تاند – په چک جمهوریت کې د افغانستان د سفارت یو دیپلومات فردین برمکي ولسمشر اشرف غني او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ته د سپکاوي په تور له دندې ګوښه او کابل ته راوغوښتل شو.

یو شمېر رسنیو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست ادریس زمان هغه لیک خپور کړی چې په چک جمهوریت کې د افغانستان د اسلامي جموریت د سفارت په نامه یې لیکلی او د ښاغلي برمکي وظیفه یې ختمه بللې ده.

په چک جمهوریت کې یوې کډوالې کورنۍ چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي تاند ته وویل، په پراګ کې د افغانستان سفارت د کونسلۍ څانګې مسؤل له خوا ورسره داسې چلند وشو لکه دوی چې د افغانستان خلک نه وي.

 د یادې کورنۍ مشر تاند ته وویل، «مونږ ته یې وویل چې تاسو پاکستانیان یاست. داسې چلند یې راسره وکړ لکه مونږ چې د افغانستان خلک نه یو. زمونږ لپاره د افغانستان د هر قوم خلک یو ډول دي، په چا کې فرق نه کوو، مونږ د افغانستان په هر قوم کې دوستان لرو، خو د دغه سړي د خبرو او چلند طریقه بېخي غلطه ده.»

نن په چک جمهوریت کې د اونیزې رخصتۍ ورځ ده او د سفارت ټیلیفون ځواب نه وایي، او نه هم د افغانستان د سفارت فیسبوک پاڼې او ټوېټر د خپل دپلومات د ګوښه کېدنې په هکله څه لیکلي دي.

ویل کیږي چې په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې د بهرنیو چارو وزارت واک د پخوانۍ شمال ټلوالې پاتې شونو ته په لاس ورغلی په ډېرو بهرنیو هېوادونو کې یې داسې کسان ګومارلي چې د افغانستان د ملي ارزښتونو د پاللو پرځای د خپلو حزبي، سمتي او قومي ګټو پاللو ته اولویت ورکوي.

5 thoughts on “یو افغان دیپلومات ولسمشر او د ملي‌ امنیت سلاکار ته د سپکاوي په تور له دندې ګوښه شو”
  1. شاته یې دغلو اوقاتلانو له عکسو او دده له لیکلو ښکاري چې افغان دیپلومات نه، بیسواده سقوی غل دی. خو باید افغانانو سره په سقوي چلند شوټ شوی وی نه یو شخص ته سپکاوي په دلیل. نورو سفارتونوکې هم باید صبر وشي ترڅو بیکاره بیسواده سقوي غله یو مقام ته سپکاوی وکي. دا ښه معیار نه دی، سم معیار خپلوخلکوته باکیفیته خدمت دی

  2. دیپلومات باید یو باسواده او هر اړخیزه پوه انسان وي . هغه د خپل هېواد رسمي استازی دی چې په مقیم هېواد کې د خپل متبوع دولت رسمي استازیتوب کوي. هغه ته د ګوندونو او ډلو ګټې اهمیت نه لري بلکې د هېواد د رسمي مقاماتو هدایتونه او اوامر پرځای کوي.
    له پورته فیسبوک پاڼې داسې مالومیږي چې فردین برمکی د افغانستان رسمي استازی ندی بلکې د کوم بل بل هېواد جاسوس دی . هغه لا تراوسه د خپل ولسمشر او د ملي امنیت رئیس نومونه نه پېژني ، املایی غلطي یې د سواد او پوهې کچه تاسو ته درپېژني. معاش د افغانستان له دولت نه اخلي او کار بیا اشخاصو افرادو ته کوي.

  3. وزارت خارجه د ډاکتر عبدالله ، صلاح الدین دوو وزیرانو د بی ظرفیته رهبری او ناکامی حکومتداری ښه بلګه ده چه دغسی نا اهله انډیوالان یی په روابطوسره په وزارت خارجه کی مقرر کړی ؤ چه د خپل مملکت او ملت دعزت او سپکاوی هیڅ پروا نه شوای ساتلای . آیا داسی خلک د یوه مملکت نماینده کیدلای شی ؟ اشرف غنی دی ژوندی او کامیابه وی ، ملت یی په اصلاحاتو کی حمایت کوی تر څو دغسی کوڅه ډبه افراد د افغانستان د ادارو نه نه راوباسی او نه تنها رایستل بلکه حساب ورسره وشی . د افغانستان د حکومت د ټولو وزارتونو نه نا اهله کسان ایسته کول په کار دی خو دا کار البته وخت او جدیت ته ضرورت لری . د ښی حکومت داری یوه مهمه برخه د با ظرفیته ، ملی او صدیقو کارمندانو ( منابع بشری ) ګمارل دی په اداراتو کی .

  4. دا د دخدای رحمت دئ چی د ګل مرجان د ‌‌‌‌‌‌ډلې خلک هر چییری چی دي همداسی دخدای په قهر ککړ خره نا پو دي دوی پخپله ځان له قبر کینی ، مګر دا به ‌‌‌‌‌‌ډیره بی انصافی وی چی مونږ خپل ګلالی دری ژبی له دي ذهنی ناروغانو سره ګد کړو ، ملګرو پام کوی چی د ستري تاریخی ټاټوبی دعظیمو قامونو ګد کور لوی افغانستان د ملی وحد ت دماتولو لپاره دوشمن خطر ناکې هڅی لری. . په درنښت مالیار ده سبزی له سیدنی څخه

  5. د سړو کار یې وکړ، دا بې ارزښته پرزې باید بیرته د دغو سفارتونو څخه منفک کړلای شي ، ښه به دا وي چې د افغانستان په بهرنۍ دستګاه اواستازولۍ باندې یو چاڼیز عملیات ترسره شي ، تر څو دغه شان نور انفیکټیډ کسان او وایرس لري کړي . بیا به زمونږ د بهرنیو چارو وزارت او پالیسي او ولس ته به بهر کې د خدمت کچه لوړه ، معیاري او د ټولو حقوق او هم ملي ارزښتونه خوندي شي .

ځواب ورکول Ajmal Nasar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *