په وکیلاانو کې د خیر ښځه ده ، ځکه شر یې چا نه دی لیدلی.
د وطن تولیداتو ته احترام لري .
د اوبو په بوتل وار نه کوي .
ګني چې د لوی درستیز خون شریکه بله وکیله وای سمې تمنچې به يې ګرځولې.
ساهره شریف رېښتیا شریفه ده ، ارامه او مهربانه .
له ادب سره یې مینه بله ښېګڼه ده ، له ښځینه بهیروالو سره یې ښه پالي.
خو د نارینه فرهنګیانو سره داسې ده چې کار په یو کوي ستاین لیک په بل ویشي.
د ساهره شریف په نورو ادبي خدمتونو پسې که ونه ګرځو نو دا یوه لیکواله ښکلا یې هم بس ده. مور دې وي همداسې.
وايي چې سړی لوی شي او په عامه اصطلاح د چوکۍ خاوند شي نو کلانکار شي، خو د پوهنې او روزنې ماسټره بیا په دې کې شریفه سایره ده.
اناهیتا روهي دې غاړه هسکه ګرځې چې داسې ترور لري.
او زه هم، ځکه افغانه مې ده .
اجمل تورمان

یادونه : دا لیکنه په کابل کې اغلې ساهره شریف ته په جوړې شوې غونډه کې اورول شوې وه .

4 thoughts on “یوه شریفه ساهره / اجمل تورمان”
  1. ولا تورمان صیب په قلم دې برکت شه او آغلې ساهرې شریف ته دلازیاتو بریاوو په هیله ستا دلیکنې دایوه نادره برخه مې خوښه شوه چې: کار په یو کوي ستاین لیک په بل ویشي

  2. خدای د ساهره شریف په شان همداسې نوره افغانې میرمنې پیدا کړي چې د افغانستان لپاره واقعي خدمت وکړيږ

  3. خدای د ساهره شریف په شان همداسې نوره افغانې میرمنې پیدا کړي چې د افغانستان لپاره واقعي خدمت وکړي

  4. زه خپله شریفه له لنډه ځایه نه پېژنم خو یو څو داسې کارونه مې یې اورېدلي چې په هغو کې د خوستیانو ګټه وه. ځکه خو زه هم ورته درناوی لرم

    تل دې سایره شریفه وي

    مننه

ځواب ورکول احمد هلال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *