يوه طالب پوښتلي، چې د روس پر خلاف جهاد فرض و، اوس ولې نه دی؟

تر هرڅه مخکې خو دا مهمه ده چې د ملتونو په کچه د لویو پرېکړو چل زده کړو. ملتونه خپلې پرېکړې د دغسې عمومي قیاسونو له لارې نه کوي، بلکې د هرې پېښې خپل هویت څېړي. په علمي لحاظ، د ډېرو وړو وړو ورته پېښو په هویت کې هم ستر ستر تفاوتونه وي، نو واضحه خبره ده چې دوه سترې جګړې ستر ستر تفاوتونه لري چې یواځې د طالب ړندې سترګې یې له پامه غورځولای شي.

زما شمېرلی ځوابونه، پنځه پرتلې، او دوه ملاحظې دي، چې لاندې یې تفصیل لولئ:

لومړی: هغه مهال موږ له جګړې پرته بله څه لاره درلوده؟ له کمیونیزم سره په روسیه کې د روسانو ګوزاره ونشوه، د افغانانو به څنګه ورسره شوې وای؟ له کوم نظامه چې ډاکټر اشرف غني په تېښته خلاص شوی، د هغه ملګری شجاعي یې وژلی، له هغه سره به عادي افرادو څنګه ګوزاره کوله؟ 

ستاسې ننۍ جګړه دې ته ورته ده چې یو څوک له یو چا څخه یو شی غواړي، هغه کس یې ورکوي، او لومړی کس بیا هم سوکان ورته نیولي وي چې را کړه، دا شی ما ته را کړه. نو تاسې ته خو دې نظام ټولې هغه ازادۍ درکړي چې د یوه نېک کار لپاره ورته ضرورت وي. نو چې هرڅه در کړل شوي، بیا ولې جنګ کوئ؟

دويمه دا چې روس یو هېواد و، یو هېواد بل هېواد اشغالوي. اوس خو دلته ټوله نړۍ موجوده ده. ټوله نړۍ یو هېواد نشي اشغالولای. آیا تر ننه دې اورېدلي چې کوم هېواد دې ټولې نړۍ اشغال کړی وي؟ روس دلته د افغانانو جنګ ته راغلی و، او نړیواله ټولنه دلته – ظاهراً – د عربو، او مخرورانو د جنګ په بهانه راغلی وه، او دا دلیل ستاسې دوستانو ورته برابر کړی و او برابروي یې. اسامه که څه هم د ۹/۱۱ په پېښه کې لاس نه درلود، خو دا مسؤولیت یې ومانه. نړیواله ټولنه له لویه سره په زغرده نارې وهي چې له افغان سره مو کار نه و، او طالب خو مې له پخوا سکنی دی. ناټو او نړیواله ټولنه له القاعدې سره اوس هم جنګېږي، او طالب یې په قطر کې مېلمه دی. روس دلته لاسپوڅی نظام جوړ کړ، امریکا دلته لویه جرګه را وغوښته، او د افغانستان د هر سر سپین ږیري، او له طالب پرته ټول ټول جهادي او غیر جهادي تنظیمونه یې ورته را ټول کړل. بیا یې ټولټاکنې وکړې، او په ټولټاکنو کې شاوخوا ۸۰٪ سلنه خلکو رایه واچوله، او نظام ته یې بشپړ مشروعیت ورکړ.

درېیمه دا چې د روسیې خلاف د جګړې پرېکړه ملت وکړه، او د جهاد لپاره یو شرط د اسلامي مجمتع او د مجتمع د ممثل امیر موجودیت او پرېکړه ده. ملت د هرې پرېکړې حق لري، او خپلې پرېکړې مسؤولیت بیرته ملت راجع کېږي، خو د یوه ړانده جاهل امیرالمومنین د غلطو تصمیمونو مسؤولیت هیڅوک نشي اخیستلای. دا ځل خو ملت جنګ نه غواړي، په ټولټاکنو کې یې برخه واخیسته، لکه تېر ځل یې له ښارونو او نظام سره بایکاټ و نه کړ، فقط یوه نوکره پاکستان پلوې طبقه جنګ غواړي، او دا طبقه خپله پنجابۍ اراده پر ټولو تطبیقول غواړي. په تېر جهاد کې ملي اجماع، د ټولو قومونو اشتراک موجود وو. دا ځل یواځې پنجابي نوکران، او د شلو زرو په شاوخوا کې د شمالي د باغونو قطع کوونکي مجرمان دي چې تر د بای فور موټرو کش یې ارمان دی، او په هغه کش پسې تر هرڅه تېر دي. دا ځل جهاد طبقاتي دی، یواځې ملایان یې کوي، حتی د حکمتیار صاحب پلویان یې هم په دې – په اصطلاح- جهاد کې پرېنښودل. 


څلورمه دا چې اوس خو تاسې د افغانانو خلاف جهاد کوئ، لومړی خو دا کار خپله کفر ته نیږدې ګناه ده، چې وژنئ افغان، مسلمان، او نوم یې د جهاد دی. 


پنځمه دا چې جهاد د یوه نېک هدف لپاره وسیله ده او خپله هدف نه دی. د وسیلې مشروعیت له هدف څخه اخیستل شوی وي. د وسیلې کارول هغه وخت مشروع کېږي چې هدف ته رسېدل پرې ممکن وي. جهاد جنګ دی، او د جنګ یواځې مشروع بڼې ته جهاد ویل کېږي. هر جنګ جهاد نه وي، او نه د کفارو پر خلاف هر جنګ جهاد دی. د جمهورو په نزد، له امام شافعي رحمه الله پرته پر دې خبره اتفاق دی چې د جهاد د اعلان هدف د کفر ختمول نه، بلکې د دښمن لخوا یا جنګ، یا د جنګ اراده او قصد دی. که د کفر ختمول هدف وای، نو د کفارو د ښارونو تر فتح کېدلو وروسته به لومړی امر دا شوی وای چې د هغوی عابدان ووژل شي، او د هغوی د عبادت ځایونه ړنګ شي، حال دا چې د دغه کار ممانعت شوی دی. نو د جهاد هدف د کفر د تعرض دفع ده، د روسانو د تېري پر مهال خو په پنځه کاله کې پراخې سیمې له روسانو ازادې شوې، تاسې په دې تېر لس کاله کې د کوم مسلمان کور وساته؟ ستاسې خپل کورونه په امن دي؟ په یوولس کاله کې مو په افغانستان کې دومره ځای ونه موند چې د کویټې د شورا په نامه ستاسې شورا د کندهار، یا غزني، یا هرات یا بدخشان شورا ونومول شي. خپلې کډې، مېرمنې، او بچیان مو پر پنجابک ګرو دي، او دا ځای لا د هغو د هستوګنې لپاره هم مناسب نه بولئ، نو ستاسې د یوولس کلن جنګ څه فایده شوه؟ 

له تاسې چې پوښتنه وکړو، چې ولې جګړه نه دروئ، امریکایان خو په وتلو دي، ځواب مو دا وي چې نه، امریکایان نه وځي. تېرایستل کوي. کله چې بیا خپلو افرادو ته روحیه ورکوئ، نو همدا ورته وایاست چې بس امریکایان په وتلو دي، نور هیڅه نه دي پکې پاتې.

دا را ته ووایاست چې ستاسې په دې استخباراتي او پنجابي جهاد کوم هدف ترلاسه شو؟؟؟ د جهاد دری هدفونه دي: ۱) خلک د بنده له بندګۍ د خدای بندګۍ ته ایستل… تاسې برعکس، خلک د خدای له بندګۍ، د طالب بندګۍ ته وباسئ. ۲) خلک له ظلم څخه خلاصول.. تاسې خلک د موچي په تار حلالوئ. خلک په ظلم، او فتنه اخته کوئ. خلک د نظام له سولې، او امن څخه (لکه چې په کابل کې ده)، د امارت وحشتونو او قتلونو ته (لکه په روزګان کې چې ده) وباسئ. ۳) د اسلامي مقدساتو دفاع… تاسې خو د دې مقدساتو دومره توهین وکړ، چې نه یهودو کړی، او نه نصاراوو. په مسجدونو کې چاودنې، د علماوو وژنې، د قرآنونو سوځونې او …. نو جهاد وسیله ده، او په وسیله چې یو څوک هدف ته نه رسېږي، هغه وسیله بې مانا وي، او که ضرر پرې مرتبه وي، نو بیا هغه وسیله فاسده وي.

د طالب له جهاد سره د عبدالله ابن عمر رضی الله عنه هغه مقوله جوړېږي چې وایي: “کنا نقاتل حتی لا تکون فتنة و تكون کلمة الله هي العليا” أما أنتم فتقاتلون حتي تكون فتنة و لا تكون كلمة الله هي العليا” موږ به د دې لپاره جهاد کاوه چې فتنه نه وي، او د خدای کلیمه لوړه وي، او تاسې د دې لپاره جنګېږئ چې فتنه وي، او د خدای کلیمه لوړه نه وي.


شپږمه او اوومه ملاحظه مې پرتله ییزه نه ده، او عامه ملاحظه ده. 

لومړۍ، یعنې شپږمه دا چې موږ د جهاد د حکم له موجودیته انکار نه دی کړی. جهاد فرض دی، خو دا نه دی فرض چې خامخا به د افغانانو په کور کې کېږي. بلکې په جهاد کې تدبیر نیول فرض دي. دا فرض ده چې باید په داسې ځای کې وشي چې کفارو ته یې تاوان ډېر، او مسلمانو ته یې ګټه ډېره ورسېږي. یعنې د جنګي ستراتیژۍ او تدبیر موجودیت واجب دی. که یې یو عقلي مثال درکړم، د سېلاب مخه خلک په کلي کې نه، بلکې په غره کې نیسي. تاسې د امریکایي مخه په پاکستان کې ونیسئ، چې دلته له سره را ونه رسېږي. د سعودي تېل پرې بند کړئ چې له سره یې الوتکي دلته را نشي. تاسې بالعکس، په قطر کې خپلې ماندینې په امریکایانو ګرو کړي، او دلته د امریکاییتوب په جرم ډرېوران او کلینډران وژنئ، او دې کار ته جهاد وایاست. دا منافقت، او په دین مسخرې دي. تاسې په خپل دې کار د اسلامي احکامو عمومیت او شمولیت ته تاوان رسوي. د عمومیت معنا دا چې یو حکم د ټولو انسانانو لپاره وي، او د شمولیت معنا دا چې یو حکم په هر زمان او مکان کې (چې لاملونه یې موجود وي) یو ډول عملي شي. تاسې د دین سخته دښمني کوئ. 

او اوومه، او وروستۍ دا چې شرعاً، کله چې د فرضو له پر ځای کېدلو سره د حرامو ارتکاب تړلي وي، نو هلته فرض پرېښودل په کار دي. مثلاً، په آیت شریف کې راغلي، چې تاسې ته پر مکه د برید اجازه نه درکول کېده، ځکه چې د دې وېره وه چې تاسې به هلته مسلمانان ووژنئ، او دا به ستاسې لپاره عار وي. هلته هم جهاد فرض و، خو د مسلمانانو د ژوند او ګټو ژغورل تر هغې لوړ فرض او د هغو زیانمنېدل حرام و. ستاسې په جهاد کې مسلمانان، په تېره پښتانه در په در شول. ذلیل شول. نالوستي شول. له سیالۍ ولوېدل. د شرق او غرب د خندا شول. په کور کور کې کونډې رنډې، او بې سرپرسته ماشومان پاتې دي. د دې مسؤولیت د چا په غاړه دی؟ ستاسې له جهاد سره د جهاد تر ګټو غټ غټ فسادونه تړلي. ستاسې جهاد په حقیقت کې د افغانانو د ګټو پر خلاف د پنجابي استخباراتو جنګ دی. لعنت پر تاسې، او ستاسې په بادار.

مجيد قرار

 

18 thoughts on “یوه پوښتنه، اووه ځوابه”
  1. قرار صیب په ګوتو او قلم دی برکت شه، په مور او پلار دی رحمت شه. خو یوه خبره ده هغه خلک چی خپله اراده نه لری او د بل په اشاره ګډیږي په هغوی ستا نوموړې حقایق اثر نه کوي ځکه هغوی په غلامانه روحیه روزل شوی او هیڅکله به د خپلې غلامۍ څخه لاس وا نه خلي. طالب هغه څوک نه دی چی هغه به د افغانانو وژنه، انتحار، او د ملي شتمنیو لکه سرکونو، پلونو باغونو او د نورو له تخریب څخه لاس وانخلي. د پنجاب د غلام یوازیني علاج د هغوی پر وړاندی قیام او جهاد دی

  2. Yara majeed saib pa qalam de barakat sa.
    Za kho wayam che pa kano da weshtalo di. Ka da de razeelano da qudrat dapara jang kawo ao akhir ke amrikayano sara pa qatar ke kenastal. No da kar ye pa awal ke wali na kawo. Che ye gatay tarlasa shwe no jahad khatam. Bas tolo razeelano da pakhtano tabahi ta ekhey da ka khudai doi ao da doi awladona taba kri. Ameeen

  3. قرار صایب سلامونه او نیکې هیلې! ټول پوهیږي چې غوا توره او شیدې یې سپینې دي، د تالب پوهه، علمیت او نظم هغه د دوی دواکمنی په مهال هم خلکو لیدلی وو او اوس یې هم ګوري، هغه وخت هم دوی د لنګوټو او تالب په جامه کې د پاکستان استخباراتو اداره کول او اوس هم هغوی دي چې دوی ته هر څه برابروي، دوی یوازې لکه د څارویو په شان قرباني کیږي او د لیونو سپیو په شان هر بیګناه افغان په ځانګړي ډول پښتو چې لږ پوهه هم ولري سمدلاسه وژني.

    یو بل مهم لامل هم شته دی، نه تالب دومره پیاوړی دی او نه هم آی ایس آی دومره توان لري چې د تالب پر مټ ټول هیواد وران ویجاړ کړي خو دا زمونږ فاسد رژیم او د شرمښانو څخه ډک دولت هم یوی لامل د تالب غوندې جاسوسو څیرو ته زمینه برابرول دي، دغه به نامه جهادي مشران چې د خدای په قهر اخته دي لا هم په ډالرو، موټرو، ځمکو او کورونو نه مړیږي، همدوی دي چې د پاکستان او ایران په سلا او هغوی ته د خدمت لپاره د تالب مرسته کوي، ورته ځای برابروي، موخې ته یې لارښونه کوي او داسې نور، که چیرې دغه مفسد چارواکي د دوی سره مرسته و نه کړي نو بیا په کابل کې هغه خرمرګي والله که خپله لار پیدا کړي ، زمونږ استخبارات یا ملي امنیت په لسو کلونو کې دومره نشو چې د لسو مرتدو او مشرکو تالبانو د خر مرګو بریدونو حملې په کابل او نورو ښارونو کې ودروي او خنثی یې کړي.

    دا فساد دولت دومره نشو چې چیرته یوه دښته نومره نومره کړي او خپل مهاجر له ایران او پاکستان را په کور کړي، دا فاسد چارواکي یوازې چور ته ناست دي، دولتي ادارې د خلکو جوبونه چور کوي، تالب مرتدان همدغه قاضیان او څارنوالان د پیسو په بدل کې بیرته ایله کوي او له جزا څخه یې معاف کوي، هلته زمونږ د ګل په شان د اردو سرتیري، افسران او پولیسان شهیدان کوي او کله چې ونیول شي هغه بیا رشوت خور قاضیان ایله کړي. یوازې تالب دومره زیان خلکو ته نه دی اړولی لکه فاسد دولت چې اړولی، دوی د ملي ګټو او ملي مسایلو پر ځای ټوله ورځ د دانشګاه او شرمګاه پر کیسو اخته وي، د تذکرو په غم اخته دي، دوی د ملت امیدونه له خاورو سره خاورې کړل، قاتل او مجرم کسان لکه د اتلانو په شان ازاد ګرځي، د کرزي صایب یې څه د هغه خور او لو خو یې نه ده بې عفته کړې خو د یوه غریب افغان پر لور یې جنسي تیری کړی دی.

    تاسو ته د بریاوو په هیله، خورا ښې لیکنې مو دي، د ملت درد دوا کوي، ډیره مننه.

  4. نيكي هيلي او سلامونه ىرته ړاندی کوم هیله ده چی جوړ او روغ وه اوسی ګرانه قراررصاحب په ګوتو دی برکت سه خو یوه ښه خبره داده چی خلګ باید قناعت وکړی واقعا هم تاسو ښه ځوابونه لیکلی دی او ده ته مو قناعت کوونکی ځواب ویلی دی خو که دی قناعت وکړی

  5. قرار صاحب، الله پاك دى زر كاله عمر دركرى، داسى ليكنى كوى چى دير ناپوهان هم په جگو فكرو پوهولى شى، خو دا د هيرا مندوى حراميان ، دا د كرنيل او جرنيل سينه ترپى مزدوران، په پشتو نپوهيژى، منطق خو نوم هم نپيژنى
    خو په اردو بيا ديرشه پوهيژى ،كه جرنيل ورته وايى چى مور دى ما ته په نكاح كره، دا اسلامى كار دى ، دو صرفه په نكوى، حًكه د دو كعبه اسلام آباد دى، او وطن چى مور ده ، دو ورته بي نكاح پيشكش كرى.

  6. قرار صیب الله دې زوندی لره
    ستاسې دینی علم تر هر هغه ملاګی چی د جهاد په نوم مسلمان وژني ډیر دی
    او دادې په عمل کې هم ثابته کړې ده
    دغه چړیان چې اوس غواړي جهاد وکړي هغه وخت چې ما وتا او زمموژ پلرونو جهاد کاوه دوی ډوډۍ ته پاپا ویله
    اوس دغه پدر آزاره او مادر ازاره چرسیان او قماربازان غواړي اسلام وګټي
    ددوی عملونه ټولو ته مالوم دی
    ملا عمر د آی ایس آی یو منلی جاسوس دس
    ټول پوهیږي
    له تا ډیره شکریه چې ددوی څیرې او اعمال رسوا کوی

  7. مجید قرار صاحب وروره
    فقط یوه خبره هغه دا چه پښتانه هر وخت او هر ځه کی افراطی دی که کمونستی وی که جهاد وی که انتحار او یا هم که دین دوی تر هغه اندازه مسلمانان دی چه خپله اسلام هم ورته حیران دی چه دا نو بیا ځه دی ؟؟؟ خدای تعالی دی دوی ته عقل ورنصیب کری

  8. ښاغلی قرار جوړ اوسې ،خوپام دې وی چې خواصی خبر نشی که نه نو ستا فتوا په بل مخ واړوی

  9. جناب قرار صیب الله دې په قلم برکت کړه که زه د کرزي په ځای وای نو تا ته مې په ارګ کې ځای درکاوه او د ژوند ټول امکانات مې درته برابرول لکه څنګه چې دښمنان زمونږ په وړاندې رواني جنګ کوي نو مونږ ته هم اړتیا ده چې د حقیقت له مخې د خلکو ذهنونه روښانه کړو!

  10. هر څه ته تاسی بهانی جوړوی الله ج ډیر ښه پوهیږی په هر شی باندی الله ج خبر وه خبر ده خبر به یی، الله ج په قران کریم کی ویلی چی د کفارو به هیڅ قسم دوستی نه کوی چی څومره مو په وس کی پوره وی د هغوی سره به مقابله وکړی
    نن د دنیا ټولو کفار راغلی او دا لیږ په حق مسلمانان هم ختموی بیا دی مونږ لاسپوڅی او په پیسو خرڅ شوی افغانان دا بهانی ورته جوړوی ته به الله ج ته هم همداسی جواب ورکوی (چی هغه خو تنها راغلی وه او وس ټوله دنیا راغلی مونږ ته یی پره ازادی راکړی) ته په دی خبره ته شرمیږی نه الله ج دی تباه کړه دومره عقل نه لری هغوی راغلو ټانګونه تیاری یی راوړی تیار حکومت یی ګډ کړلو او په زرګونو خلګ یی شهیدان کړلو او په زرګونو یی بندیان کړلو او چی څومره یی له وسه وه هغومړه یی خلګ له اسلام نه واړول وس ما اوریدلی چی په اکثرو ولایتو کی ورته کلیساوی هم جوړی کړی تاسی هغه ټول لکه لمر په دوه ګوتو پټوی او کفارو د شتون لپاره بهانی جوړوی ستاسی عقل بیخی کار نه کوی او مجاهدین په یوه نامه بل نامه بدناموی الله ج مو د قارون فرعون هامان ابولهب غوندی تباه کړه روزی هر څه الله ج انسانانو ته ورکوی امریکایان یی نه ورکوی او په دنیا کی د انسان عمر ډیر کم او خاص د الله ج د عبادت لپاره نه ددنیا د جوړولو او د ژوند د اسوده کولو لپاره تاسی په ډیر کمو پیسو خپل هر څه خرڅ کړل خو مجاهدین که هر رقم دی که د هر چا له خوا اکمالیږی خو د امریکایانو او یهودانو او د هغوی د دوستانو په مقابل کی جنګیږی الله ج دی کامیاب کړی الله ج دی ښه ښایسته پاچاهی ورکړی ستاسی په مقابل کی چی تاسی یو وار ښه ذلیله خوار شی

  11. سلامونه اونیکی هیلی
    قرارصاحبه محترمه:
    زه خپله دکوم ګوندپوری تړلی نیم اونه داوایم چی داپه حقه اوداپه ناحقه دی صرف دومره وایم چی جهاد به وی ترقیامته پوری ځکه دادپیغمبر(ص) خبره ده نه زما اوداچی جهادڅه وخت فرض عین کیږی کله چی په هرکونج ددنیا کی یوه مسلمانه ښځه دکفارلخوابندی شی بدلمنی ورته پیښه شی نوددنیاپه هرکونج کی په مسلمانانوجهاد فرض عین کیږی ګوره اوس چی ددغه سلیبی یرغلګرولخواپه افغانستان کی بشری حقوق ترخړوموزولاندی کیږی ستازړه پری نه دردیږی لږظلمونه یی وکړل دشپی یی چاپی ووهلی په نیمه شپه یی ستا دوطنوال هغه کورچی همسایه یی بی له اجازی دخپل کوربام ته نشوی ختلای دوی ددغه کورنه ستاوریندای اوماشومان دخواږه خوب نه راویښ کوی اوترسباپوری یی دروی یایی په شهادت رسوی چی ته که چیرته یومسلمان وی ستاپه کلی کی چاپه وی ته وهل کیږی تړل کیږی دبنداوشهادت حدته رسیږی اویاستاددغه همسایه سیاسری عاجزی بی ستره کیږی دهغه دطالب په هکله دامریکایی زناورولخواپوښتی کیږی حال داچی هغه طالب نه پیژنی آیاستاافغانی وجدان یی منی اسلامیت خوپریږده اوس ته قضاوت وکړه چی واک اختیارددخپل ځان درسره نوی نواشغال نورته څه ته وای

  12. لیکوال په خپله لیکنه کی داویلی دی چی داطبقاتی جهاد دی اویوازی یی ملایان اوطالبان کوی. خوحقیقت داسی نه دی. بلکه دادټول افغان اومیړنی اولس جهاددی، فقط رهبری یی دعلماووپه لاس کښی ده.که چیری دایوازی دعلماوو جهادوای اوټوله غیور مسلمه امت په یوډول نه په یوډول برخه نه وای پکښی اخستی ، نواوس به کفارتر۱۲کاله زورازمایلووروسته دخپل شکست دپټولوپه پلمه دډول ډول توطیوځخه کارنه اخیست. چی یوه یی هم په فرهنګی ډګرکی دبعضی مادیت پرستوتش په نامه لیکوالواستخدام دی.

  13. مجید قرار صاحب په قلم او عمر دی برکت شه.. دا د بل په اخور لوی شوی سوټه مار طالب خرپکی په علم او منطق نه پوهیږی.. خدای دی ریس جمهور کړه د پوره پوره توان او قدرت سره تر څو دا د افغانانو په غاړه کی د طالب په نامه پروت د لعنت طوق نیست او نابود کړی.. خدای دی تل لره

    مننه ورور دی.. مجاهد ولی

  14. ولید احمد عظیمی صاحب داڅرنګه جهاد دی چی په قطرکښی دامریکاه پرخوله دی کلیمه داره بیرغ اولوحه پورته کړه او بیادی دامریکاه پرخوله ښکته کړه

  15. ګرانه دبیرغ په کښته کولو سره خو څه نه توي اونه هم وران سول داچی طالبانو بیرغ کښته کړي اوس دټولي دنیا ورته سترګی دي چی داولی طالبانو بیرغ کښته کړي او دوي ولی دبیرغ دکښته کولو مخه نه نیول زه فکر کوم دابه دطالبانو یو خاص سیا سي عمل وي تا سو راسي اوس ددي اوسني حکومت کړنو ته ځیر سي چی څومره زیاتي نیمګړ تیا وي شتون لري لکه رشوت اداری فساد او داسي نور که چیر ي ستاسو یا دوي ریس جمهور حامد کرزي صاحب دغازی امان الله خان میډال داسلام داوسني عصر ستر دښمن بوش ته ورکړي ایا داکار داسلام او دوطن خلاف عمل نه وو

  16. forgive me that i am writing pashto in english because i do not have pashto font in my computer.awala khabara da da che,mong afghanan de media pa darogho gap khwaralai da,aw nan saba tol jang pa hamdaghe medai bande garama da aw rawana da.doham da che qarar saheb taso pa akhpal be masolyata jawabono ke yawa rahbar spakawai karai da che da de journalism osolo khelaf kar da.dreyam da che jahad ka har sok de yaw musalman pa watan hamla wake ka yaw mamlakat we aw ka shal jehad pre farz da,lotfan taso lak islam mutalia krai hadise wawayai hase zan na fetwa ma warkawai,qara saheb za bawar laram che taso ba osa pore quran ham sam na ye welai aw ka welai mo we no tarjome sara ba na ye welai hadise kho la khata khabara da.salorama da che nan jehad pa tola narai ke rawana da laka(syria,iraq,pakistan,yemen,Chechnya,lebnan,)aw dase noro mamaleko ke da to pa hadisono ke sabeta shawe da aw imam mahdi ra rawan da.penzama da che america aw isaf che dalta somra zalmona wakral aw taso ghonde be zamera(majeb qarar) media ye patawe haghe bande wale tabsera na kawai,be gunah afghanan shahedanawe aw pa koro war awre aw zar raqam jenayat kawe pa haghe mo starge pate kare de.nan hagha aser askar che talibano sara da, haghe pa email ke plar ta wele che za pa akhpal americae tob sharmegam aya da mong ta basana na kawe? aw quran ke allah farmayale che yahoud aw nasara hes kala staso dost na jorege magar che taso warta akhpal eman khars krai.khabare kho dere de che owayam kho za pa de lekana ektefa kawom aw omid laram che taso trena sa gata akhestai we.manana

  17. قرار صاحب
    ټول خدای ته ورتګ لرو چی څوک په حقه دی او څوک په حقه ندی لږ اوسنی لس کلنی ټولنی ته متوجی شه چی څومره خلک په فحشا سره اخته شوی او اخته ګیږی پدی دولت کی کوم دولتی او غیر دولتی ملا یی مخه ونیوله او ټولنی کوم خواته روانه ده که دغه حکومت لږ نور دوام وکړی نو دویم تاجکستان به تری جوړ شی نران به یی نورو هیوادونو کی مزدوری کوی او ښځی به سندر غاړی په طول تاریخ افغانتسان په ډم توب کی دومره ترقی ندی کړی اوس روانه ده ایا دی ډم توب سره جهاد روانه دی په رشوت کی اول شو یا جهاد روانه دی

ځواب ورکول ايمل دوست ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *