

دا چې په نړیواله کچه د افغانستان نوم  په هغه لست کې په څلورمه شمیره کې درول شوی چې د نجونو د تعلیم له پاره نا وړه حالت لري، اصلي لامل یې د تاوتریخوالي هغه ډولونه دي چې له کورنۍ او کور نه نیولې تر کوڅې، کلي، ښار او بیا په ټول هیواد کې، په هر گام کې ماشومان، کوچنیان، په ځانگړي ډول نجونې ورسره مخ دي او په رنگارنگ ډولونو تاوتریخوالی ورباندې تدبیقیږي. له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي پر ستونزو باندې، ما (آصف بهاند) تر لسو ډیرې مقالې لیکلې او خپرې کړې دي.

ما د خپلو مقالو دې لړۍ ته «له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ستونزه» سر لیک ټاکلی دی. او د هغو په ترڅ کې مې له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي پر ستونزو خبرې کړي، په تیره له نجونو سره د تاوتریخوالي ډولونه په نښه کړي دي او په دې ډول مې د دوی د حقونو نه د دفاع له پاره خپل غږ اوچت کړی دی.

په دې باب زما وروستۍ خپره شوې مقاله «له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي نوی باب» نومیږي.

دغه مقاله ما یوه میاشت مخکې خپره کړه هلته ما په عام ډول له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي پر نوي باب خبرې کړې دي او دا مې په نښه کړي دي چې د دې تاوتریخوالي پایلې به دې ماشوم یا کوچني او کورنۍ او ټولنې ته يې څه وي. دا یې څو کرښې دي:

«په جگړه ځپلو ټولنو کې، چیرته چې د قانون د حکم پر ځای د ټوپک د شپیلۍ غږ او شپیلۍ غږونکی حکومت کوي، د ټولنې له هر قشر سره د هرڅه کیدو امکانات شته، په تیره له ماشومانو او کوچنیانو سره.

د افغانستان په نامه ټولنه کې د نارواوو او ظلمونو ډیر ډولونه آزمیل شوي، تطبیق شوي او اوس هم جریان لري؛ خو تر ټولو ناروا او ظلم د ماشومانو او کوچنیانو په حق کې شوی او اوس هم په پټه او ښکاره روان دی.

دا په حقیقت کې نه یوازې د هغه ماشوم او کوچني په حق کې ظلم دی چې د نارواوو، ظلمونو او تاوتریخوالي ښکار کیږي، بلکې د راتلونکي نسل او راتلونکې ټولنې په حق کې ستره جفا ده، داسې جفا چې بیا نه جبرانیږي، نه یې پور ادا کیدای شي او د اوس له پاره یې د مخنیوي او اصلاح کومه امید هم نه شي کیدای.»

او دا دی نن مو، له ماشومانو او کوچنیانو سره د همغو تر سره شویو تاو تریخوالي د منفي پایلو ثمر تر لاسه کړ او له بده شامته چې دا منفي پایلې د یو تن یا یوې کورنۍ له پاره نه، بلکې د ټول افغانستان له نامه سره غوټه شو او په دې ډول مو په لوی لاس په دې تور لست کې هم د افغانستان نوم ور درج کړ. موږ پنډ، پنډ پټکي تړو د لویې پکتیا، لوی ننگرهار، لوی کندهار او لوی… کیسې کوو، که مو ماشومان، کوچنیان او لوڼې په اور کې نینې شول، خیر دی، خو چې زموږ غیرت؟ داغداره نه شي او نوم ته مو څوک کاږه و نه گوري.

«… د دوی ډیوې دې خدای ولگوي،

موږ به د زیارت ډیوې بلوو.»

(استاد الفت)

One thought on “یوه بله نیکنامي؟ | پوهندوی اصف بهاند”

ځواب ورکول Attal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *