په یوه لاس یې د کتابونو بکسه او په بل یې د سودا کڅوړه نیولې، له کوم تشویش او وېرې پرته منظم ګامونه اخلي، پر مخ د تیزاب شیندو یا په ګولۍ د ویشتل کېدو تشویش یې نه ځوروي.

هر قدم داسې په ډاډ اخلي، لکه د یوه نه ماتېدونکي ارمان د منزل خوا ته چې ډېره نیږدې شوې وي او ځان د بريالیتوب په شاوخوا کې ګوري. نجلۍ له عمر نه لس، دولس کلنه ښکاري، د مکتب زده کوونکې ښکاري.

موږ په موټرکې له لنډې نندارې وروسته بېرته مخ په مزارشریف روان شوي یوو، دا د حیرتان سرحدي بندر دی.

په لنډه ننداره کې تر آمو سینده پورې لاړو، مطیع الله اباسین، همیم جلالزی، خوشال خلیل او میر احمد یاد د سفر یاران دي. ډاکترغلام رسول ملکزی چې د سیاحت کوربه توب او رهنمایي کوي، راته ویلي چې د دغه سپین پول (دوستۍ پول) نه اخوا ازبکستان دی.

د سیند دې غاړې ته مو څو پخواني حکومتي تاسیسات او په شمار درې کورونه ولیدل، نېږدې ځای کې د پوځي وسایلو، اشخاصو کوم درک نه و، یوازې یو سیند او پول د دوو هېوادونو ترمنځ د بېلتون کرښې وې.

تر آمو سینده پورې افغانستان خپل سړک پوخ کړی، تور شین او سور بېرغ یې پکې رپېږي، دلته ساه اخیستل واقعاً بېل کیف لري.

دا ځای کاملاً انساني چاپېریال سړي ته ښکاري، ځکه پېغلوټې متعلمه پکې د افغانستان د زیاتې برخې برعکس په ښه او مطمین زړه له ښوونځي نه را روانه ده.

د سړک غاړې د ماین چاودېدو، د ږیرې خرییلو په تور د موچې په تار د حلالېدو او د پاکو او سپینو جامو د اغوستو له وجې موږ هم د محکومېدو تشویش نه لرو.

نور ملګري په کومه کیسه سره مصروف دي، خو زه چې دا نجلۍ وینم، د ژوند احساس مې وپارېږي، هیجاني شم او ترڅنګ مې ناست ملګري (میراحمد یاد) ته وایم، چې نام خدا، همدې ته ژوند وایي.

 هغه ژوند چې د معیاري ژوند پرلور پکې د مزل زمینه مساعده ده، هغه ژوند چې انساني ارزښتونه پکې نه تالا کېږي، انسان د انسان له وېرې پکې د کور مخې ته سپی نه دی تړلی، په اوږو ماشینه او په بډه تومانچه نه ګرځوي.

دا خاطره نه هیریدونکې خاطره ده، دا نجلۍ د ژوند سمبول دی، دا مکتب ته تګ د افغانستان د ویښتیا او پرمختګ زیری دی، دا هغه شېبه ده، چې د جلال امرخېل شعر پکې له خیاله واقعیت ته راغلی:

نجلۍ مکتب ته، په سبایي ده ښار کې روانه

قاتل خبرکړئ، چې زندګي ده ښار کې روانه

جلال په ښارکې د ژوند هوس او خیال لیدلی، خو دلته په یوه سرحدي او صفري نقطه کې ژوند ساه ګانې اخلي، د افغانستان د هوسا کېدو او پکې د انساني ژوند د زمینه سازۍ ارمان ته عملاً ګامونه اخیستل کېږي.

دا ګامونه یوه نجلۍ اخلي، چې نجلۍ داسې متمدن ذهن او خوبونه ویني، د نارینه وو په اړه لا زیاته خوشبیني موجوده ده.

د حیرتانو د بندر دا صحنه زیری کوي، چې دا وطن یوازې د قاتلانو نه دی، دلته به یوازې وینې نه تویېږي، ددې وینو له ډنډه به د اجمل خټک د خیال مطابق :(د وینو په دې ډنډ کې به یو نوی ګل پیدا شي).

دا ګلان په زرغونېدو دي، نوی افغان نسل ښوونځی لولي، ژوند غواړي، د ژوندي او انساني پاتې کېدو لارې زده کوي او د افغانستان د بقا لپاره پر ځان سرمایه ګذاري کوي.

دا خاطرې دې زیاتې شي، د ژوند دا سمبول دې د وطن د هغو سیمو خلکو ته یو مثبت او نېکمرغه پېغور شي، چې ښوونځی نه زغمي او د سوزونکو خلاف یې نه ودرېږي.

په دې دې سیالي توده شي، چې د وطن هره څنډه د داسې سمبولونو په ایجاد او ارایه کې مخکښه شي.

بری د ټولو، نتیجه دې له ژوند او انساني ارزښتونو ډک افغانستان شي.

One thought on “یوه نجلۍ؛ د ژوند سمبول/ ارشاد رغاند”
  1. ډېره ښه لیکنه دې کړې ده رغاند صاحب، رښتیا هم چې له ژونده ډکه صحنه دې انځور کړې ده. زه خو خپله د بلخ ولایت نه یم تللی خو له خورا ډېرو انډیوالانو مې دا اورېدلي چې په دغه ولایت کې نه تعصب شته، نه ټکه ټوکه د ټول افغانستان د هوسا کېدا په تمه

ځواب ورکول غونډل خان غونډک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *