پلار یې د کمونستي حکومت په جبهه کې جنګیده. دا لا پیغله شوې نه وه چې پلار یې په پوځي عملیاتو کې ووژل شو د هغه په مرګ د وخت دولت هغه ته مډال ورکړ خلکو به دې او ورور ته یې د شهید یتیمان ویل: خو د دې دا نوم هيڅ نه و خوښ دې به غوښتل چې دا او ورور یې د پخوا په څير له خپل پلار سره لوبې وکړي، او هغه یې تر څنګ واوسي او مینه ورسره وکړي. هغې نه غوښتل چې یتیمه دې وي، خو هغه اوس یتیمه وه.

دا یې له کونډې موراو ورور سره نیکه خپل کلي ته بوتلل، څو کاله تیر شول، دا پیغله شوه ورور یې ځوان شو او د مجاهدینو سره یو خای شو په څو جګړو کې یې برخه واخیسته اخر په یوه نښته کې ژوبل شو اوبیا په حق ورسید. دوستانو یې هغه ته هم د شهید په نوم لوی بیرغ په قبر ودراوا او دا ښځه یو ځل بیا د شهید په مړي په چیغو چیغو وژړیده دې نه غوښتل چې ورور یې دې دومره ژر او پرته له دې چې د دنیا تور او سپین وویني ومري، دا ځل ښځه هماغه وه خو توپیر یې دا وو چې وراره شوې وه.

د دنیا د غمونو وار نه کیده خو کله کله به خوښۍ هم سر راښکاره کاوه او دا ځل یې دې ته د ژوند د ملګري زیری راوړی و.

اوس نو هغې یوه وړه جونګړه یو ګلالی زوی او د راتلونکي لپاره د یوه ښه ژوند هیله درلوده. د هغې خاوند په خپلو ځمکو کې کار کاوا، دوه دری کاله یې له واده نه وو تیر شوي چې د خاوند مصروفیتونه یې له پخوا نه ډير شول، هغه به وخت ناوخت له کور بیرون و، مګر دې ته به یې د خپل کار په اړه هیڅ نه ویل. دې یې شاوخوا پوښتنه کړې وه خو د چا په خبره یې سر نه خلاصیده چې خاوند یې څه کوي او چیرې وي. تر دې چې یوه ورځ څو کسان د دوی کورته راغلي وو او دې خسر ته یې ویلي و چې د دې خاوند په دښمنوځانمرګی برید کړی او شهید شوی. دا ځل خو دې د خپل خاوند مړی هم ونه لید خو هغه درد او یوازیتوب یې حس کړ چې یوه ښځه یې د کونډې په نوم حس کوي. دې بیا هم په دې فکر کاوا چې څنګه یې خاوند په ځوانه ځوانۍ پرته له دې چې د ژوند یوه خوږه ترخه دې وڅکي پریښوده او دی ترې لاړ او دا به څنګه خپل یتیم زوی روزي، هغې د یتیموالي تریخوالی څکلی وو او ښه خبره وه چې د بل تر سیوري لاندې لویدل څومره ځوروold womanنکي دي. وخت د چا غم او ښادۍ ته نه تم کیږي او خپل مزل وهي. دا هم له وخت سره روانه وه. اوس یې د ژوند هیلې ټولې په خپل یوازیني زوی پورې تړلې وې هغه یې په ښوونځي کې شامل کړ او د لوړو زده کړو لپاره چې کله د ښار پوهنتون ته بریالی شو نو دا هم ورسره ښار ته لاړه نه یې غوښتل چې زوی یې ترې لرې وي. زوی یې د خدای له پیرزوینې ښه پرمخ روان وو هغه یو ځای سبق لوست بل ځای یې کار کاوا او ښه تنخوا یې هم درلوده دې به کله کله له ځان سره ویل: (خدای مې دې دا زوی او د هغه اوږد عمر راپیرزو کړی تیرغمونه یو هم نه ژاړم).

خو غم د دې د کور لاره یو ځل بیا پیدا کړه او دا ځل یې زوی په یوه انتحاري حمله کې شهید شو. دې بورې ښځې بیا د یوه شهید په نیمګړو ارمانونوچیغې وکړې.

رښتیا دې ښځې هر ځل د شهید په مړي ژړلي وو……که څه هم له دې نه لاره ورکه وه چې شهید څوک دی خو دې بیا هم ژړلي وو

د پلار په مړی، د ورور په مړي، د خاوند په مړي او د زوی په مړي، دا یتیمه شوې وه، وراره شوې وه، کونډه شوې وه او بوره شوې وه، دې هر ځل یو درد احساس کړی و، له مرګه یې کرکه حس کړې وه، هغې د یوه کس نه شتون حس کړی وو او هغې د وژنکو څخه په زړه کې ویره حس کړې وه.

دا یوازې د یوې ښځې کیسه نه ده، دا د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د هغو ښځو کیسې دي چې تر ننه یې هر یوه په ژړیدلې او ځوریدلې خو د خپل درد د سکون لپاره یې یو مننونکی دلیل نه دی پیدا کړی.

هغوی ته دا مهمه نه ده چې څوک یې د هغې خپل، د سترګو تور د هغې ماشوم، د هغې د څنګ ملګری او د هغې د ښو شیبو خوندور حس ترې اخلي مګر دا ورته درونکې ده چې یو څوک هغې ته درد ورکوي که هغه هر څوک وي.

هغه هر ځل یو درد حس کوي، د یو چا د له لاسه ورکولو درد!

هغه هر ځل کرکه حس کوي، له مرګه کرکه!

هغه هر ځل یو تشه حس کوي، د یو چا د نه شتون تشه!

هغه هر ځل په زړه کې ویره حس کوي، له وژونکو ویره!

او د هغې زړه هر ځل یو چاته ښیرأ کوي، هغه چاته چې وژل کوي!!!

2 thoughts on “یوه ښځه وه/ لیکواله نعیمه غني”
  1. نعیمې ګلې په قلم اواحساس دی برکتونه، روانه تراژیدې دی ډیره ښه انځورکړی ده

ځواب ورکول نعیمه ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *