کاناډایۍ ښځه اني ماري چې په پاکستان کې لوټ شوې ده د خبرو کولو پر وخت

تاند – د پاکستان د سیالکوټ سیمې یوه اوسېدونکي، فهد، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې له یوې کاناډایۍ ښځې سره اړیکې ټینګې کړې وې له هغې نه ۳۲ زره ډالر غلا کړي او تښتېدلی دی.

په یوه ویډیوي راپور کې چې د پاکستان دنیانیوز تلوېزیون وېب سایټ خپور کړی، د اني ماري په نامه کاناډایۍ ښځې ویلي چې هغه د فهد په وینا پاکستان ته راغله، د هغه په غوښتنه یې اسلام قبول کړ او نکاح یې ورسره وکړه.

اني وایي، چې خواوشا ۶ میاشتې وروسته د هغه چلند بدل شو، ویې وهله، د هغې ۳۲ زره ډالر یې ترې غلا کړل او وتښتېد.

اني ماري ته د مسلمانېدلو له امله ورکول شوی تصدیق

اني ماري له نورو ښځو نه وغوښتل چې د هغې په څېر دوکه نشي او له حکومتي مقاماتو نه یې غوښتنه وکړه چې سړی دې راونیسي او سزا دې ورکړي.

ویل کیږي چې ګڼ شمېر پاکستاني او د درېیمې نړۍ نورځوانان د انټرنټ له لارې د غربي نړۍ له ښځو سره ارتباطات نیسي، ځانونه ورته سوچه مسلمانان معرفي کوي، ځینې یې نجونې هم اسلام ته ور وبلي خو بیا یا غلاوې وکړي یا نور غیرقانوني کارونو ته لاس واچوي چې د ټولو مسلمانانو رنګه ورسره بده شي.‌

3 thoughts on “یوه پاکستاني د واده په بهانه له کاناډایۍ ښځې نه ۳۲ زره ډالر غلا کړل او وتښتېد”

ځواب ورکول سجه مسلمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *