تاند، شنبه، د قوس ۹مه: په بګرام کې د ټرمپ له څرګندونو وروسته چې ویلي یې وو طالبان اوربند او د سولې هوکړې ته لېواله دي، اوس یوه طالب سرچینه هم د نوم نه ښودلو په شرط وايي، له امریکا سره د سولې هوکړه پخوا نهايي شوې او اوربند یې یوه برخه وه.

دغسې سرچینې د قطر د طالبانو د یو سیاسي مشر هغه وټس اپ کلیپ هم تاند ته غږول چې خپلو ملګرو ته پیغام ورکوي چې ټرمپ د طالبانو امریکايي استازو له پلان سره سمې خبرې کړې دي، خو په وینا یې چې دا اوربند به له امریکایانو سره وي، له افغان ځواکونو سره د اوربند خبره به په افغاني مذاکراتو کې وروستۍ کېږي.

د طالب سرچینې په خبره امریکا له مذاکراتو پرته بله لاره نه لري او تېره اوونۍ یې له زلمي خلیلزاد سره په قطر کې درې ورځې د سیاسي مشرانو ناستې په رښتیا سره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امرکیا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بګرام ته د پنجشنبې د شپې په سفر کې ویلي وو امریکا اوربند غواړي او طالبان هم اوربند ته حاضر دي.

One thought on “یوه طالب سرچینه وايي، اوربند له امریکا سره د سولې هوکړې برخه ده”
  1. کچیری په بین الافغانی کی افغان دولت او طالبان په اوربند او دولت په جوړښت جوړ رانشی نو طالبانو او امریکا د سولی توافق به نتیجه ورکړی؟
    آیا پاکستان طالبانو ته اجازه ورکوی چی له افغان دولت سره مخامخ خبری وکړی ؟
    آیا امریکا د سولی نوی فصل ته ژمنه ده او پدی پړاو کی په بیا د تیر په څیر کومه ستونزه نه جوړیږی چی تیره په څیر د افغان ولس په مایوسی تمامه شی؟
    افغان دولت او هغه لنډه غری ډلی چی تر پرونه د طالبانو مخالفین بلل کیدل د سولی په اړه به شوی تړون ژمن پاتی شی یا داسی ګام پورته کړی چی د سولی طی شوی پروسی په وړاندی خنډ جوړ شی
    ځکه عطامحمد او عبدالله او همدارنګه مخکینی مقاومت ډله د طالبانو سرسخت سیاسی او نظامی مخالف بلل کیدل آیا دوی حاضر دی چی د واک په ویش کی د دولت په وړاندی خنډ جوړ نکړی آیا داسی تضمین شته چی پاکستان به بیا د داسی ډلو او همدارنګه نوی داعش ډلی له ملاتړه او دلته د مخالف سیاسیونو له ملاتړ لاس واخلی او یاداچی همغه تړون په شان به شی چی ملګری ملتونو د ډاکټر نجیب الله سره کړی مګر بیا بیا د پآکستان له لوری مات او دلته د داخلی جنګونو او ډلو ملاتړ وکړ او کابل یی په کنډواله بدل کړ

    آیا چین او برتانیه د پاکستان ضمانت کوی چی د افغانستان په داخلی چارو که به لاسوهنه نه کوی یا همدا امریکا دا ضمانت کوی چی پاکستان به د افغانستان سیاسی او اقتصادی چارو کی لاسوهنه او مداخله او نظر ورکول څخه ډډه کوی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *