آغامحمد قریشي

له اوښه یو چا پوښتلي و، چې لوړه یې خوښه ده او که ژوره، هغه په ځواب کې ورته ویلي و چې، د درې واړو دې مخ ورک شي، پوښتونکي ترې پوښتلي و، دا دریمه یې څه ده؟ اوښ ورته په ځواب کې ویلي و چې، دریمه یې خټينه لاره ده.

له تاریخه جوتېږي چې د ښه افغان زعامت نه لرل د افغانانو د سیاسي او ملي ثبات تر ټولو اساسي ستونزه ګڼله کېږي. یا مو ښه زعامت نه دی لرلی، او یا چې مو لرلی په یو او بل نوم د پردو په لمسون بدنام شوی، وژل شوی او یا خو په خپله لاره تللی او جلا وطنه شوی. د افغان ملت په منځ کې د قدرت غوښتنې حس د ملي یووالي د ثبات مخه ډب کړې او واک ډېر کله د لږ اکثریت منګلو ته لوېدلی. د افغان ملت له منځه د وخت انقلابونو، جګړو، لوږې، قدرت خوښونې او د مشرانو لویو تېروتنو او د ولس په سترګو کې د خاورو شندلو اوس ولس په ټولیزه توګه بې باوره کړی. نو ځکه، یوې بنسټیزې ملي اجماع ته لاره نه هوارېږي او یا خو له سره د واک سیاسي او تخنیکي وېش د بهرنیانو په منځګړیتوب د ولس د ارادو په خلاف ترسره کېږي.

هر بهرنی چې افغانستان ته د ډيپلوماتیکو اړیکو په موخه راغلی، او یا راځي د خپلو خلکو او خاورې له ګټو ننګه کوي، ډېر لږ داسي هیوادونه به وي چې، د افغانستان د خلکو اساسي ستونزه درک کولای او غواړي حل شي. زموږ د ستونزې د حل لومړیتوب په دې کې نه دی، چې زموږ هیواد کې دې کلتوري، ټولنیز او دې ته ورته نور ارزښتونه بدل کړای شي، اړتیا داده، چې زموږ د دوو لویو ارزښتونو- دین او وطن، په پام کې نیولو سره، هر څه د ملت له ملي ارادې سره سم تنظم کړای شي. په هیواد کې څه کم څلوېښت کلونه جګړه شوې، خلک ستړي شوي، وژل شوي، قرباني شوي، له جګړې ستړي شوي. اراده یې سولي ته جوړه شوې او غواړي هیواد کې په هره ممکنه لاره سوله راشي، له بده مرغه چې، ملت ښه زعیم نه دی لرلی چې روانه ستونزه یې ور حل کړي.

زموږ د ناورین یوه لویه رېښه هیواد کې روانه جګړه ده، چې یوې خوا بهرنی او بل خوا د نننی اړخ لري. دې وروستیو کې د هیواد د نا امنۍ اساسي رېښې په کور دننه د بهرنیانو لاسوهنې، فساد او لوږه ګڼلای شو. او دا هر څه هغه مهال ترسره شوي او ترسره کېږي چې دولت د ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او په ټوله کې د ملي ثبات تضمینونکي ادرس په توګه خپل مسئولیت په سمه ترسره کړی نه دی، وینو چې دولتي چارواکي خپله په فساد کې ښکېل وو او دي.

۲۰۱۴ز کال د هیواد لپاره یو ډېر خونړی او هر اړخیز بحراني کال و. ملي خزانه تشه شوه، اقتصاد له لوی بحران سره مخ شو، په کور دننه سیاستوال په خپلو کې د څوکۍ پر سر په لانجو بوخت شول، نړیوالو د خپلو مرستو او همکاریو کړکۍ ځکه وتړلې چې له ناټو او امریکا سره پخواني افغان ولسمشر کرزي امنیتي تړونونه نه لاسلیکول. د دولت ماشین په ټپه ودرېدی، په زرګونو ملکي وګړي د ماشومانو او میرمنو په ګډون قرباني شول. په لکونو انسانان بیکاره شول.

د ۲۰۰۱ز کال، د لومړي بُن کانفرانس پرمهال او له هغه وروسته چې هر څه پېښېدل ګوته بهرنیانو ته نیول کېده، اوس چې زموږ خپل رهبران د واک پر سر په لانجو بوخت او نه سره جوړېږي، دې کې بیا څنګه بهرنیانو ته د ملامتۍ ګوته نیسو؟ زموږ په سیاستوالو کې د قدرت غوښتنې حس پیاوړی او په هره طریقه چې شونې وي، غواړي واک ته ورسي. له ارګه تر اوسه د وینو او تصب بوی ځي.

د ملي یووالي حکومت د نړیوالو په منځګړیتوب د یوه سیاسي تړون پر بنسټ رامنځ ته شوی، او دواړه لوري ددې تړون په عملي کولو ځکه مکلف دي چې په وینا یې تړون خاوره له یو بل بحرانه ژغورلې اوددوی ترمنځ همدا تړون د تعهد او ژمنې ځای نیولی، او قانون یې ګڼي.

ددې زورېدلي او کړیدلي هیواد او خلکو راتلونکی په درو ارادو پورې تړلی، که غواړي د ثبات او امن لور ته یې روان کړي کولای شي او که غواړي چې د بحران لور ته یې بوځي هم کولای شي، څرکونه یې د ملي یووالي د حکومت د جوړښت له پیله په سترګو ګورو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر دې سربیره چې یو سیاسي تړون ته یې د حکومت د وېش په موخه غاړه اېښې او لاسلیک کړی یې دی، غواړي چې د یوه خپلواک او بشپړ باصلاحیته ولسمشر په توګه په بهرنیو او کورنیو مسالو کې اړین رول ولري. د درې ګونو قواوو او دولت مشر په توګه ورته وکتل شي او خبره یې ومنل شي، د نظامي قدرت د لوی قومندان په توګه له هغو صلاحیتونو کار واخلي چې یو ولسمشر یې باید اساسي قانون پر بنسټ لري. خو دا کار ځکه ناشونی دی چې، همدې ولسمشر لومړۍ ورځ اساسي قانون تر پښو لاندي کړی او د سیاسي تړون پر مټ یې خپل نیم واک اجریه رییس ته ورکړی. د تړون مواد به مني، که نه، خبره به یو ځل بیا هماغه ټاکنیزو لانجو ته ور ګرځي.

د اجرایه چارو رییس غواړي چې د یو خپلواک ولسمشر رول او واک ولري، ریاست یې د دولتي نښان تر څنګ ځانته نښان ولري، ځانته بودیجه ولري، ځانته بهرنی سیاست ولري، او په هر څه کې باید خپلواک اوسي، خو دا کار ځکه ناشونی دی چې دې رهبر هم لومړۍ ورځ اساسي قانون تر پښو لاندي کړی او د یوه سیاسي تړون پر مټ یې له ولسمشر سره واک ویشلی، هغه یې د ولسمشر په توګه پيژندلی، نو ځکه باید د تړن موادو ته ژمن اوسي، ځکه د ټیم تر غوښتنو یې ورته تړون اړین دی. تړون افغانستان ژغورلی، ټیم یې هیڅکله نه غواړي افغانستان وژغوري.

پخوانی افغان ولسمشر اوس هم په دې هڅه کې دی چې په کور دننه او بهر خپلې اړیکې ښې کړي او یو ځل بیا د واک فرصت ومومي. په داسي حال کې چې ستر مسئولیت یې دادی چې د ملي یووالی حکومت سره مرسته وکړي او ددې حکومت د بریا لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي.

له دې څرګندېږي چې زموږ د درې واړو رهبرانو ارادې لا داسي نه ښکاري چې په یوه لاره لاړې شي، دا کړیدلې خاوره او اسکېرلی ولس له روان بحرانه وژغوري، ښه حکومت ورته جوړ کړي، په هره برخه کې اصلاحات راولي، د اقتصادي، سیاسي او ملي ثبات لپاره یوه بنسټیزه ملي او عملي ستراتيژي وړاندي او په ګډه تطبیق کړي.

د درې واړو رهبرانو انساني، ایماني، قانوني، وجداني او تاریخي مسئولیت دادی چې، نور په خپلو کې له لانجو لاس واخلي، له ځاني ګټو تېر شي او د ملي ګټو په موخه سره ګډ کار وکړي، تر څو، ددې هیواد لپاره د یوې پایدارې او اوږدمهالې سولي بنسټ جوړ کړي. دا کار هغه مهال شونی دی، چې ارادې یې په درو لارو لاړې نه شي، لکه اوس چې رواني دي، درې واړه ارادې باید د قانون په چوکاټ کې د ملي ارزښتونو پر محور سره ورټولي شي، یوه لاره چې، د افغانستان د نجات ده،-خپله کړي، او دا ستر انساني، ایماني، قانوني، وجداني او تاریخي مسئولیت ادا کړي. په دې کار سره به له یوې خوا افغان ولس ته نجات ورکړي، او بل لور به د خدای (ج) او تاریخ حضور ته په سپينو مخونو ورشي.

2 thoughts on “یوه لاره، درې ارادې / آغامحمد قریشي”
  1. قریشی صاحب ډیره په زړه پوری لیکنه دی کړی د لا بریا په هیله
    خو سوال راته پیدا شو د چا څخه دا هیله کوی چه درې واړه ارادې باید د قانون په چوکاټ کې د ملي ارزښتونو پر محور سره ورټولي شي، یوه لاره چې، د افغانستان د نجات ده،-خپله کړي، او دا ستر انساني، ایماني، قانوني، وجداني او تاریخي مسئولیت ادا کړي. د هغه سیاست مدارانو څخه چا چه په لومړی قدم کی اساسی قانون تر پښو لاندی کو او د خپل زوراکی په خاطر ئی په یوه وطن کی دوه دلته په یوه نامه کړه هیڅ کله ئی زړه ته مه اچوه چه دا سیاست مداران به دملت دګټی لپاره یوه تګلاره غوره کی.

ځواب ورکول وزیری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *