تاند – نن /سه شنبه د اکتوبر ۱۸مه/ په سعودي عربستان کې د افغانستان د اجراییه ریاست د هیئت د یو شمېر غړو حرکتونو د ټولنیزو رسنیو د فعالانو تر منځ ناندرۍ راپورته کړې.

په یوه عکس کې چې د اجراییه ریاست فېسبوکپاڼې خپور کړی او د سیکارام په نامه فیسبوکپاڼې را اخیستی ښکاري چې د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ سعودي عربستان ته د تللي هیئت یو غړی او د بلخ سرپرست والي د دیپلوماتیکو عرفونو خلاف حرکات کوي.

په دغه عکس کې ښکاري چې د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان سره روان دی. د فیسبوک په شمول د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالان لیکي چې د بلخ والي ښاغلي نورغوښتل چې ځان د پاچا سلمان بل اړخ ته ورسوي خو د پاچا یو یاور یې د مخکې تګ مخه نیسي او شاته یې ټېله کوي چې د عطا توله ورسره خرابېږي.

یو شمېر فعالان بیا د عطامحمد نور له خوا د لمر د عینکو په لاس کې نیول یو بل غیر دیپلوماتیک حرکت ګڼي او وایي چې په دې کار سره یې افغان سیاستوال خام معرفي کړل.

2که څه هم چې اکثر فعالان وایي چې دوی د عطا محمد نور پر حرکاتو د افغانستان د لوړو ګټو د ساتنې په پار نیوکه کوي خو یو شمېر نور بیا داسې فکر کوي چې پر عطا محمد نور دا نیوکې له نوموړي سره د مخالفت او عُقدې پر اساس کېږي.

13 thoughts on “یو شمېر افغان فعالانو د بلخ د والي حرکات د افغانستان سپکاوی وګاڼه”
  1. افغانان جعلي، مسلمانان کاذب، با ادیان زردشتي و دریشي هاې انګلیسي در خاک مقدس سعودي، با چاپلوسي همیشګي: خپلې ناوړې د خیرات او زکات ټولولو څیرې یو ځل بیا ښکاره کړې۰

  2. این کاملا نشان می‌دهد که پول و ثروت- بخصوص پولِ که از راه چور دزدی وقطاع الطریقی به دست آمده باشد- هیچ گاه شخصیت خریده نمیتواند.

    مامَد عطا با این رفتن “پایه دان کشال” خود به عربستان، منتظر گوشمالی از طرف ایران باشد

  3. دا دماغ او دا واکداری چه په بلخ کی په غاصبانه او د ملی ګټو خلاف پخه شوی په بیواکه دنیا کی چه چنډو ته ورغلی د محیط او ځان نه پیژندنی غربت څرګندوی، وای پر افغانانو چه څه نارواوی نه تجربه کوی ، دلته واکدار او هلته واکدار څومره توپیر لری؟
    دا سړی په بغاوت نازیږی او افتخار کوی، دکور دننه بی ځایه نازول ، بهر کی شرمیدل هم لری!!!

  4. معمول برین بود که در همچو سفرها افراد مناسب و مؤثر انتخاب میشد و نمایندګی از ملت بزرګ و مؤمن افغان میکرد ،افرادیکه سمبول نفاق ، بغاوت وفساد میلیاردی هستند نباید چنین نمونه ها را منحیث نماینده افغانان به خارج فرستاد ،کبار منظمات اشخاص ملی نیستند ، در انحصار پرورش یافته و منافع ملی نمی شناسند،به نمایندګی از ملت ظرفیت ندارند،هرګاه وزیر هم شود کار تنظیمی و روابط شخصی را ترجیح داده و نمی داند که این پست برای ملت است یا برای فامیل جناب عالی؟، در حالیکه از صلاحیت دولتی به نفع شخصی استفاده کردن جرم است ، ولی این همه از،پیش کله ….یاسین خواندن، بیش نیست.

  5. دا خو واقعاٌ یو سپک کار شوی ولی عطا هغه بیشرمه سړی دی چی د مچ او چرګ سترګی دده له سترګو ډیره حیا ه لری . د شرم ځای خو دادی چی په دومره ټول وژنه، غصب او غلاوو چی ده کړی بیا هم دده په لاس کښی د سرک د سر عینکی دی او د سعودی غوندی هیواد پر پادشاه ټیم ورکوی سپک خلک به همداسی سپک حرکات کوی او دا بی ادبه عطاګی په پردی ملک کښی د سعودی له پادشاه سره څان برابروی او نړی او خلکو ته داهم ښیی چی عبدالله عبدالله د ته هیڅ حیثیت نلری ولی معلم بی علم په دی نه پوهیږی چی والله که اوښان در باندی وڅروی زه که د عطا پرڅای وای څان وژنه می کوله ولی له پی حياه څخه د حياه طمع نه کیږی اول دا دوزخی په کومو سترګو سعودی ته ځی دی قاتل بر علاوه د مظلومو افغانانو په زبات شمیر عربان شهیدان کړل الله مو لدی هم نور سپک کړه

  6. عجبیبه خبره ده،له نور څخه د دپلوماتیکو حرکات توقع خپله یو سوال دی.

  7. د د افغانستان د پاره دیر سپاکوی دی دوی باید خپل پالیسی نه هر چیرته استفاده ونکی.

  8. که څه هم چې اکثر فعالان وایي چې دوی د عطا محمد نور پر حرکاتو د افغانستان د لوړو ګټو د ساتنې په پار نیوکه کوي خو یو شمېر نور بیا داسې فکر کوي چې پر عطا محمد نور دا نیوکې له نوموړي سره د مخالفت او عُقدې پر اساس کېږي.

  9. حرکات يي واقعأ غير ډپلوماتک دى او دهغه دوړوکتوب نمايندګى کوى چه دده شخصييت همداسى دى خو افغانستان د نه شرموى چه دټولو ده

  10. عطا مامد یو جهاتی سړی دی ، هغه یواځې وژل کړی، د ایران او د روس امرونه یی پرځای کړیدی. یو څوک چې خپل آمر ، د هیواد رهبر او مشرانو ته احترام نه لری هغه به همداسې د نورو له خوا سپک کیږی. د هغه سپکاوی د افغانستان سپکاوی نه دی. هغه یو سرپرست والی دی حتي په افغانستان کې هم رسمي مامور ندی، فکر کوم چا به دعوت کړی هم نه وی. هغه باید خپل موقف وپيژنی . پدی تصویر کې د عطا مامد حرکات له دیپلوماتیک پروتوکول سره تضاد لری.

  11. مالیم صیب عطاه ګی ډیر درباندی خفه شوم، اله ته به څومره خیجله شوی اوګډوډ شوی یی، خدای دیی دسعودی دغه چارواکی غرق نه کاندی چه تاته یی لاس اچولی، مالیم صیب په ریشتیا ډیر درباندی ژړه غونی شوم، ځکه د عکاسی کمری په مخکی او په تیره بیا د پاچا په مخکی تاته دومره ټیلی درکول کیږی، نوزه اوس حیران دیی ته یم چه په کوم ځای کی چه کمره نه وه، نوهلته به ته څومره ټیل شوی، رټل شوی او سپک شوی یی، خدای دیی تاته دعبرت او ادب غیبی درس درکاندی

    ځمونږ مشرانو به ویل چه : د پادشاه مخکی اوڅنګ ته مه تیریږه او دآس شاته مه تیریږه

    زه ښاغلی معلم، ښاغلی دجمعیت اجراییوی مشراو ښاغلی سرپرست والی صاحب ته وایم، چه ستا دټیل وهلو پیښه کومه تصادفی پیښه نه ده، زه فکر کوم دغه پیښه دوه وجی لری، لمړی کیدایشی دسعودی پادشاه ته ستا کوم نیږدی ملګری ویلی وی، چه دخدای لپاره دغه سړی ته لږ دعبرت درس ورکړی، ځکه په وطن کی تریی مونږ په دوو سپیمو راغلی یاستو.

    دوهم کیدای شی ستا دشوخۍ او ادب د وجی وی، هغه داچه ددغه حالت یا ټیله وهلو څخه مخکی، کیدایشی تاسی ورته او یا ددغی څخه په لوړه درجه سرغړونی کړی وی، نو پادشاه به ستا په دغه کړونو په تنګ راغلی وی، اوخپلو ساتونکو ته یی آمر کړی دی، که دغه سړی نوره کومه سرغړونه وکړه، نو داځل ورسره دټیله وهلو چل شروع کړی.

    دبهرنی رسمی سفرونو قانون : د نړی ټول وګړی په رسمی سفرونو کی دخپل وطن ډیر درناویی اوخیال ساتی، دهر رسمی سفر د ډلی یا ګروپ مشر معلوم وی، که دغه مشر اولسمشر وی اویا کوم بل کس او یا وزیر وی، کله چه دغه ډله په رسمی سفر بل هیواد ته ځی، باید په بشپړ ډول دسفر دمشر درناوی ته خیال اوپام وساتی، مشر به د بل هیواد د مشر سره یو ځای اویا دوه په دوه روان وی، او د دواړو هیوادونو د ډلګیو نور غړی به دهغوی وروسته روان وی. دا دنړیوالو قانون دی، ددغه قانون په نه مراعتولو سره به……….خوری

    وګوری په جماعت کی مونږ یو مشر یا ملا امام لرو، نوره ډله یا مقتدیان په دغه یوه ملا پسی نیت تړی، مګر که په عین وخت کی ددغه ملا څنګ ته بل مقتدی راوځی او ودریږی، او دځانه په زوره او یا دناپوهی دوجی دوهم امام جوړ کړی، نوڅه به وشی؟ ځواب یی دادی، چه دغه دوهم سړی یا مقتدی به هم ټیلی خوری.

ځواب ورکول خالده افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *