تاند- په ګوانتنامو کې یوه بندي افغان ته، چې یو وخت د پوځي کمیسیون له لوري له محاکمې سره مخامخ و، ویل شوي چې د ګوانتنامو خوشي کېږي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې پینتاګون وايي، د حکومت د ارزونې پلاوي پرېکړه کړې چې نور په توقیف کې د محمد کمین ساتل ضروري نه دي.
نوموړی د ۲۰۰۴ م کال د سپټمبر له میاشتې راهیسي په ګوانتنامو کې بندي دی.
امریکايی چارواکي وايي چې کمین د افغانستان په ختیځ کې د امریکايی پوځیانو پر ضد په جګړه کې له القاعده او طالبانو سره مرسته کړې ده.
پر ده د ۲۰۰۸ م کال په اپریل کې د پوځي کمیسیون له لوري له تروریزم سره د موادو(جنس) د ملاتړ تور لګول شوی و. خو محکمې وروسته حکم وکړ چې د موادو په وسیله د ملاتړ تور داسي جنګي جرم نه دی چې په ګوانتنامو کې دې د پوځي کمیسیون له لوري تعقیب او محاکمه شي.
د کمین د خوشي کېدو پرېکړه د چهارشنبې په ورځ /اکتوبر۷مه/ اعلان شوه.
په ګوانتنامو کې لا هم د بېلابېلو هیوادونو ۱۱۴ بندیان شته.
Allah (j) de okre che tol moslmanan ra khoshe she amin