د کندهار د اطلاعاتو اوکلتور د مخکني رييس عبدالمجید بابی پنځم تلین
په دغه لمانځنغونډه کي د کندهار فرهنګیانو، ژورنالیسټانو، د اکاډمیکو او ښوونیزو مرکزونو استادانو او محصلینو ګډون کړی وو.
د کندهار پوهنتون د پښتوادبیاتو استاد حیات الله رفیقي وايي، عبدالمجید بابی له هغو شاعرانو او لیکوالانو څخه ؤ، چي په شعر او نثر کي يې نوي موضوعګاني په سوچه پښتو ولس ته وړاندي کولې.
د استاد رفیقي په قول، بابی د ټولني ریښتنی انځورګراو پر افغاني کتلور مين انسان و.
(( عبدالمجید بابی پرشعر او نثر دواړو غښتلی و، دده په شعر او لیکنو کي نوي موضوعات هغه څه وه،چي د لوستونکو او اورېدونکو توجه يې ځان ته جلبول.
یوه مهمه ځانګړتیا يې داوه، چي د ټولني ناخوالي يې د پښتو په سوچه لغاتونو او کلماتو تر لوستونکو رسول.))
شاعراو لیکوال عبدالقیوم مینه وال بیا وايي، عبدالمجید بابی د شاعرۍ او لیکوالۍ ترڅنګ پېژندل سوی خطاط، کارټونیسټ او د تاریخي اثارو ډېرلېوال ؤ.
مینه وال وايي، له تاریخي اثارو سره د میني پربنسټ يې د کندهار موزیم له سره ورغوی، تاریخي اثار يې ورته پیدا کړل او دادی اوس کندهار یوغني موزیم لري.
(( بابی په کلتوري او ادبي ډګر کي هغه څوک و، چي دده ځای به تر ډېره تش پاته وي، داځکه چي ارواح ښاد بابي ډيري ځانګړتیاوي درلودې.
هغه یوازي شاعر نه و، کارټونیسټ، خطاط، نطاق، تاریخپوه، پر تاریخي ابداتو او اثارو مین، خاکسار، اجتماعي او ریښتنی افغان و.))
عبدالمجید بابي د خپل ریاست په وخت کي کندهارمجلې،طلوع افغان تاریخي ورځپاڼي، عامه کتابتون او کندهار مطبعي ته پاملرنه زیاته کړه.
فرهنګی شورا يې جوړه اود کندهار مخور سپین ږیري او ځوان ادبپال يې پکښی رایوځای کړل.
د کندهار ملي راډیو ټلویزیون په خپرونو کي ځانګړی پرمختګ راغلی.
ترټولو ښه خبره داده، چي د ارواح ښاد عبدالمجید بابي په هڅو د کندهارښار ټول واټونه د ملي او کلتوري وتلیو څیرو په نومونو یاد سول.
د کندهار تاریخي ابدات له سره ثبت او هري ابدې ته د پېژندني لوحې ودرول سوې.
یوځل بیا د کندهار پوهنتون استاد حیات الله رفیقي
(( ددوی دمشرتوب پرمهال د کندهار د اطلاعاتو او کتلوریاست تر ډېره خپل هغه دبرم وختونو ته ور وګرځید، مشاعرې او د مخکتني غونډي جوړېدې، فرهنګیان په بیلا بیلو فرهنګي هڅو بوخت وو.
یعني داسی ویلای سم، چي دده په وخت کي کندهاراطلاعاتو کلتور ریاست په رښتیا یو ریاست اوله فرهنګی ږوږ ډک و.))
عبدالمجید بابی په ۱۳۳۳ هجري لمریزکال د کندهارښار په څلورمه ناحیه د بابیانو په کوڅه کي د ښاغلي غلام حیدرخان بابي په کور کي زېږېدلی و.
لومړنۍ زده کړي يې په مشرقي لېسه، منځنۍ زده کړي يې په تجربوي اود بکلوریا سند يې له احمدشاه بابا عالی لیسې څخه ترلاسه کړی و.
لوړي زده کړي يې د کندهار د عالی دارالمعلمین د اجتماعیاتو په څانګه کي ترسره کړي دي.
په ځینو لیسو کي د استاد او امر په ډول يې د هیواد بچیان روزلي دي.
د مخکني ولسمشر کرزي په لومړیو کي د کندهار د اطلاعاتو کلتور رييس وټاکل سو او په ۱۳۸۸ کال د کب میاشتي پر پنځمه نیټه چهارشنبه سهارمهال دفتر ته روان و، چي د وسله والو لخوا ووژل سو.
عبدالمجید بابي یوه شعري ټولګه ( پښتنه اوښکه) یو څیړنیز اثر ( ستایني او ویرني) او یو قاموس (جغرافیي سیند) په نامه چاپ اثار او ۸ ناچاپ اثاريې د چاپ لار څاري.
د ارواح ښاد بابي ترلمانځغونډي وروسته په کندهار اطلاعاتو کلتور ریاست کي یو تالار دده په نامه ونومول سو او د یاد ریاست مسؤل دواخان مینه پال ژمنه وکړه، چي ناچاپ اثار به يې په ښه صحافت چاپوي.
محمدابراهیم سپېڅلی ، کندهار
د بابي او پتيال دواړو فرهنگيالو شهيدانو يا دې تلپاتې وي او اجير قاتلان دې د دوزخ سونتوکي شي