تاند- یوې پاکستانۍ ورځپاڼې ادعا کړې چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کابل- واشنګټن د امنیتي موافقې په اړه له طالبانو سره پټې خبرې کړي دي.

له اسلام اباده خپرېدونکې (امت) ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې طالبانو د خبراترو لپاره د ولسمشر کرزي د غوښتنې په ځواب کې پرېکړه کړې چې له ملا عبدالغني برادر څخه په استفادې له افغان ولسمشر سره تماس ونیسي.

ملابرادر، چې څه موده پخوا د افغانستان د حکومت په غوښتنه پاکستان ظاهراً خلاص کړ، تراوسه پوري یې نه د خپلې کورنۍ له غړیو او نه هم د افغانستان د سولې د عالي شورا له هغو غړیو سره خبرې کړي چې له ده سره د خبرو لپاره لېږل شوي ول.

اُمت ورځپاڼې ادعا کړې چې د طالبانو د مرکزي شورا (د کوټې شورا) یوه غړي په دې اړه وویل:«ملابرادر له امریکا سره د خبرو اجازه نه لري او یوازې له حامد کرزي سره د طالبانو د جوړجاړي استازیتوب ورکړای شوی دی.»

ده زیاته کړه، هغه خبرونه، چې پراساس یې ویل شوي و چې ملا برادر له امریکا سره د خبرو اجازه ترلاسه کړې ده، ناسم دي.

د امت ورځپاڼې د راپور له مخې افغان طالبانو ملابرادر ته اجازه ورکړې چې د دوی له لوري د افغانستان او پاکستان له حکومتونو سره خبرې وکړي او د طالبانو مشر ملا عمر په دې برخه کې ملابرادر ته ډاد ورکړی دی.

د طالبانو د کوټې د شورا د دغه غړي په وینا د طالبانو تحریک هڅه کوي چې د ملاعبدالغني برادر په مرسته حامد کرزی له امریکا سره د امنیتي موافقې نه لاسلیکولو ته وهڅوي څو وروسته د نورو موضوعاتو په اړه له هغه سره خبرې پیل کړي.

په همدې حال کې طالبانو ملابرادر ته اجازه ورکړې چې په راتلونکي وخت کې هم له کرزي سره د دوی د رابط په توګه فعالیت وکړي.

ملا برادر په ۲۰۱۰ کال وروسته له دې ونیول شو چې د پاکستان استخبارات پوی شول چې نوموړی د کابل له حکومت سره د خبرو اترو هڅه کوي.

د طالبانو رسمي ویندویانو تراوسه پوري د امت ورځپاڼې د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

ورځپاڼې دا هم ویلي چې له ولسمشر حامد کرزي سره د طالبانو د مشرانو د خبرو هدف دا دی چې د افغانستان د وېشل کېدو مخه ونیول شي او دوی ټینګار کوي چې امریکا ته به اجازه ورنه کړي چې افغانستان تجزیه کړي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هند د سفر په لړ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې همدا اوس له طالبانو سره په خبرو بوخت دی.

امت ورځپاڼې ویلي چې د پاکستان صدراعظم ولسمشر کرزي ته ویلي چې که له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي نو یوازې به یې پرېنږدي.

2 thoughts on “یوه پاکستانۍ ورځپاڼه ادعا کوي چې طالبانو له کرزي سره پټې خبرې پیل کړي”
  1. Amrullah Saleh
    10 December · Edited
    صلح تخیلی در گرو یک زندانی بی هوش :
    ” از اسلام آباد مرا با هلکوپتر به جای دیگر انتقال دادند. معلوم میشد که ساحه نظامی بود. در یک خانه خوب رفتیم . سرو وضع بسیار خوب داشت. بعد از نزدیک یک ساعت انتظار گفتم، من رییس شورای صلح افغانستان استم و آمده ام که ملا برادر را ملاقات کنم. افسر پاکستانی گفت – ببخشید صاحب درین وقت روز ایشان استراحت می باشند. با عصبانیت گفتم این قابل قبول نیست حتی اگر خواب است نیز به اطاقش میروم. مرا به اطاقی رهنمایی کردند. یک نفر با ریش انبوه در بالای تخت خواب خوابیده بود. پانزده دقیقه تلاش کردم که او را از خواب بیدار کنم. معلوم میشد که برایش دوای بسیار قوی بیهوشی داده بودند . بیدار نشد. و من فهمیدم که او برای ملاقات با من هیچگاهی اجازه نخواهد یافت که بیدار شود. برگشتم دوباره به کابل “.
    تبصره : با شنیدن این گزارش تکان دهنده حکومت افغانستان دوباره با نواز شریف در تماس میشود که وعده شما آیا همین بود. نواز شریف میگوید از روی این وضعیت بدانید که صلح و جنگ در اختیار کیست و امید وارم محدودیت های مرا نیز درک کنید.
    https://www.facebook.com/saleh.amrullah?fref=ts

  2. زمونګ هیواد باید دفاکیستان خبیث فه وعدو ونه غولیزی چه تولی خرابی ملک کی د فا کیستان دلاسه او هم دارنګه کر زی صاحب بایدزمونګ د هیواد دفاره یو دیر شه سر نویشت وتا کی او دامنیتی تړون د لاسلیک د فا ره دقت واخلی

ځواب ورکول انحینیر امین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *