تاند- افغان او نړیوال پولیس هڅه کوي چې د عزیزي بانک یوه ماموره ونیسي چې ویل کېږي له دې بانک څخه یې د خپلوانو په نومونو هند ته څه باندې یو ملیون ډالره لېږلي دي.

د عزیزي بانک اجراییه رييس عنایت الله فاضل وویل: دوه ویشت کلنې شکوفې صالحې د دې بانک د پیسو د انتقال په څانګه کې کار کاوه. نوموړې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسي بې درکه ده.

عزیزي بانک د افغانستان یو کامیاب خصوصي بانک بلل کېږي
عزیزي بانک د افغانستان یو کامیاب خصوصي بانک بلل کېږي

د فاضل په وینا لږترلږه نهه تنه نور په دې قضیه کې لاس لري. «دوی د مافیا د ډلې غړي دي.»

د دې قضیې افشا د افغانستان بانکونو ته یو بل ګوزار دی. دا قضیه یوه ورځ وروسته له دې افشا کېږي چې د افغانستان د مالیې وزارت نوی کابل بانک (پخوانی کابل یانک) لیلام ته وړاندې کړ.

د شکوفې صالحي په اړه د انټرپول یا نړیوالو پولیسو د جلب په حکم کې ویل شوي:«چارواکي د مېرمن صالحي، چې په دې بانک کې یې له درو کلونو راهیسي کار کاوه، له خپل مقامه د سو استفادې او جعل کارۍ په تور د نیولو لټه کوي. افغان چارواکي باور لري چې مېرمن صالحي د پیسو له لېږلو(ترانسفر کولو) وروسته د سمیرا په نوم په جعلي اسنادوهند ته تللې ده. د هغې د اوسېدو د ځای په اړه تر دې دمه هیڅ راز مالومات نشته.»

د افغانستان د پولیسو یوه جګپوړي مقام جنرال امین الله امرخېل وویل چې د دې قضیې په تړاو دوه مشکوک کسان په دوبۍ کې نیول شوي دي. امرخېل دا هم وویل چې د دوبۍ او هند پولیس د صالحي او نورو مشکوکو کسانو د نیولو لپاره له دوی سره مرسته کوي.

ګومان کېږي چې دوی به په دوبۍ کې د اته نیم ملیون ډالرو پانګونه کړې وي. خو شکوفې صالحي ټولټال یوملیون او یو لک ډالره بهر ته لېږلي دي.

امرخېل دا هم وویل چې د شکوفې صالحي مور وپلار هند ته د خپلې لور له رسولو ورسته بېرته افغانستان ته راستانه شوي خو بې درکه دي.

عزیزي بانک، چې په ۲۰۰۶ کې جوړ شو، ۱۵۰۰ کارکوونکي لري چې په سلو کې ۲۰ یې ښځې دي.

2 thoughts on “یوې مامورې له عزیزي بانکه څه باندې یو ملیون ډالره وهلي”
  1. ښه دی چي ټول باناک يی نه دی وړی دغومره قرباني چي شګوفي و رکړي دا دري کاله په مقابل کي رئیس د بانک ته هغه طلا ورکړی چي قمت يی څوک نلري ده دادري کاله حساب دي غزیزي بانک وکي بیا دي تور ولګوي

ځواب ورکول ع.شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *