انتظار خادم

نن بیا سهار خونړی دی. نن بیا د کونړ د غرونو لمنې په وینو سرې دي. میندې بورې دي، بچي یتمان دی، پیغلې سرتورې دي، لسګونه کورنۍ د غم په ټغر ناستې دي، هر زړه خوږ دی، هره سترګه په اوښکو لمده ده، هر زړه ارماني او هر فکر زخمي دی.
اوس به هم ډیرې میندې، خویندې، بچي او تازه ناوې د خپل څڼور زلمي ویر کوي. ستاینې به روانې وي، په لوړ غږ به د کلي ښځې سره یوځای ژړاګانې کوي. د خپلو شهیدانو تیرې خاطرې به یادوي، افسوس به کوي، کلیوال به جوپه جوپه د شهیدانو د پلرونو او وروڼو سره د غمشریکۍ غیږې ورکوي او د صبر تلقین به ورته کوي.
هو! میلمانه به وي، ښځې به وي د ماشومانو شورماشور به هم وي او تیز غږونه به وي خو د ماشومانو زیاتوالی او د ښځو او نارینوو د غږونو لوړوالی به د هغې لوړوالي په شان نه وي، چې د ځوانیمرګ شهید په واده او ښادي به راټول شوي وو. نن خلک شته، چغې شته خو د ژړا چغې، نن ګڼه ګوڼه شته خو ټول د شهید له قبره راستانه شوي خلک دي.
نوــ! مور به ورسره څنګه نه مري! د میرمن زړه به ورسره څنګه نه چوي! د پلار ملا به ورسره څنګه نه ماتیږي، چې د هیواد په سختو او دنګو غرونو کې جنیګیالی زوی یې له لاسه ورکړ.
هو ډیر زړور، د خاورې د دفاع په وړاندې له ژونده بې پروا، هټور، څڼور، مست، او غښتلی ځوان یې له لاسه ورکړ.
ښه لسګونه کورنۍ خو ویرجنې شوې، ځوانان مو د لاسه ورکړل، مګر
ولې؟
چا ووژل؟
څنګه یې ووژل؟
دې زلمیانو ولې د خپلو زندګیو په بیه د هیواد په نابللې، بدرنګه، بې رنګه، مبهمه، موهومه، ویرونکې، بوږنوونکې، مرګونې او څو بعدي جګړه خپلې میرمنې سرتورې، خپل بچیان یتیمان او خپلې میندې بورې کړې؟

ښه، جګړه خو تپل شوې ده، روانه ده، توده ده مګر په یاد مو وي که جګړه د ګاونډیو او نړۍ د لرې پرتو خلکو د ځان غوښتنو پایله وي نو مونږ هم ګرم یو! ته هم ګرم یې، ولسمشر تورن دی، وزیر مجرم دی، قومي مشر غافل دی او کشر بې پروا.
د خپل در پورې کول د خپل کور ساتل دي. سر له ماښامه ویده کیدل باید په دې معنی نه وي چې د کور د غلا په صورت کې دې ګاونډی تورن شي.
نه سګ دامن کاروانی درید
ای دهقان نادان بود، که سګ پرورید

د وحشي سپي ساتل، د سپو سره تعامل کول، له سپو وروسته یا مخکې تلل ضرور د سپي د خاوند او کلیوالو د کالو په څیرلو منتج کیږي. په ډیرې خواشینۍ باید ووایم چې نه هم د هیواد په تیرو۱۷۰ کلونو یا په بل تعبیر د شازمان پاچاه راهیسې نه هم بیرونی شریر انسانان ددې هیواد د خلکو له وژلو بې پروا پاتې شوی او نه د خپل ولس ځینو سرلارو د خپل ځان او کورنۍ په نفع د هیواد په وړاندې د هیڅ کومې تادا نه لاس اخیستی دی.
د شازمان په وړاندې د بغاوت په پایله کې همایون سترګې له لاسه ورکړې، د شینوارو د ملا عاشق الله د خیانت په نتیجه کې شاه محمود شازمان له سترګو خلاص کړ، شاشجاع که څه هم تر شا یې نور لاملونه وو، خو نرتوب یې وکړ او ملا عاشق یې په دار وځړاوه. د محمود زوی کامران (د هرات والي) فتح خان ړوند او وواژه. څوک د رنجیت سنګ سپاهي شو، څوک د لاراکلند غلام شو، څوک افراطی شو، چا تفریط وکړ، څوک د ولس په بې دلیله انزجار او تنفر اخته شو؟ خو په یاد مو وي، چې بعضو مشرانو او باچاهانو خپل دربار او جلال په داو واچاوه او د هیواد د رفاه، خپلواکۍ، غښتلتیا او سموونو لپاره د هر بیروني زورمن په سترګو ورننوت او هر کورنی باغي یې سرځوړی کړ. هو ښه نر وو، خیر دی که باچاهي یې له لاسه ورکړه مګر تاریخ یې جوړ کړ.
ځينو زلمیو د سر په بیه هیوادساتنه وکړه چې د کونړ د پرون ورځې او داسې سلګونه نورې پیښې یې بیلګې دي او ځينو هم لکه غل د خپل کور دروازه دښمن ته پرانیستې پریښوده او د کونړ زلمي یې پرې شهیدان کړل.

هره ورځ سلګونه جنګیالي د جګړې په صفوفو کې په غښتلې روحیه جنګیږي او یا هم هره ورځ لیکې لیکې جنازې د افغانانو په کورونو ورننوځي. خو لا هم د افغاني غیرت له مخې د هیواد د خپلواکۍ جګړه په غښتلتیا ده، او لا هم نوې لیکې لیکې ځوانان د جګړې میدان ته ننوځي.
هو لا هم لیکې لیکې بې ننګه سړي د څو روپو لپاره د دښمن غیږې ته ځان اچوي، ایمان خرڅوي، وجدان خرڅوي، سړیتوب شاته پریږدي، انساني انګیزه جریجه داره کوي او د خپل وطن د ټوټه ټوټه کولو، له منځه وړلو، او شرمولو په لټه کې دی.
خو اې د وطن دښمنه!
په یاد دې وي، چې مونږ له خپلو ارزښتونو تیریدونکي نه یو، مونږ وروسته کیدونکي نه یو، مونږ خپل غږ نه ټیټوو، مونږ خپل قلم نه پڅوو او میداني مبارزه هم نه پریږدو.
اې وطن خرڅوونکیه!
دا کاڼي بوټي دومره بې ارزښته نه دي، چې ته پرې قیمت کیږدې، جذبې مو دومره کمزورې نه دي، چې سړې شي، مټې مو دومره وړې نه دي، چې ماتې شي او سرونه مو ستا په څیر نه دي چې بل ته ټیټ شي.
مونږ دار ته ختونکي یو خو ټیټیدونکي نه یو، مونږ په وینو لمبیدونکي یو خو د بل د مصنوعي جنت په طمع نه یو، مونږ غریب یو خو دبل کالي څټي نه یو، ځکه باید پوی شې چې که مو هره ورځ هم کورونه له ویره خالي نه وي بیا به هم خپل هیواد غواړو، غښتلی به یې غواړو او هڅه به کوو تر څو د نړۍ له هیوادونو سره یې سیال کړو.
اې د هیواد مشره!
تانه مو هم ګیله ده. سره ددې چې تل دې د سولې خبرې ډیرې تودې، جدي او خوږې کړي دي خو حس کړې مو ده چې ستا په اوړو کې هم شګه شته. ومو لیدل چې څو پلا د سولې خبرې ستا له لاسه په ټپه ودریدې او تا هم د خپلو خودغرضیو له امله سوله تارومار کړه.
منم چې وخت دې کم دی او بهرني سفرونه دې هم په کمیدو دي، او شاید څو میاشتې وروسته دې څوک ورق هم وانه ړوي، ځکه نو اوسمهال له برمه ډک بهرني سفرونه تاته ډیر د ارزښت وړ دي. تیره ورځ دې سریلانکا ته د کونړ د جنګیالیو په مړینه خپل سفر وځنډاوه مګر د مسلې حل په دې کې نه دی. شاید سهواً او یا هم قصداً تا او د دربار ملګرو دې اوبه دومره خړې کړې وي، چې حتی ډیر چالاک کب نیوونکی به ورته هم د سیند په غاړه ډیر وخت تیروي. ښه ځه دا به ومنو، چې په خپل تیر ۱۳ کلن سلطنت کې دې څه ناڅه د هیوادوالو په ژوند کې تغیر راغی خو په سوله او امنیت کې غفلت دی! دادي نن د هم لسګونه کورنۍ ویرجنې کړې.
لنډه داچې ستا دیوه بې ځواکه وګړي په حیث درنه ماڼیجن یم، دردمن او ګیله من یم.
اې افغان ولسه!
ټولټاکنې نږدې دي. ته به ځې او بل ولسمشر به راځي. هغه شان خو نوماندان ډیر دي، ۱۰ نور دي او ۱ پکې ډاکتر اشرف غني احمدزی دی. زه به رایه ډاکتر غني ته ورکوم ځکه د هغه سره زما د سرساتنې احتمالي حل لاره شته، دا چې نن شهیدان شو ددوی د میرمنو او بچيو د پالنې پلان او اراده لري او که خدای کول، څنګه چې ښکاري د یوه ناپېیلي انسان په حیث به راته وطن وژغوري او زړونه به مو ټکور کړي.
وروستی داچې، دردمنو میندو، د هیواد او په ځانګړي ډول د کونډو میرمنو او یتیمو بچو، مونږ تاسې سره په غم کې شریک یو، ستاسې په شان درسره په ویر کې دخیل یو او که خدای کول، د ډاکتر غني په راتګ به مو څه ناڅه د ژوندانه چارې سمې او راتلونکی به مو روښانه شي.

اې شهیده زلمیه!
چې پیدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه
داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي

2 thoughts on “یو بل خونړی او ویرجن سهار ( په کونړ ویر) انتظار خادم”
  1. خادم صیب ! اول درته سلامونه او احترامات وړاندی کوم خدای دې وکړی چی قبل او منظور یی کړی لیکنه دې ډیره په زړه پوری وه نو مطلب خدای دشیهدانو کورنیو ته د زړه صبر ور په برخه کړی او باقي خدای نور ته خیر کړی هغه چی تا یادونه وکړه چی ډاکټر صیب اشرف غنی به مو ویرجنو زړونو درمان شې فګر نکوم که دا هم څه وکړی نو رایه وکړو ځکه د ځینو خلکود خولی اورم اشرف غنی صیب د امریک تابعت او ټول عمر یی هم په امریکا کې تیر کړی نو غربی ده او رایه نه ورکوو

ځواب ورکول Gul Agha Zamiri ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *