تاند- په لندن کې په یوه خپور شوی راپور کې ادعا شوې ده چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې له وژل کېدو وروسته په افغانستان کې خښ کړای شوی دی.

د پولټزر جایزې ګټونکي ژورنالیست سیمور هیریش (Seymour Heresh) په یوه مقاله کې، چې په (London Review of Books) کې خپره شوې ده، ویلي چې بن لادن سمندر ته نه دی غورځول شوی.

ده د امریکا او پاکستان د پخوانیو استخباراتي مامورینو په حواله ادعا کړې ده چې سپینې ماڼۍ او سي آی اې د بن لادن د وژلو د څرنګوالي او اوبو ته د هغه د غورځولو په باب دروغي معلومات خپاره کړي دي.

هیریش زیاتوي، په ایبټ اباد کې د بن لادن د اوسېدو ځای د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي امریکایانو ته په دې هیله ورښودلی و چې د بن لادن پر سر ۲۵ ملیون ډالره جایزه ترلاسه کړي.

لیکوال دغه راز ویلي چې د وژل کېدو په ورځو کې د القاعده شبکې له نورو غړیو سره د بن لادن تماس پرې شوی و، بن لادن نور د القاعده شبکې رهبري نه کوله او نه هم د ده په کور کې د پام وړ استخباراتي معلومات ترلاسه شوي دي.

بن لادن د ۲۰۱۱ میلادي کال د مې میاشتې په پیل کې د پاکستان په ایبټ کې د کاکول پوځي اکاډیمۍ ته څېرمه د امریکايي کومانډو ځواکونو له لوري ووژل شو.

په نورو راپورونو کې ویل شوي چې د پاکستان د هماغه وخت د استخباراتو ريیس جنرال احمد شجاع پاشا د بن لادن د اوسېدو له ځایه خبر و.

همداراز ویل شوي چې د لشکرطیبه مشر او موسس حافظ محمد سعید هم په منظم ډول له بن لادن سره په تماس کې و.

6 thoughts on “یو تاره راپور وايي چې بن لادن په افغانستان کې خښ شوی”
  1. اوس نو ښه شوه چی د فغانستان ساده زړیو لپاره یوبل زیارت هم پیدا کوی او د منجاورو ډوډۍ یی په غوړیو کی کوی! سر له اوسه د محترم منجور خبر وی!پدی وطن کی زیارت تر هر خولور ژوندی زیات تاثیر او نفوذ لری

  2. داټول دروغ وايي بن لادن د2011 کال څخه وړاندی په خپل مرګ مړ شوی ما د يو ه ترکی ژورنالست ګذارش او ( مصاحبه )چی دروسی خبرنګار سره يي درلوده دتلويزيون څخه اوريدلی ده، نور دپنجابيانو په ريښتيا ويلو هم باور نسته دروغ خو لا څه کوی واقيعيت دسترګو ليدلی حال منی.نوربس دی مونږ دانګريزانو ددری جګړو دانګريزی زيارتونو څخه تر پوزی راغلی يو نو دادعرب زيارت سره به څه کو، دا دخلکو دفکر اواند اړولو لپاره تبليغات او پرو پاګندی کوی.تر څو پنجابيان مونږ مصروف وساتی.اودوخت په تيريدوسره خپل ناولی پلانونه پر افغانانو تطبيق کړی.

  3. که دا مردارخور په رشتیا سره په افغانستان کی ښخ شوی وی نو موږ یوبل دوشمشیره څښتن شولو

  4. نه! کچیری په رښتیادلته خښ شوۍ وی او بیایی دقبرپته ولګیږی نو نوم به یی د کرن جوهر د فلم وی یعنی ستا بن لادن

  5. دوستانو ښه خبره خو دادی چی پاکستان دا سابطه کړه چی د ترورستانو ځاله پاکستان دی او نړی ته له همدی خاوری تروریستان سفلایی کیږی البطه په مشوره د غربی ابرقدرت ملکونو دا اوس هم د نړی ټول تهرګر د نوموړی ملک په خاوره کښی د حکومت په مشوره او سلا سره اوسیږی او د ضروریت په اساس یو یو د خپلو شومو مخو لپاره ازاد مارکیټ ته را باسی که یی نرخ وکړ خو ډیره ښه که نه د کباړ په نرخ یی پلوری. .

ځواب ورکول نعیم مومند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *