تاند- د انتخاباتي کمپاین له پیلېدو سره له کاندیدانو سره د ډلو او شخصیتونو د ملاتړ لړۍ پیل شوې ده.

نن د ولسي او مشرانو جرګې څو غړیو د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د زلمي رسول له کاندیداتورۍ څخه ملاتړ اعلان کړ.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر او مطرح سیاسي شخصیت علي احمد جلالي په مشرۍ د فکر او عمل جرګې په یوه لویه غونډه کې د ولسمشرۍ د یوه بل کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

تر دې مخکې درو ګوندونو، د پیر سید احمد ګیلاني په مشرۍ ملي اسلامي محاذ، د صبغت الله مجددي په مشرۍ ملي جبهې او د انوارالحق احدي په مشرۍ ټولنپال ولسواک ګوند (افغان ملت) د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د کاندیداتورۍ ملاتړ څرګند کړی وو.

علي احمد جلالي د فکر او عمل جرګې په مشرۍ نن په کابل کې په یوه غونډه کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

غونډې ته د جرګې مشر ډاکټرعلي احمد جلالي وویل:«زموږ لپاره اشرف غني احمدزی د جمهوري ریاست وړ کاندید دی.»

ښاغلي جلالي د ولسمشرۍ د کاندید، اشرف غني احمدزي کاري پلانونه وستایل او هغه یې د تایید وړ وبلل.

علي احمد جلالي همداراز وویل، د اشرف غني احمدزي کاري پروګرامونه یې په دقت مطالعه کړي او هغه څه یې په کې موندلي چې پلي تطبیق یې د هېواد پرمختګ، ملي یووالی او اقتصادي وده تضمینوي.

ده په همدې اړه زیاته کړه:«دا هغه څه دي چې د فکر او عمل جرګه یې د اشرف غني په پروګرام، سیاسي او مسلکي ملګرو او د ده په ازمویل شوې رهبرۍ کې ویني.»

د فکر او عمل د جرګې د غړیو د معلوماتو له مخې، دې جرګې له شاوخوا یوه کال راهیسي د یوه خپلواک مدني اورګان په توګه فعالیت پیل کړی چې د هېواد یو شمېر دیني عالمان، روشنفکران، ځیني سیاستوال او د ځینو قومونو مشران یي غړي دي.

اشرف غني احمدزي د فکر او عمل د جرګې د ملاتړ هرکلی وکړ، ویي ویل:«دې ملاتړ د بریا لاره راته لنډه کړه.»
ده همداراز وویل:
«زموږ لومړی ظرفیت دا دی چې د ښوونځي، جومات، ارګ او محراب ترمنځ تضاد له منځه یوسو. زموږ د علماو د مادي او معنوي عزت ساتل زموږ ستره دنده ده او دا جرګه به ماته نور جراات هم راکړي چې پرمخ ولاړ شم.»

د ملي شورا څو غړیو زلمي رسول ملاتړ څرګند کړ

zALMAI rASOULد افغانستان د بهرنیو چارو د پخواني وزیر زلمي رسول د انتخاباتي کمېټې ویندوی نن وویل چې د ولسي او مشرانو جرګو یو شمېر غړیو د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د زلمي رسول د پروګرامونو ملاتړ کړی دی.

جاوید فیصل وویل:«د ولسي جرګې مرستیال میرویس یاسیني، د مشرانو جرګې دوهم مرستیال رفیع الله ګل افغان، د جرګې منشي سید اکرام، د ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي او د دې جرګې پنځلس نورو غړیو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د زلمي رسول د کاندیداتورۍ ملاتړ کړی دی.

ښاغلي فیصل دا هم وویل چې د اوسنۍ کابینې ځیني وزیران هم په انتخاباتو کې د زلمي رسول ملاتړ کوي خو په ټاکنو کې له دولتي وسایلو څخه د استفادې نیت نه لري.

جاوید فیصل د کوم وزیر نوم وانخیست خو ټینګار یې وکړ چې ځیني وزیران د زلمي رسول د پروګرامونو ننګه کوي.

19 thoughts on “یو شمېر شخصیتونو د اشرف غني او زلمي رسول ملاتړ وکړ”
  1. تاسو باور وکړئ چې که زه د زلمي رسول پر ځای وای چې لا د وخته مې اعلان کړی وای چې بس زما کاندید اشرف غني دی.

  2. Ai khdaya!

    Zmong tse bad haal dai. Os Zalmai rosul aw double Abdullah ham de jamhoori ryasat khoboona wini. Bey kefayati ham yaw had lari.

  3. دادواړه راتلونکی و لس مشری لپاره وړ څیری دی که څه هم ډاکتر اشرف غنی په هیواد ډیر مین شخص دی خو ډیر داسی معلومیږی چی په خپل حکومت کی به که بریالی شی روابطوته ډیره ترجیح ورکړی او هم به ډیر عاجلانه یا به تلوار پریکړی ترسره کړی چی وروسته به بیا پښیمانی ولری او داکتر زلمی رسول ډیر آرام سړی او په عین حال کی مرموزه شخص دی او دسیاست دډګر غوښتنه هم داده چی دی کرسی ته باید ډير آرام سړی ورودانګی ،دی که بریالی شی نو زما په فکر لاسته راوړنی به ولری او هم به کار ، وړ خلکوته ورکا

  4. زما فه فکر اشرف غنی که دکزی فه شکل غلاوی ونکری شه کاندید دی خو ګیلم جم چی نه وای ورسره ۰۰۰ خو متاسفانه محمود کرزی او قیوم کرزی دومره غلا وی وکری چی دافغانستان خلق یی تباه کرل که دا حکومت بل هر چا سره وی با ور وکری چی افغانستان کی به ارامی او سو کالی راغلی وی خو متاسفانه چی دی ۳۰ ملیونه افغا نا نو حق قیوم کرزی او محمود کرزی له زان سره بیرته امر یکاته نقل کر ۰۰۰الله دی داسی تباه کری لکه افغان ولس یی چی تباه او فقر سره مخ کر۰۰۰ که افغانان غول او خام کله نه وی بیا به کرزیانو ته رایه نه ورکوی او که یی سوک ورکوی خدای ج دداسی وزوروی لکه موز مظلوم افغا نان ۰۰۰

  5. زلمی رسول خو فشتو دفلار فه قبر کی فریشی محمدزیی قوم چی واک ته ورسیزی فشتو دمور خاوند سره فریزدی تاسو خو فو هیزی چی محمود زیا نو فشتو ته سو مره خیانت کری چی یو یی هم فشتو نشی ویلای او که غواری کابل کی مور ده ګاو خانی چک کری نو هرو مرو به یی محمد زیان فه کی وی او هغه محمد زیان چی زبه یی ذه فشتو فه فارسی بدله وی ۰۰۰او کرزیانو هم ورته شروع کری ۰۰۰۰

  6. Dr Ashraf ghani tartolo war kandid dey. Mohtaraman Shirzai, ostad Sayaf, zalmay Rasol aw Qayom karzai di wa dr Ashraf Ghani ta tir si av da ba da doy loy khidmat we,

  7. د اختر محمد ورور نظر درست دی زلمی رسول به د پښتنو رایی تقسیم کړی او داکتر عبدالله ته به لاره هواره کړی. فکر کوم صرف د همدی کار لپاره دی را مخ ته شویدی.
    ښاغلی زلمی رسول چی د طب ډاکتر دی او په حقوقو او سیاسی علومو یا اقتصادی علومو کی کومه تجربه نه لری، د خپل وزارت په دوره کی هیڅ کوم ابتکار نه دی کړی او پخوای پنجشیریان چی داکتر عبدالله مقرر کړی وو لا پر ځای پاته شول. که تحصیل اومسلک مهم نه وای نو په نړۍ کی به دا دومره زیات پوهنتونونه او پوهنځی نه وو او خلکو به یواځی طب لوست او هرکار به چی زړه یی غوښته ، هغه به یی کاوو. تحصیل . تجربه او خلاقیت د یوه کاندید لپاره تر ټولو مهمه مشخصه ده . زما مقصد د دادی چی ښاغلی زلمی رسول کار اهل د کار ته ونه سپاره او د دی لپاره چی د شورای نظار تر انتقاد لاندی را نه شی نور یی هم هغوی ته میدان خالی کړ.په محافظه کاری او خاموشی هیواد نشو رهبری کولای.پلان جوړول او د هغوی عمل کول په کار دی. له ده نه لا داکتر سپنتا زړه ور وو او یو څه عملی کار یی وکړ. که یو څوک یو وزارت رهبری نشی کړای نو د هیواد مشرتوب لا دروند پیټی دی. د ده بریالیتوب به یواځ د اوسنی موجود فاسد ، بی تفاوته ، غاصب او بی مسوولیته نظام ساتل وی او بس.
    حال داچی زمونږ هیواد یوه زړه ور او مبتکر شخص ته ضرورت لری. راځای له شخصی او سمتی یا ګوندی تنګی حلقی را ووځو او د هیواد ، سیمی او نړۍ په مقیاس فکر وکړو. د ښاغل ډاکتر اشرف غنی احمدزی تر قیادت لاندی به زمونږ د هیواد ملی یوالی ، اقتصادی پرمختګ او سوله رامنځ ته شی . اعتماد او لیاقت ته به له سره ارزش ورکړل شی.په پای کی به هیڅ رایی ورکوونکی تاوان نه وی کړی او ټول به بریالی وی. بریال

  8. فکر کوم چی رسول هم هغه دکرزی لارتعقیبه وی که چیری رسول میدان ته راجی. نو گواکی

    هغه درک هغه خرک البته
    زه دکوم کاندید ملاتر نکوم

    خو زماشخصی نظر دی

  9. یوازی او یوازی د فکر او عمل اتل ډاکټر اشرف غنی احمد زی د راتلونکی ولسمشری وړتیا لری ، دا ځکه چی پاک لاسونه ، شکاره تګلاره او برنامه او او چت ګامونه دده له وسه او له توانه پوره خبره ده ،او راتلونکی ولسمشر هم ده

  10. دواړه شخصیتونه د قدر وړ دی خو که نظر وکړو نو اشرف غنی په حقیقت سره د د ریاست جمهوری لپاره لایق شخصیت دی

  11. دافغانستان لپاره قاطع ریس جمهور په کاردی چی هره فیصله یی قاطع او د تطبیق وړوی هسی خوکرزی صاب هم شته خوقاطع ندی هر کاربه یی د مصلیحت له مخی کاوه او دا یی کمزوری وه نو قاطع شخص که هرڅوک وی هغه باید ریس جمهور شی نوددی کار لپاره زما په آند چی وړ سړی به همدغه ډاکترصاب اشرف غنی احمدزی وی ځکه چی ډاکترصاب ښه ماضی لری او پوه ده نړیوال شهرت لری ښه تعلم لری نور خوپدی نوماندانوکښي تردی وړ سړی ماته نه ښکاری که تاسی یی په ګوته کړی نو مهربانی…………… مننه

  12. تمیم خان صاحب لږه سړه خوره ته غواړې چی یو د هغو اشخاصو چی تیر کلونه یی پر دې وطن کوم کوم ظلمونه ونه کړل اوس ریس ددې هيواد شې افسوس افسوس پر هغو کسانو چی حتی ددې فکر هم کوې چی زلمی زوړ رسول دی د افغانستان واکدار شې…. دا حتی د افسوس خبر ده چی مونږ داسی کسان د ډاکټر صاحب اشرف غنې د نړۍ ستر متفکر او د هېواد اصلی بچې سره مقایسه کړو. وګورۍ د ډاکټر غنې څخه علی احمد جلالې ملاتړ کوې او د زلمی زوړ څخه مږه یاسینې او ګیدړه کوفی ددوې شخصیت ټولو ته مالوم دی حی لعنت پر خاینینو…. یواځې او یواځې ډاکټر صاحب اشرف غنې احمدزی باید او حتما چی ریس جمهور شی…. آمین

  13. زلمی رسول ځان په پښتونوکی شماری خو له بده مرغه بیاوایم له بده مرغه پشتو نه پوهیږی او نه هم پری خبری کولی شی داکس به خپلوخلکویا خاصتأ پښتنوته څنګه خدمت وکړی دده مرستیال احمدضیامسعودخو لا پخوابدمعاش وو او او س هم بدمعاش ده ددی زلمی رسول چی یو عاجز فقیرانسان ده دی به څنګه له خلکوڅخه دفاع وکړی دا ټول هیوادوالوته وایم چی عبدالله عبدالله ته رایه ورکړی خونه زلمی رسول ته عبدالله عبدالله می په دی وویل چی هغه خو په ښکاره د پښتنو دشمن دی په نره خو دشمنی کوی .که چیرته ولسمشرشوو واک اختیاربه د احمدضیامسعود وی نام به دده وی لکه اوس چی ټول صلاحیت د مارشال فهیم ده نام د کرزی بد بده .بغیرله اشرف غنی احمدزی څخه بل هیچاته رای ورنه کړی
    مصطفی له کابل څخه

  14. Ajiba kaar ta gora!
    Zalmai Rosul de dasey khalko de raio (votes) pe tama dai, chey da shaghelai de haghoi pe zheba khaberey hatta ne shi kawelai, da kho preygda chey hekoomat wekrhi.

  15. سلامونه! زلمی رسول که چری د استعداد وړ وی نو څنګه کولی شی چه مورنی ژبه هیره کړی؟ دا به د خپل قوم سره څرنګه مینه وی چه ژبه هم له لاسه ورکړی. دا وګړی به څنګه دهغه ملت سره چه هیڅ اړیکه ورسره نلری او ټولی ا ړېکی یې ورسره په غټ لاس شکولی وې مرسته وکړی. لومړی پوښتنه باید دا ترې وشی چه ولی ده خپله مورنی ژبه(مورنی امانت) له لاسه ورکړو؟ کوم چا مجبور کړو او که نه دا ژبه ده ته هم د دوزخ ژبه معلومه شوه او ځان ېی په ویلو ورته بد ښکاریدو

    ټولو لوستونکو ته په درنښت

  16. زما په خیال چی د ولسونو ملاټر په کاندیدانو کی زیات د ډاکټرعبدالله عبدالله سره دی ځکه چی مسلمان مجاهد اوپه وطن مین شخص دی زه نه پوهیږم چی تاسو ولی حقیقت نه وایي همیش موتعصب کړی ده یو کمونیست ملاټر کوی اوپدی خبرو سره تاسو مجاهد ملت نشی غولولی

ځواب ورکول mustafa ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *