پرون د جرمني د بایرن ایالت د موهلدورف په ښار کې په یوه روغتون کې یوه افغان ځوان په یوه جرمنۍ ناروغه د جنسي تېري هڅه وکړه.‌

د جرمني ووښینبلټ آنلاین ورځپاڼې لیکلي چې ناروغې غوښتل چې په خپل ویلچیر کې د روغتون په لفټ کې بل منزل ته لاړه شي چې په لفټ کې له یوه ۳۶ کلن افغان ځوان سره مخامخ شوه.‌ نوموړي نجلۍ ښکل کړه او په غېږ کې یې ونیوله. په داسې حال کې چې نجلۍ سخته وېرېدلې وه هغه دغه کار څو ځلې تکرار کړی وو او چې کله د لفټ دروازه خلاصه شوې وه هغه یې ټېله کړې وه خو هغې مقاومت کړی وو او بېرته یې په هلک باندې هم وارونه کړي ول.‌

د جرمني پولیسو د موهلدورف د روغتون له چارواکو سره په ګډه موندلې ده چې تورن کس افغان دی او دا چې هغه هم په دغه روغتون کې بستر وو.‌

تورن کس اوس د پولیسو په ولکه کې دی او ښایي چې د جنسي زورونې تور پرې ولګول شي چې کېدای شي په نتیجه کې یې څو کاله قید شي او یا له یاد هېواد څخه واېستل شي.‌

ګڼ شمېر افغانان په هېواد کې د نا امنۍ او تاوتریخوالي له امله د افغانستان پرېښودلو ته اړ کیږي چې په بېلابېلو غربي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کوي. دغه ډول پېښې چې د غربي هېوادونو په رسنیو کې چټک غبرګون مومي اکثر وختونه د یوه هېواد د ټولو وګړو له پاره سرخوږی جوړوي.‌

4 thoughts on “یو افغان ځوان په جرمني کې د جنسي تېري په تور ونیول شو”
  1. جرم او مسوولیت یی فردی دی . باید په نورو اتهام ونه لګول شی او جزا یی خپله مجرم ووینی.

  2. حاجی صاحب خفه کیږه مه موږ باید ځان اصلاح کړو او د خلکو په هغه ……. بیځایه پرده ونغوړوو افغانان داسی کارونه کوی چی نه د افغانیت او نه هم د اسلام سره سر خوری اکثرا له مجبوریت نه ځۍ یو هدف یی عیاشی او فحاشی هم وی هیڅ وخت موږ پند نه اخلو د خدای قهر را باندی نازل دی ولی ځان تیر باسوو سل قومه د کفارو نازل دی ، د مسلمان او د اسلام په نامه هغه لوبی کیږی، زلزلی هره ورځ را باندی کیږی . دا د بیغیرتی منډی دی خارج ته مړ شه په خپل وطن او خپله خاوره کښی دا له مستی تښتی. دومره خلک چی الله ساتی او رزق ورکوی دوی ته یی هم ورکوی چی هلته بیا په مریض هم بند او خلاص ندی

ځواب ورکول حبیب ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *