ښاغلی صبور ستانکزی

تاند – د قیرغیزستان په پلازمېنه بیکشیک کې، د منځنۍ اسیا لپاره د نړیوال امریکایي پوهنتون د زرګونو محصلانو په منځ کې د سیاسي علومو افغان محصل، صبور ستانکزي، د سر په کتار کې ځای ونیو.

ښاغلی ستانکزی ۳۰ کاله عمر لري او د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

له تاند سره په خبرو کې، صبور ستانکزي وویل، چې هغه په ۲۰۱۵ کال کې په دغه پوهنتون کې د سیاسي علومو په څانګه کې د لېسانس زده کړې پیل کړي دي.‌

ستانکزي وویل چې هغه د ۲۰۱۵ تحصیلي کال لپاره د افغان محصلانو لپاره په ځانګړیو شویو تحصیلي بورسونو کې چې په افغانستان کې نژدې ۱۲ سوه کسانو ورته ازموینه ورکړې وه په ۴۰ محصلانو کې دغه پوهنتون ته لاره کړې وه.

افغان محصل صبور ستانکزی د محصلانو په منځ کې په پیک لرونکې خولۍ کې

ویل کیږي، چې په بیشکیک کې فعال د منځنۍ اسیا امریکایي پوهنتون د سیاسي علومو، سافټ ویر انجنیرۍ، بزنس اډمینیسټرېشن، ارواپوهنې یا سایکالوجۍ او انسان پېژندنې یا انتروپولوجۍ په څانګو کې د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د زده کړو پروګرامونه پرمخ بیایي.

صبور ستانکزی وایي، چې د سپتمبر په ۶مه د پوهنتون د نالج ډی/د پوهې ځانګړې ورځ/ په مناسبت برابر شوي پروګرام کې چې د محصلانو د تېر کال تحصیلي لاسته راوړنې په کې ارزول کېږي نوموړی د پوهنتون د زرګونو محصلانو په منځ کې د هغو ۱۵ محصلانو په کتار کې راغی چې له ۴ څخه ۳.۹ جي پي ای کرېډېټ یې ترلاسه کړی وو.

تر دې مخکې، د روان کال د جولای په وروستیو کې، د هغه د کورنۍ بل غړي او وراره، سرورستانکزي، په سوېډن کې په خپل کالج کې د ریاضي په برخه کې لومړی مقام ګټلی وو.‌ (په دې هکله د تاند راپور)

One thought on “یو افغان محصل د منځنۍ اسیا د امریکایي پوهنتون د زرګونو محصلانو د سر کتار ته ووت”
  1. د دتاند له درنو کارکوونکوڅخه دیره مننه چې داسې یو د خوښۍ اوسرلوړوالي لکه د اخترورځ خبر مو نشر کړی دۍ۰ ستانکزي صاحب اوټولوافغانپالوته دې مبارک وي، الله ج د ستانکزي صاحب ته روغتیا، سلامتیا، اوږد له بریاو ډک، ډک ژوند ورکړي۰
    دا بریالیتوب چې موږ ته د جشن ورځ ده، خو د مکار دښمن په مخ لکه (پدرام) څپیړه څه چې لکه یو سوک (بوکس)داسې ده۰
    پدرامک او د هغه یاران دې پوه شي چې پښتانه انتحاریان نه ـ پښتانه ابتکاریان دي۰ پښتانه انتحاریان نه ـ پښتانه ستر، ستر حکیمان دي۰ پښتانه انتحاریان نه ـ خوپښتانه په ننه ورځ یتیمان دي۰ اوپښتانه ترهګرنه ـ پښتانه اوچت ترسکندر دي۰
    تل دې وي افغانستان، ویاردې وي زمونږ په اتلانواو پوهه محصلانو۰

ځواب ورکول خالده افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *