تاند- یو روسی پېلوټ، چې څو لسیزې وړاندې په افغانستان کې بې درکه شوی و او باور کېده چې وژل شوی به وي، موندل شوی او غواړي چې خپل هیواد ته ستون شي.
د شوروي اتحاد د وخت د پخوانیو روسي پوځیانو ټولنه وايي، دغه روسی پېلوټ چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د پوځونو د یرغل په مهال یې الوتکه لوېدلې وه، دوی ګومان کاوه چې مړ شوی دی.
په افغانستان کې د شوروي د وخت د جنګېدلیو پوځیانو د ټولنې مشر والري وستروتین د جمعې په ورځ /جون ۱/ ریا نووستي خبري اژانس ته وویل«دی لا هم ژوندی دی. دا خورا حیرانوونکې ده. اوس هغه مرستې ته اړتیا لري.»
په جګړو کې د بې درکه شویو پوځیانو د موندلو لپاره د روسیې – امریکا د ګډ کمیسیون د روسیې د برخې ريیس فوستورتین د دغه روسي پېلوټ د نوم له ښودلو ډډه وکړه، ویې ویل چې اوس لا نه غواړي د هغه نوم څرګند شي.
د دغه روسي پېلوټ الوتکه په ۱۹۸۷ م کال په افغانستان کې وویشتل شوه او اوس ښايي ۶۰ کلن وي.
په همدې حال کې د روسیې یوه بل خبري اژانس سپوتنیک نیوز ویلي چې دا روسی پېلوټ به راتلونکې کال بېرته رسویې ته ستون شي.
باید واضح شي چی دا روسی پیلوت په دی ۳۰ کلونو کی چیرته اوسیده؟، او تراوسه یی ولی ځان نه ښکاره کاوه؟، د تصویر نه هم کم عمره ښکاري، فکر کوم چی د کاسی لاندی به نیم کاسه وي.