تاند (سې شنبه، د حوت۱۳) په فضا کې تل لویې او وړې ډبرې یا اجرام کښته – پورته روانې لیدل کېږي او هر وخت دا امکان شته چې دا ډول تیږې زموږ له کُرې سره ولګېږي.

د ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، د ناسا د فضايي چارو متخصصان وايي، که دا ډول یوه غټه ډبره زموږ له مځکې سره ولګېږي، درست انساني تمدن به له منځه یوسي.

په فضا کې د ګرځنده ډبرو څارونکي وايي، یوه ډبره، چې د اټکل له مخې یې حجم ۴ کلیومتره او ۱۰۰ متره دی، د مځکې په خوا راروانه ده. د دوی په وینا د دغه جرم سرعت په یوه ثانیه کې ۸ اعشاریه ۷ کیلومتره (په ساعت کې ۳۱۳۲۰ کیلومتر) دی.

د دوی په وینا په دې سرعت به دا ډبره د اپریل په ۲۹ نېټه مځکې ته رانژدې شي.

د ناسا متخصصان وايي چې دا تیږه به پر مځکې ونه لګېږي خو مځکې ته به ډېره نژدې شي.

دوی وايي که د یو کیلومتر حجم لرونکی جرم هم پر مځکه ولګېږي، کافي ده چې پر مځکه د بشر له لوري ټولې وداني او تمدن ویجاړ کړي.

د فضايي چارواکو متخصصان وايي، په هرو ۱۰۰ کلونو کې له ۵۰ زره ځلونو څخه یو چانس شته چې داسې یوه ډبره پر مځکه ولګېږي.

One thought on “یوه وړه اسماني ډبره درست تمدن له منځه وړي”
  1. زموږ د وړوکی مځکی ( هیواد ) په لمن کی هم هغه ترکیبی ډبره چی دوې پېړی مخکی د شمال او جنوب د کهکشانونو (روس او انګرېز ) له مداره را خطا اسوې وه یوه پېړۍ مخکی زموږ د تاریخ او جغرافیا په نس کی ولګېده او لوګی ئې نه یوازی زموږ د مظلوم وولس په سترګو ننوتی بلکه د نړی د نورو کونجونو غوږونه او پزی ئی هم ور ولړزولی او همدا نن ورځ هم له هغو لوګیو څخه کړیږو

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *